عراق: له ټاکلې نیټې وروسته خپل هیواد کې بهرنیو ځواکونو ته د پاتې کیدا اجازه نه ورکوو
کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۰ تله، ۱۳۹۹ل)
عراق یو ځل بیا امریکا ته په اشارې ویلي چې تر خپلې ټاکلې نیټې پورې باید ټول بهرني ځواکونه له دې هیواده ووځي، او له هغې وروسته هیچاته د اوسېدو اجازه نه ورکوي.
دا خبرداری د عراق د ګډو عملیاتو قومندانۍ نن په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې کړي او ویلي یې دي چې ټول بهرني ځواکونه مجبور دي چې تر ټاکلې نیټې باید له دې هیواده ووځي.
خبرپاڼه کې همدا راز راغلي، عراقیان په بشپړه توګه د خپل هېواد د اداره کولو او ساتلو وړتیا لري او له دې وروسته د امریکا په شمول د بهرنیانو مرستې ته اړتیا نه لري.
عراقي حکومت ویلي، امریکایان خپل موجودیت ته دلته بهانې جوړوي؛ خو په پوره ډاډ سره اخطار ورکوي چې تر خپلې نیټې وروسته یوه ورځ هم په عراق کې چاته د اوسېدو اجازه نه ورکوي.