قاري سعید خوستی


Channel's geo and language: not specified, not specified
Category: not specified


د اسلامي امارت دوه لسیزې جهادي مبارزه چې په قربانیو ولاړده، اتلولۍ، نصرتونه اوکرامتونه دي، بې له شکه چې ډېرستر اوبې ساری تاریخ دی، لیکل غواړي خوندي کول غواړي، مدافعين غواړي، ترنسلونو رسول غواړي، ددې لپاره چې په ځوانه طبقه کې د کومو استعدادونوضرورت دي

Related channels

Channel's geo and language
not specified, not specified
Category
not specified
Statistics
Posts filter




د ورځي خبره:

په داسي حال کې چې د امریکا د متقاعدو جنرالانو او پوځیانو د اتحادیې په شمول د یو شمېر سازمانونو ایتلاف د جوبایډن له حکومته جدي غوښتنه کړې چې د دوحې د تړون سره سم دې پر ټاکلې نیټه له افغانستانه خپل پوځونه را وباسي.
بلخوا د امریکایي یرغلګرو کورني ګوډاګیان بیا د هغوی د پاتي کیدلو لپاره لاس او پښې وهي، شپه او ورځ یې یوه کړې چې اشغالګر پاتي شي، افغان وژني ته دوام ورکړی، خو چې د دوی دا نیمګړی واک او ډالر له خولې ونه وځي.
په ډېره بې شرمۍ سره د کابل رژیم د بهرنیو اړیکو وزیر حنیف اتمر د جرمني له سفیر نه مننه کړې چې د دوحې د لاسلیک شوي نړیوال تړون د ژمني خلاف یې د خپلو ځواکونو موده وغځوله.
امریکایي جنرالانو بایډن ته لیکلي چې: ولسمشره! موږ د دغه ائتلاف ټول غړي له تاسو نه په ډېر ټینګار سره غواړو، هرڅومره ژر چې کیږي باید خپل ځواکونه له ژمني سره سم را وباسي.
دوی زیاته کړې: له ډېره بده مرغه زموږ ځواکونو په افغانستان کې دومره اوږده جګړه وکړه چې اوس د لومړنیو استول شویو عسکرو اولادونه ځوانان شوي، او هغوی به جګړو ته لیږل کیږي، موږ به آخر ترکومه هلته ناکامه جګړې ته دوام ورکوو.
جالبه دا ده چې له امریکایي اشغالګرو سره هم دومره احساس شته چې دا جګړه بالآخر غلطه ګڼي، په ناروا توګه یې پر افغانانو تحمیل شوې بولي، ناکامه یې ګڼي، که څه هم دوې لسیزي یې د خپل سر او مال پر زیان سربیره په سلګونو زره بې ګناه افغانان په شهادت ورسول، ویې ربړول، خو بالآخره یې د ناکامۍ احساس وکړ، او آینده که پاتي کیږي، هم په دې باور دي چې له ذلت او شکست سره به مخ کیږي.
مګر ګوډاګیان یې بیا دومره ناسنجیده او بې ضمیره دي، چې د یرغلګرو پر پاتي کیدلو ویاړ کوي، د هغوی په لاس د خپلو هیوادوالو پر وژلو خوند اخلي، د هغوی په غلامي کې پراوسیدلو هیڅ عار نه احساسوي.
د یوې ورځي لپاره چې یرغلګر نور پاتي کیږي هم، دوی مننه تري کوي، په داسي حال کې چې د یرغلګرو شتون په افغانستان کې د ټولو بدمرغیو لامل دی، د افغانانو له قتل عام او بدبختیو پرته، بل هیڅ ارمغان نلري.
له دې سره سره د کابل د ګوډاګۍ ادارې چارواکي په ډېر افتخار سره د اشغال د دوام او اشغالګرو د بقا لپاره هرډول بې شرمانه اقدام ته لاس اچوي.
له دې نه اوس ښه څرګندیږي چې د اشغال زیږنده ګوډاګیان فقط د اشغال له دوام څخه اکسیجن اخلي، که اشغال او یرغلګر نه وي، نو ګوډاګیان به دا ملت په سخت حالت کې ورټي.
ګوډاګیانو ته پکار ده چې نور له دا ډول بې شرمانه اقداماتو نه لاس واخلي، د افغانانو په برخلیک دې لوبي نه کوي، د افغانانو د ارمان، چې سوله، استقلال، خپلواکي او اسلامي حاکمیت دی؛ د مخنیوي هڅي دې نه کوي، چې دا ارمان به یې هیڅکله پوره هم نشي، ان شاءالله.
په ډېر نژدې راتلونکي کې به د اشغال د خاتمي او د اشغالګرو د وتلو په وسیله، ګوډاګیان پخپلو هیلو کې نامراده پاتي شي. و ماذالک علی الله بعزیز

پای ……..!

۲۰۲۱ / ۴ / ۷


Video is unavailable for watching
Show in Telegram
‏په خوست ولایت کې مو د کونډو او یتیمانو يوې کورنۍ ته د شیدو غوا واخیسته.
دا لړۍ ډیره ښه پرمخ روانه ده
الله دې مرسته کونکو وروڼو ته اجر ورکړي.


‌‎#غبرګون:
د مزدور دښمن دا ادعا چې ګني کابل کې یې د یو شمیر چاودنو او بریدونو په تړاو د اسلامی امارت د مجاهدینو کوم لس کسیز ګروپ نیولی، حقیقت نه لري. په دې اړه چې دښمن کومه ویډیو خپره کړې، هغه جعلي او د دښمن تزویري کړنه ده، موږ یې ردوو.

‌‎#واکنش:
ادعای دشمن مزدور که گویا در پیوند به انفجارات و حملات در کابل، یک گروپ ده نفری مجاهدین امارت اسلامی را دستگیر کرده است، حقیقت نه دارد.
ویدیویی را که دشمن درین مورد پخش کرده جعلی و تزویری است، ما ان را رد مینمایم.
ذبيح الله مجاهد


‏د فراه پرچمن ولسوالۍ اړوند دِه سبیل، دِه ترکان اوپای مشکان کلي د اربکیانو د ناولي وجود څخه مکمل پاکي سوي
یو اربکي او ۵ موټرسایکلان هم غنیمت سول.


Forward from: سنګرمیډیاsungermedia
Video is unavailable for watching
Show in Telegram
هرات : شینډنډکې ګوډاګیان له مهمې پوستې وتښتیدل

وړمه شپه دهرات ولایت شینډنډولسوالۍ دبازار دپاچوڼې دکوڅې دستبغ د پوستې ګوډاګي عسکر دمجاهدینودبریدونو له ډاره تښتېدل
نن سهار مجاهدینو یاده پوسته په بشپړه توګه تخریب کړه
ددښمن په تېښته سره پراخه سیمه دمجاهدینو ترکنترول لاندي راغله


Forward from: حمزه فاتح
#جزئیات

کندهار ارغنداب ولسوالۍ باغ پول کې د فقیرانو پر سړک عبدالله جان، محمدنبي، او عبدالقهار دا درې سره قومندانان له ګڼ شمېر عسکرو سره وژل سوي.

ودریږه ما هم کنــــدهار بولي


Forward from: زبیرجانان
جزیات.
ارغنداب کي د جوي لاهور په سیمه کي کي ۲ شوبلي د ماینونو ښکار سو‌ې او یو لنجر وویشتل سو، او همدارنګه باغ پول ته څېرمه د فقیرانو د کلي پر سړک په زیات شمیر د وژل سوو اربکیانو جسدونه پراته دي، همداراز له دښمن څخه زیات شمیر غنیمتونه هم نیول سوي دي لکه ۵ ایمپورونه ۵ د شپې دوربینان، ۴ کارمولیان، او د دې ترڅنګ د ورځي په جریان کي ۹ تنه کمانډویان هم وژل سویدي چي جسدونه یې د جګړې پر ډګر پراته دي، او په تیرو ۳ ورځو کي چي دښمن کومي سیمي له مجا هدینو څخه نیولي وې، هغه سیمي له سختي جګړي وروسته بیرته له دښمن څخه ونیول سوې، اوس مجا هدین د سیمي په تصفیه بوخت دي.
الحمدلله.


‏کندهار ارغنداب د جوی لاهور په دښت کې د ګوډاګيانو ۳ شوبلې او يو رینجر د اور خوراک سول


‌‎#الفتح:
مهم: تیره شپه د ننګرهار ولایت سرخرود ولسوالۍ شمسپور سیمه کې د مزدور دښمن ۲ پوستې، چې اولسي خلک یې ځورول، فتحه شوې.
۶ تنه پولیس او اربکیان ووژل شول، نور په تیښته لاړل.
ډيره وسله او مهمات ترې راوړل شول.
مجاهدینو ته زیان نه دی رسیدلی.


‌‎#الفتح:
مهم: شب گذشته در منطقه شمسپور ولسوالی سرخرود ولایت ننگرهار ۲ پوسته دشمن مزدور، که مردم ملکی را اذیت میکرد، از بین برده شد.
۶ تن پولیس و اربکی کشته شدند، دیگران فرار کردند.
تعداد زیاد اسلحه ومهمات به تصرف مجاهدین درآمد.
به مجاهدین آسیبی نه رسیده.

ذبيح الله مجاهد


‌‎#الفتح:
تیره شپه د کندز ولایت مرکز اړوند نقي سیمه کې د مزدور دښمن یوه پوسته(چې د ملکي خلکو د ځور سبب وه) فتحه شوه.
۴ تنه عسکر او پولیس قتل، ۳ نور ژوندي و نیول شول.
دغه راز ۶ میله وسله او یو شمیر مهمات د مجاهدینو لاس ته ورغلل.
مجاهدینو ته زیان نه دی رسیدلی.

‌‎#الفتح:
شب گذشته درمنطقه نقی مربوطات مرکز ولایت قندز یک پوسته دشمن مزدور(که سبب ازار و اذیت مردم ملکی بود) فتح شد.
درجریان نبرد ۴ تن عسکر و پولیس کشته، ۳ تن دیگر زنده دستگیر شدند.
همچنان ۶ میل اسلحه و مهمات به دست مجاهدین در آمد.
به مجاهدین آسیبی نه رسیده.
ذبیح الله مجاهد


‏رسنيو د چورواکو له قوله نشر کړي،
په سویس کي کابل حکومت او طالبانو مخامخ ناسته کړېده خو طالبان د قطر دفتر طالبان نه دي بلکي نابلده وه، #رسنۍ
نو ما ويل بیا لکه چي هغه کسان ورغلي دي چي ترکيه کي یې ويل ذبيح الله مجاهد مه ښوروه.


Video is unavailable for watching
Show in Telegram
د غرب له لوري د تحمیل شوي تمدن، ډیموکراسۍ او پرمختګ لاسته راوړنې!


Video is unavailable for watching
Show in Telegram
‏کندهار ارغنداب کې د غورځنګ په نامه هغه جاسوس ونیول سو
چې هندي طیارو ته به یې هدف ورکاوه.
‎#الحمدلله


Forward from: حمزه فاتح
#کندهار ‏ارغنداب کي هیڅ لا نشته ددښمن پروپاګند ده مجاهدین په خپلو مفتوحه سیمو قرار لري یو اینچ هم نه دي شاته شوي دښمن په دومره غرور سره راغلئ ده چي د ګینټي عملیات یې بلل خو خبر نه ؤو چي دلته به سرونه خوري

فضاء B52 F16 Blac hak نیولي ځمکه د الله لښکرو نیولي دښمن مورال صفر ده الحمدلله


Video is unavailable for watching
Show in Telegram
اعلامیه امارت اسلامی در مورد عملیات های تازه آغاز شده دشمن در قندهار، بدخشان و بعضی ولایت های دیگر


Video is unavailable for watching
Show in Telegram
‏مستې نړۍ پام، پام!
مستې نړۍ پام، پام!
پام که د دوحې تړون ماتیږي




‌‎#مرسته
د فاریاب ولایت دولت اباد ولسوالۍ اړوند سیموکې پر ۲۰۰۰ نادارو او غریبو کورنیو خوراکي مواد اوړه، غوړي دال او مالګه وویشل شول


‏دفراه ولایت دمرکزدکمربند دحیدرقلعه دپوستي څخه یوتن پولیس رضاشاه دحقایقو په درک کولو دګوډاګۍ اداري څخه راجلا اودیوثقیل اوکلاشنکوف سره داسلامي امارت له مجاهدینوسره یوځای شو.

20 last posts shown.

559

subscribers
Channel statistics