وایي يو کوچنی موږک، چې لا يې له خپلې سـوړې د باندې دُنيا نه وه ليدلې، په چکر ووت، مګر ډېر ژر زړه ماتی کور ته را ستون شو او خپلې مور ته يې داسې کيسه پيل کړه:
“غوښتل مې د باندې لاړ شم او چکر ووهم، مګر په دې اول کونج چې ور تاو شوم، دوه نااشنا مخلـوقات (چرګ او پیشکه) مې وليدل، يوه يې(پشي) ډېره ښايسته څېره لرله، مګر هغـه بل يې (چرګ) ډېر وېروونکی وو.
د هغه وېروونکي مخلوق سر ته مې چې وکـتل، د سر له پاسه او له غاړې لاندې يې د خامـې غوښې ټوټې را ځوړندې وې، په پښو يې ځمــــکه شکوله او لاسونه يې په خپلو څنګونو په زوره، زوره وهــل؛ زه يې چې وليدم، خپله تېره خوله يې راپـسې خلاصه کړه ما چې ویل خوري مې، بيا يې يوه تېزه کړيکه وکړه چــې نږدې يې زړه را کې چولی وو.
موږک کيسې ته ادامه ورکړه او ويې ويل:
“که چېرې هغه وېروونکی مخلوق نه وای، ما به له هغه بل ښايسته مخلوق سره انډيوالي جــوړه کړې وای، هغه ډېر ښايسته او نرم ښکارېده، بدن يې په ګڼ بخملي پشم پوښلی وو. مخ ته مې يې چــــې کتل، ډېر بې ازاره مخلوق وو؛ ډېر دروند ناست وو، سترګې يې هم ډېرې ښايسته وې او له ورايه ځلېدې؛ چې زه يې وليدم، خپله ښايـــسته لکۍ يې وښوروله او مُسکی شو.
زه باوري يم، چې که زه د هـــغه بل وېروونکي مخلـوق کړيکې نه وی وېرولی او د خپل ژوند د ژغورلو له پاره نه وی راتښتېدلی، له هغه بل ښايسته مخـلوق سره به مې کيسې کړې وای، د هغه زړه وو چې راسره وغږيږي”.
مـــــور يې ور ته وويل:
“بـــــچـــيـــه!
هغه مخـــــــلوق چې ته ترې وېرېدلی يې، هغه چرګ دی، هغه تا ته په اسانه څه نه وايې، او هغه ښايسته او پوست موست مخلوق پيشو ده، هغه د دې زړه سواندې څېرې تر شا زمونږ له نسل سره ژوره دُښمني لري، شکر باسه بچيه! چې ژوندی ترې خلاص شوی يې.
بــــچــــيـــه !
چې ژوندی يې د چا په ظاهري څېرې به نه تېر وځي ! ” .
نـــوټ: هيڅکله هم د چا په ظاهري څېره مه تېر وځئ، که په خپله يې نه پېژنئ، له مشرانو او پوهانو يې پوښتنه وکړئ!
@Gaeznw