د وخت فاتح...
وۀ لۀ هر خيانته پاک، خو نن فاتح دی
خړ راپورته شو لۀ خاک، خو نن فاتح دی
د رب نصر نه یې پرته اسره نۀ وه
نۀ یې وۀ غښتلی ځواک، خو نن فاتح دی
یخه، شخه، او د څو ورځو پتیره
وه همدغه یې خوراک، خو نن فاتح دی
دومره خوار ؤ، دومره څۀ ورسره نۀ ول
چې پرې واخلي یو مسواک خو نن فاتح دی
پۀ خپل کور خو یې لا څۀ چې پخپل ځان یې
لا هم نۀ لرلو واک، خو نن فاتح دی
نن لۀ درستې دونیاګۍ سره سیالي کړي
پۀ چا نلري هیڅ باک، خو نن فاتح دی
د هر چا پرې کیسې ګرمې وې کډواله
پرې کاوۀ به یې مزاق، خو نن فاتح دی
مخلص_کډوال
وۀ لۀ هر خيانته پاک، خو نن فاتح دی
خړ راپورته شو لۀ خاک، خو نن فاتح دی
د رب نصر نه یې پرته اسره نۀ وه
نۀ یې وۀ غښتلی ځواک، خو نن فاتح دی
یخه، شخه، او د څو ورځو پتیره
وه همدغه یې خوراک، خو نن فاتح دی
دومره خوار ؤ، دومره څۀ ورسره نۀ ول
چې پرې واخلي یو مسواک خو نن فاتح دی
پۀ خپل کور خو یې لا څۀ چې پخپل ځان یې
لا هم نۀ لرلو واک، خو نن فاتح دی
نن لۀ درستې دونیاګۍ سره سیالي کړي
پۀ چا نلري هیڅ باک، خو نن فاتح دی
د هر چا پرې کیسې ګرمې وې کډواله
پرې کاوۀ به یې مزاق، خو نن فاتح دی
مخلص_کډوال