رسنۍ د کومو بنسټونو د نه ړنګېدو خبره کوي؟؟
غورځنګ
رسنۍ وخت ناوخته دا خبرې ډېرې په ځغرده کوي چې ګواکې بنسټونه دې نه ړنګېږي او فلان وفلان بنسټونه دې پر ځای پاتې شي...
يو هېواد د يوه کور حيثيت لري او په کور کې خامخا لومړی مشر، دويم مشر، ان تر دې چې رعيت او تر ټولو کوچنی مشر هم معلوم وي، تر ټولو غوره او ښه کور هغه دی په کوم کې چې د هر چا کار معلوم وي او هر څوک خپل کار په ښه ډول پر مخ بيايي.
دغه شان که چېرې په يوه هېواد باندې يوه ښه اداره حاکمه وي نو دا بيا داسې معنا لري لکه په يوه لوی کار باندې چې ښه پلار حاکم وي او وروڼه ټول د پلار په واک کې وي، د کور رعيت چې ښځې او ماشومان دي؛ ښه په خوشحالۍ سره خپل ژوند پر مخ بيايي....
په دې کې بيا د دې لپاره چې يو خو د هېواد ادراه ښه پر مخ ولاړه شي او بل هېواد د پرديو يا ګاونډيو له هر ډول يرغل څخه بچ پاتې شي او يا هم لږ تر لږه د نورو له يرغله په امان پاتې شي؛ ځينې بنسټونه وجود لري چې د دغو بنسټونو له جملې څخه يې تر ټولو مهم پوځي بنسټونه دي، له دې څخه بيا په لاندې کتار کې اقتصادي، روغتيايي او نور ډول ډول بنسټونه موجود دي..
خو پوځي بنسټونه د څو امورو لپاره خورا مهم دي او هغه په لاندې ډول دي:
۱: د دې لپاره چې د يوه هېواد وګړي له هر ډول نژادي، مذهبي، ژبنيو او نورو تعصبونو پرته پخپل هېواد کې ژوند وکړي او په خورا وروګلوۍ سره خپلې د ژوند چارې پر مخ بوځي... نو پوځي بنسټونه لکه اردو، پوليس او نور هر ډول نظامي بنسټونه مهم دي...
۲: د دې لپاره چې په هېواد کې نا امني پېښه نه شي او ټول هېوادوال په يوه داسې فضا کې ژوند وکړي چې هيڅ يو هم د پرديتوب احساس ونه کړي... پوځي بنسټونه د يوه هېواد لپاره مهم دي...
۳: د دې لپاره چې پر هېواد باندې کوم نا ترسه ګاونډيان او يا هم کوم لرې پروت هېواد يرغل ونه کړي، نو پوځي بنسټونه درلودل مهم دي... تر څو د هېواد دفاعي حالت هر وخت فعال وي او څوک خلل واقع نه کړي...
۴: هر هېواد خپل ځانګړي دودونه او دستورونه لري او ځانګړي ملي نواميس لري، د هېواد پوځي بنسټونه دا دنده لري تر څو له پورتنيو ټولو معنوياتو څخه په کلکه ساتنه وکړي او پرېنه ږدي چې څوک يې وتروړي... نو د دې لپاره چې دغه دنده پوځي بنسټونه ښه پر مخ وړلای شي... درلودل يې اړين دي...
۵: دا چې الله ج د خپل عبادت لپاره پيدا کړی دی نو پدې اساس هر هېواد خامخا د يوه دين تابع دی او هېوادوال حتمًا د يوه دين تر احکامو لاندې ژوند تېروي.. دا بېله خبره ده چې هغه دين حق وي او يا نا حق... نو د دې لپاره چې د دغه دين حفاظت او ساتنه عوام په دومره کچه نشي کولی لکه څنګه يې چې پوځي او نظامي بنسټونه کوي.....
راځو دې ته چې په افغانستان کې پوځي بنسټونو د تاریخ په اوږدو کې خصوصاً د نويو پېړيو په رادبره کېدو سره کوم ډول رول لوبولی دی؟؟
کله چې افغانستان له نورې نړۍ سره د سيالۍ په ډول نويو پېړيو او د نړۍ نويو تخنيکي اوهر اړخيزو پرمختګونو ته ننووت نو دغه مهال هېواد ته له څو اړخونو څخه ستونزې متوجې وې...
چې هغه ستونزې د ګاونډيو له لوري، د سيمه اييزو هېوادونو له لوري او هم د لرې پرتو استعمارګرو هېوادونو له لوري وې..
د سيمه اييزو هېوادونو له جملې څخه يې تزاري روسيه وه چې دغه وخت يې پوه واک او ځواک درلود او تازه يې د ترکستان ټوله سيمه د خپل کمونېزم تر تأثير لاندې راوستې وه...
په ګاونډيو هېوادونو کې اېران ؤ چې دغه وخت قاجاريان په واک کې وو او افغانستان ته يې په زړه غوټې لرلې...
په لرې پرتو استعمارګرو هېوادونو کې لوی استعمارګر هېواد برتانيه وه چې پر افغانستان باندې د يرغل تابيا نيوله او هڅه يې کوله چې افغانستان په ټوله معنا د دائم لپاره تر خپل کنټرول لاندې راولي...
انګرېزانو په لومړي سر کې هڅه وکړه چې يو داسې پوځ د افغانستان لپاره له افغانانانو څخه جوړ کړي چې په ټوله معنا د يرغلګرو خدمت وکړي..
هماغه ؤ چې له خپل دويم ځل يرغل (۱۸۷۹ميلادي کال) سره سم يې امير عبدالرحمن خان راوغوښت او له امير سره چې کوم يو لک تنه د جهاد په نامه راوتلي وو نو همدا يې دانګرېزانو په فرمائش راتلونکی پوځ هم وګرځېده، امير عبدالرحمن خان دانګرېزانو په مشوره باندې تر ټولو مشهور مشهور مجاهدين د همدغو يولک تنه پوځ پواسطه له منځه يوړل او پرې شهيدان يې کړل...
له دې وروسته همدغه دانګرېزانو فرمايشي پوځ دامير عبدالرحمن خان زوی امير حبيب الله خان ته پاتې شو، امير حبيب الله خان هم دغه پوځ دافغانانو په خلاف او د انګرېزي استعمارګرو په ګټه وکاراوه...
نو له همدې ځایه وو چې افغان ملت ته د پوځ او اردو نومونه له پامه وربد کړل...
له دې وروسته نو د امير امان الله خان واکمني راغله، د امان الله خان په دوره کې هم پوځ ته د علماء کرامو د توهين، د دين شعائرو د توهين، لکه د ږيرې توهين او پر ږيره ملنډې وهلو دندې وسپارل شوې.. او د امير امان الله خان پوځ هم په پوره اخلاص سره دغه دندې سرته