پوره کړې لویه خدایه دا ارمان د مهاجرو
چې ورسي منزل ته سپین کاروان د مهاجرو
اکثره ماشومان مو په ماښام کې یتیمان شي
تورتم کې راته راوړي شهیدان د مهاجرو
د کلې خلک ټول بیا هدیرې طرفته لاړ شي
قبرونه جوړوي ډیر په خفګان د مهاجرو
بس نور څه نه وي یاره د اهونو انګـــازې وي
د هرچا سترګې سرې وي په هجران د مهاجرو
څه ستړي زندګي ده څه فراق شي د یارانو
اسان کړې لویه ربه امتحان د مهاجرو
زبیر ساپي که هر څو دې حالاتو یم ورک کړی
یم دغه قافله کې به روان د مهاجرو
2021//6//19
چې ورسي منزل ته سپین کاروان د مهاجرو
اکثره ماشومان مو په ماښام کې یتیمان شي
تورتم کې راته راوړي شهیدان د مهاجرو
د کلې خلک ټول بیا هدیرې طرفته لاړ شي
قبرونه جوړوي ډیر په خفګان د مهاجرو
بس نور څه نه وي یاره د اهونو انګـــازې وي
د هرچا سترګې سرې وي په هجران د مهاجرو
څه ستړي زندګي ده څه فراق شي د یارانو
اسان کړې لویه ربه امتحان د مهاجرو
زبیر ساپي که هر څو دې حالاتو یم ورک کړی
یم دغه قافله کې به روان د مهاجرو
2021//6//19