#غـوره
غزل
د باران په یوه څاڅکي وران ودان دی
ژوند مېږی دی او ژوند ګل د بیابان دی
زړه د نوح بېړۍ ته وخېژوه هله
یو طوفان په سمندر کې را روان دی
چې لاسونه یې وي ستوري ورته رسي
د آسمان په تاخ کې پاس یې که ارمان دی
ګوندې خدای کړي د ایمان ګوتمۍ ترې جوړه
ما تراشلي د غمي غوندې ګومان دی
که هنداره یې د لوی جمال د مخ کړې
ژوند خو مینه مینه مینه ده جانان دی
نن دې خپل زړګی سکونډلی دی پوهېږم
نری زخم دې په اوښکو کې روښان دی
له انسان سره وران مه اوسه کاروانه
در پخلا به شي که بخت در سره وران دی
#کـاروان
#غوره_ګلاب
@Ghuara_Gulab
غزل
د باران په یوه څاڅکي وران ودان دی
ژوند مېږی دی او ژوند ګل د بیابان دی
زړه د نوح بېړۍ ته وخېژوه هله
یو طوفان په سمندر کې را روان دی
چې لاسونه یې وي ستوري ورته رسي
د آسمان په تاخ کې پاس یې که ارمان دی
ګوندې خدای کړي د ایمان ګوتمۍ ترې جوړه
ما تراشلي د غمي غوندې ګومان دی
که هنداره یې د لوی جمال د مخ کړې
ژوند خو مینه مینه مینه ده جانان دی
نن دې خپل زړګی سکونډلی دی پوهېږم
نری زخم دې په اوښکو کې روښان دی
له انسان سره وران مه اوسه کاروانه
در پخلا به شي که بخت در سره وران دی
#کـاروان
#غوره_ګلاب
@Ghuara_Gulab