دَ اَندونُو ډَګر


Channel's geo and language: not specified, not specified
Category: not specified


د اندونو ډګر - فکري مبارزه
دلته به تاسو ته ژور فکر، مستند معلومات، او اغېزناک تحلیلونه وړاندې کوو، څو د فکري مبارزې په ډګر کې زموږ شعور پیاوړی شي او د حق پیغام په زړورتیا سره خپور کړو.
له موږ سره یوځای شئ او د حقیقت پلټنه وکړئ.

Related channels

Channel's geo and language
not specified, not specified
Category
not specified
Statistics
Posts filter


د اسلام سپېڅلې څېره او ښکلا زموږ بدرنګه او غیر انساني کلتور او فرهنګ پټه کړې.
😭

#اندونه


د ابو سلیمان رحمه الله څخه روایت دی:
تر ټولو غوره عمل هغه دی چې د نفس د غوښتنو پر خلاف وي.
د هر څه لپاره یوه نښه وي او د ناکامۍ نښه دا ده چې د الله جل جلاله په ویره او خشیت کې ژړا پرېښودل شي. هر څه زنګ لري او د زړه زنګ د ډېر خوراک څخه جوړیږي.

ابن ابی الحوار فرمایي چې ما د ابو سلیمان څخه واورېدل چې ویل یې:
د هر خیر اصل د دنیا څخه ویره ده، د دنیا کلي شبع (ډېر خوراک) دی او د آخرت کلي لوږه ده.
سير اعلام النبلاء جلد ٨ صفحه ٣٢٧

#د_اندونو_ډګر


@ADEL_AFGHAN

بل وخت دي د ګروپ لینک نشر نه کړې😏




ولا دا ليست والاوې هم ما نشراتو ته نه پرېږدي!😐
چې ټولو په يوځل نشر کولی ښه به واي🥰


نن مې د مطالعې لپاره د مولانا اکبر شاه نجیب ابادي کتاب (د اسلام تاریخ) له انوارۍ څخه ښکته کړ، د سر خبرو په لوستلو کې مې د استاد محمد شریف رحماني لیکنه ولوسته، چې په یو ځای کې یې لیکلي و(کله چې حضرت ابوبکر صدیق ؓ خلیـfـه شو، نو ژړل یې چې کاشکې زه د وښو ډکی وای کاشکې زه د دې مسئولیت په مقابل کې یو مارغه وای، چې په اخرت کې د حضرت محمد ﷺ د امت ځواب ورکول زما پر غاړه نه وای).
په بل ځای کې لیکي ( اMیرالمؤmنین حضرت علي ؓ د خپل خلاfـت په دوره کې خپله ګیره په لاس کې نیولی ژړل یې او بیا یې ویل: ای دنیا ما تاته طلاق درکړی، زما څخه لری اوسه ستا پیل خوږ او انجام دی حسرت او نا امیدي ده).
ماته مې خپل اوسنی حالت سترګو ته ودرید، چې موږ ته ګوره، یو مسئولیت او دندې د سپارولو سره په ورځو او میاشتو یو بل ته مبارکیاني ورکوو او دا سوچ نه کوو، چې ایا دا مسئولیت زه په سم ډول اجرا کولی شم، ایا زه د دې دندې لایق یم، ایا زه د دې مسئولیت ځواب په اخرت کې ورکولی شم...
بس زموږ هسې دعوې دي چې کوو یې، نور خو موږ له صفر سره ضرب یو.

#کاپي

#داندونو_ډګړ


Forward from: فکری حریت Pekri Hurriyat
د تیری په مقابل کی به سخت تیری پری کیژی👋

پاکستاني هلکان چی د افغانانو له میړنی تاریخ نه خبر ندی،
نو حتمن به داسی ګلان اوبو ته ورکوی چی د هیڅی ستونځی حل نوی😏
او په پایله کی به یی ډیری پوځی ککری له لاسه ور کړی،
ایا تر اوسه څوک دا ثابت کولای شی چی
افغانانو دی خپل غچ نوی اخیستی؟
https://x.com/s_adeeq_x/status/1871825201190862864?t=Zyjwpuulmnb7yAeTI8BPuw&s=19


#ستا_يادونه:

د سپوږمۍ رڼا کې غلي شول آهونه
ژړوي مې ارمانونه ستا یادونه،

په څپو کې د باد ستا عطر محسوس شي
راژوندی مې کړي دردونه، ستا یادونه،

هر یو څاڅکی د ژړا د زړه له تله
کړي رایاد ها تیر خیالونه ستا یادونه،

چې له شپول د تورو شپو غیږ کې راټول شي
راسپړي زاړه زخمونه، ستا یادونه،

دا په څنډه کې د وریځ ستا سیوری ښکاري
پاروي تللي وختونه ستا یادونه،

د رڼو ستورو نڅا وي په اسمان کې
د یو بل کوي سیلونه ستا یادونه،

در ولي مې ستا تر څنګ محسن احسانه،
چې کوم دا ستا فکرونه ستا یادونه.

#محسن_احسان

#د_انډونو_ډګر


موږ هره درواغجنه خبره چې زموږ ستاینه په کې وي، لکه خوندوره ښوروا په شوق تر ستوني تېروو. د ستاینې خبرې ځکه په اسانۍ منو چې زموږ نفس ته وده ورکوي او هغه څه وایي چې موږ یې اورېدل غواړو. خو هغه دروغ چې په #چاپلوسۍ کې نغښتي وي، حقیقتونه پټوي، که څه هم یوازې لنډمهاله تسل او خوند راکوي، اما د پرمختګ لاره کې لوی خنډونه جوړوي.

#ژباړه

#د_اندونو_ډګر


Forward from: فکری حریت Pekri Hurriyat
بی بی سی وایی چی د اسرائیلو دفاع وزیر تایید کړه چی اسماعيل هنیه یی په شهادت رسولی،
دا یعنی ایران موقع ورته ورکړه چی هنیه په شهادت ورسوی
ایران او اسراییل سره دوستان دی په حقیقت کی😏،
کااااااش یی خپل دوست او دښمن خپل په ژوند کی سم پیژندلی وای🥹.


#د_نورو_اغېز

✓ هر ملګري سره چې مل اوسې
✓ هر ځای ته چې ورځې
✓ هر کتاب چې مطالعه کوې
✓ هر نظر چې اورې

دا ټول پر تا اغېز کوي، فعلاً به یې ته اغېز نه محسوسوې! خو دا اغېز به ستا په نفس کې داسې موجود یي لکه ځمکه کې چې د تُخم زړی پروت یي! چې نه یې څوک ویني او نه د چا ورته پام کېږي، خو څه وخت وروسته هغه لویه ونه وګرځي او هر څوک یې ویني! او سل کاله ولاړه پاتې یي، چا چې کرلې او پاللې یې؛ هغه ته یې پته هم لګیږي.

یو عالم وایي: د بېلاري او فاسدو زړونو خاوندانو ته غوږ مه نیسه او خبرې یې هیڅکله مه اوره، ځکه ته فعلا نه پوهېږې چې ستا غوږونه له هغه نه څومره بداغېز رانیسي! مع الناس، علي الطنطاوي (٢٢٣).

#د_اندونو_ډګر
#اوا


د ځواب ورکولو هنر زده کړئ..!🫵🏼

۱: که چا درته وويل: چي دومره وخت دي
درس وويلو، څه شې درنه جوړ شو؟ ورته ووايه
دا مي زده کړل چي د خلکو په ژوند کي بې
ځايه لاس وهنه ونه وکړم!

۲: که يې درته وويل: چي ولي دومره
خاموشه يی؟ ورته ووايه چي تاسو ته
په انتظار يم چي ماته نوبت راکړي!

۳: که يې درته وويل چي په ډوډۍ کي دي
هيڅ خوند نه وو ورته ووايه! که خوندوره
وی نو تاسو ته مي هيڅکله نه درکوله!

۴: که يې درته وويل: چي څومره ښايسته يې نو ورته ووايه چي اوس هم په دي نړی کي.
ښايسته زړونه شتون لري!

#Copy

#فڪري_روزنه
#داندونو_ډګر


‏زموږ اوسنی او تېر ‎#برم!

ددې عالم خبري واورئ، چې د مسلمانانو اوسني د ضعف ټکو ته یې اشارې کړي دي.

البته دا باید په یاد ولرو، که د مسلمانانو تېر برم ته سر ور ښکاره کړو، نو دا به معلومه شي، اوسني کفارو چې کوم اختراعات ترسره کړي، ټول الهام او مأخذ یې د اسلامي نړۍ له ساینس پوهانو نه کړې.

مسلمانانو لومړنیو میلادي کلنو کې یې نړۍ ته خپل اختراعات وړاندې کړي، د مثال په توګه یې یادولی شو:
۱- لومړنی جراح، الزهراوي و؛
۲- لومړنی الجبر او ستوري پېژندې علم ایجادونکی، محمد بن موسی خوارزمي و؛
۳- لومړنی الوتکه جوړونکی، عباس بن فرناس و؛
۴- لومړنۍ پوهنتون تأسیس کوونکی، د مراکش شهزاده ګۍ، فاطمه فرحي وه؛
۵- لومړنۍ د نور(برېښنا، ګروپ…) اختراع کوونکی، د فزیک پلار ابن هیثم و؛
۶- د غاښ پاکولو آله(مسواک)، نبي کریم صلی الله علیه وسلم استعمال کړی، چې بیا د غاښو برس ترې ایجاد شوی؛
۷- لومړنی روغتون، په قاهره کې د أحمد بن طونون جوړ شوی.

نو لنډه دا چې لسګونه نور پرمختللي علوم او سامان آلات(لکه ساعت، کښتۍ…) د مسلمانانو لخوا جوړ شوي دي.

#د_اندونو_ډګر


پنځه لسیزې په هیواد کې قومي او سمتي تعصباتو ته لمن وهل شوې ده او د هیواد او هیوادوالو پر ویش او تر منځ یې د نفرت په خپرولو لویه پانګونه شوې ده.
د زونونو او ولایاتونو تر منځ د قومي مشرانو دا سفرونه به په هیواد کې شته یووالی نور هم غني کړي.
#متحدملت

#مبارز_عاصم


#ځواني:!


ځوانۍ د ژوند د سرو زرو وخت دی، داسې وخت چې ځواک، فکر، او هیلي پکښې خپلې لوړې کچې ته رسېدلې وي. د ځوانۍ ارزښت په دې کې دی چې دا وخت ډېر ژر تېریږي او بیرته نه راګرځي. څوک چې د دې وخت قدر وکړي، د ژوند په ټولو برخو کې بریا ته رسېږي.

وخت د تېرېدونکو سیندونو په څېر دی؛ که یې و نه نیسې، له لاسه وځي. نو ځوانانو ته توصیه داده چې د خپل وخت سم مدیریت وکړئ، خپلو موخو ته وده ورکړئ، او داسې اعمال ترسره کړئ چې ستاسو راتلونکې او آخرت دواړه روښانه کړي. هره ورځ د ګټې وټې فرصت دی؛ مه یې ضایع کوئ!

#طالب_صميم_اواه


د خداى په امان! 😓

⁷ مياشتې کېږي سرطان يم
تر اوسه مې نه غوښتل چې څوک پوه شي خو نن ځکه وايم چې نور مې د ژوند پاڼې ژيړيږي. 
د وينې سرطان يم ډېر شايد باور ونه کړي خو ما نه غوښتل بغير له خداى په امانۍ لاړ شم تل مې د خلکو د اصلاح په اړه نشریات کړي دي.
غواړم درته ووايم چې شايد سبا په ټلګرام کې ونه اوسم ډاکتر همداسې راته ويلي چې انټرنیټ پريږده راحت کېږې راحت يې راته مرګ ياد کړی.
د ټلګرام پريښودل يې راته ځکه ويلي چې کورنۍ سره مې دا يوه دوه ورځې تېري کړم تاسې زما ښه دوستان وئ الله مو راته خوشحاله لره  ماته بښنه او دعاء کوئ.
نور مې دا دردونه هم د زغملو نه دي ژر مرګ غواړم  په ژوند کې ډېرو وکړولم او ډېرو خوشحاله کړم بيا هم له ټولو مننه مه خفه کيږئ.

دا پوسټ يو انګريز کړی و دا يې ژباړه ده!
دا يوه شوخي وه خو فکر وکړه که رښتيا وي نو څومره درد لري؟
د دوست درد توصيه: تل په ژوند کې د ملګري قدر وکړه!
د شوخي کولو زياته بښنه غواړم رښتيا ووایاست کوم احساس مو وکړ راته يې کمنټ کړئ!

#طالب_صميم_اواه


جهاد یو داسې درد دی
چې بې له جهاد کولو په بل څه نه تداوي کېږي!

اُسامه الزید (۱۰۲)


په فکري ډګر کې موږ تر اوسه هم دفاعي جګړه کوو، دومره کمزورې که همدا شته دفاعي ډګر مو له لاس ووت بیا به کیسه ختمه وي.
څه پاتې شي چې موږ دې په غربي افکارو تعارض وکړو یا د تعارضي جګړې ډګر ته ننوځو!
د علماؤ او مبارزینو سستي او د اخلاص کمزوري کیدل به مو په کافي اندازه وځپی!
د میډیا دوښمنان مه جوړیږئ ځکه دا د نن عصر لپاره د ذهنیت جوړونې یوازینۍ او مؤثره وسیله او لاره ده!

#مبارز_عمري


ځینې اصول:

که علم درنه مجاهد جوړ نه کړ.
نو استاد بدل کړه!

که تجارت درنه مجاهد جوړ نکړ.
نو بازار بدل کړه!

که ملګري درنه مجاهد جوړ نکړ.
نو صحبت بدل کړه!

#مبارز_عمري


فکري مبارزینو ته سپارښتنه

1. علم ترلاسه کړئ: قرآن، حدیث، او عصري علوم زده کړئ.


2. اخلاق وساتئ: د نرمي او حکمت له لارې پیغام وړاندې کړئ.


3. استقامت ولرئ: په ستونزو کې صبر او په هدف کې ثبات ولرئ.


4. تفاهم ته ارزښت ورکړئ: د نورو نظرونو ته غوږ شئ او منطقي ځواب ورکړئ.


5. ټیکنالوژي وکاروئ: ټولنیزې رسنۍ د خیر او پوهې خپرولو لپاره وکاروئ.



يادونه: فکري مبارزه یوازې د مخالفو نظریاتو پر وړاندې دریځ نه دی، بلکې د خیر خپرولو او ذهنونو روښانولو لپاره یو هڅاند عمل دی

#داندونو_ډګر_فکري_مبارزه
#طالب_صميم_اواه

20 last posts shown.