وجوه یومئذ ناضرة الی ربها ناظرة ــــ الایة
ته مــــینه یي ته نــــور یي ته وجود یي ته رڼا یي
ته مقصود یي ته معبود یي ته خالق یي ته دانا یي
د وجـــود واړه زرې دي عـــلامات دي او اَسْماء دي
مـــوږ یو ټــوله دَلالات ته یو مَــدْلول یوه معنا یي
زلیخا" مجنون" بورا" بلبل" په مینه کي غلط سول
د وجــــود پر هـــره پــــاڼه یک تنها مینه ښکلا یي
مینه حسن دي پیدا کړه او پر تا باندي در ټول دي
ته ارمان ارمان محبوب یي خــدایه ته وفا وفا یي
زه د سیند پـــر غــاړه تږی یم پــه لپه اوبه را کړه
تا پــه تا غواړم پـــه غـیږ کي مي نیولی د ژړا یي
ســـتا دې دومره رحمتونه زما ګناوي ورته څه دي
ته غفور یي تــه رحیم یي زه غلام یم ته مولا یي
ستا مُریدیم مړه اروا مي ستاپه ذکر راژوندې کړه
د ندا محـــــــــــــمد لبیب د هر غزل یوه مَعْما یي