غزل
کوم درته خبره خپل د زړۀ، د زړۀ کراره
بېتا نه وینم خپل ژوند کي خواږۀ د زړۀ کراره
د چا چي آرمانونه پوره نشي غنم رنګه
نو څنګه به پرې تېر شي ژوندون ښۀ د زړۀ کراره
وېرېږۀ مه په زړه کي دي ځای راکړه د زړۀ سره
ډېر خیال ساتي د میني پښتانۀ د زړۀ کراره
قسم دی که نور هیڅ وي خو دا زما زړۀ راته وایي
ثواب لري دا ستا مخ ته کاتۀ د زړۀ کراره
ځواني یې پکي وخوړه ، بیاهم دا ستا په مینه
تر اوسه " عشقري " نشو اوبۀ د زړه کراره
عبدالله عشقري
@AbdullahAshqari
👆👆👆👆