ميکروبونو باندې حمله کوي او له منځه يې وړي .
ازینوفيل Eosinophil :
ازینوفیلونه دنوتروفيلونو په نسبت دوینی دسپینو حجرو کمه برخه تشکيلوي چې تقريبا 4--2 سلنه دټولو
سپينو حجرو برخه ده , ازيونوفيل تقريبا دنوتروفيل په اندازه دي او هسته يې دوه لوبه لري , ازيونوفيلونه په الرجي ياحساسيتونو ,پرازيتي ناروغيو کې يې تعداد زياتيږي .
ازيونوفيلونه زياتره دهضمي سيستم او رحم په نسجونو کې موندل کيږي.
بازو فيل Basophil :
بازوفیلونه دسپینو حجرو 1 سلنه برخه جوړوي چې چې دا فيصدي ډيره کمه ده حتي دوينې په دوران کې يې پيداکول ناشونی دي .
د دې حجرې قطر 15---12 پورې دي يوه هسته چې په غير منظم لوبونو باندي ويشل کيږي .
مونوسیت Monocyte :
مونوسیتونه د سپینو حجرو د اگرانولوسیت کروياتو له ډلې شميرل کيږي او دسپينو حجرو لويې حجري دي چې قطر يې 25-- 15 پوري دي او کله ناکله 40---30پوري رسيږي .
مونوسيتونه ګرد يا بيضوي شکل هسته لري چې
يې زياتره پوښتورګو ته ورته دی , مونوسيتونه ګرانولونه نه لري او يا ډير کم ظريف ګرانول که ولري خو هغه هم ډير واړه چې ليدل يې امکان نه لري .
دمونوسيتونو سايتوپلازم آبي او خاکستري رنګ لري
دمونوسيت سايتوپلازم درغجنې پښې لري مونوسيتونه دسپينو حجره لويه حجره ده او د بيګانه
خوري يا فاګوسيتوز دنده په غاړه لري, مونوسيتونه په دوران کی دیر کم وخت تیروی له دوران نه دیر زر وځي سمدلاسه نسجونوته مهاجرت کوي او هلته دماکروفاژ په بڼه څرګنديږي ، میاشتی او کلونه هلته عمر لری .
مونوسیتونه د ديافدز په قدرت د وړو وړو رګونو دمنفذونونه تيريږي او خپلو نسجونوته ځان رسوي اوهلته بيا دميکربونونو دله منځه وړلو قدرت پيدا کوي .
لمفوسیت Lymphocyte :
لمفوسيتونه دوينې دسپينو حجرو دمعافيتي سيستم يو نوع مهم او اړين حجره ده چې دميکروونو په له
منځه وړلو کې مهم رول لوبوي، لمفوسیتونه په دوران کی فقط څو ساعتونه تيروي او په انساجوکې 300---200ور.ځې ژوندي پاتې وي کيږي.
لمفوسيتونه د دحجم له لحاظه په وړو او لويو لمفوسيتونو ويشل کيږي او دنوع له لحاظه هم په دوه ډوله دي چي عبارت دي له...
تي لمفوسيت T_Lymphocyte
او بی لمفوسیت B--Lymphocyte
دیوه نارمل شخص بدن 1000ميليارده لمفويدي حجري لري.
دبدن وزن 2 % سلنه برخه لمفاوي نسجونه تشکلوي.
لمفوسیتونه معمولا 12---8 مايکرون پوري قطر لری
واړه لمفوسيتونه 6 مايکرون او لوی لمفوسيتونه 15---9 مايکرون پورې قطر لري .
۳-- ترمبوسایټ یا PLT:
ترمبوسایتونه دوینې وړې ګردې یا بیضوي حجرې دي چی د زخم په وخت کې د دوینې د لخته یا ټیګیدلو سبب کیږی او دخون ریزی مخه نیسي، ترمبوسایتونه په یو ملی لیتر وینه کې د ۱۵۰ ـــ تر ۴۰۰ زرړ پوري رسیږی چی البته دغه یی نارمل حالت دی او که چیری یی تعداد کم شي نو دې حالت کی کیدای دشي پوزی نه وینه بهیدنه شروع شي او زخم نه هم وینه بنده نه شي ، وظیفه یی کله چی دبدن کومه عضوه زخم شي نو ترمبوسایتونه فورا لکه پولیس ساحې ته ځان رسوي او یو نوع مواد مواد ترشح کوي چی د ATP او سروتینین او ترمبوپلاستین په نامه یادیږی، دغه مواد پروترومبین په ترومبین باندی بدلوي او بیا ترومبین دپلازما فیبرونوجن په فیبرین باندی تبدیلوي چی بیا وروسته دغه مواد دحجرو باندې نښلي او یو مغلق او پیچیده جال جوړوی او د زخم په ځای کې د وینې دلخته کیدلو سبب کیږی او د وینی دخون ریزی مخه نیسي.
د وینې دنورو مطالبو او دهغی دناروغیو په اړه به درته نور مطالب هم په لیکه شي.
♥『
@Dactari_Maloomat 』♥👆