شاعر عُزیر


Channel's geo and language: not specified, not specified
Category: not specified


دالله(ج)حمد دمحمد ﷺ اوصاف دجهادمینه اودخپل خـوږ هیواد مینه. او خپل قهرمان ملت ته دخوښی احساس دقلم په ژبه
https://t.me/+deG9vgfgLFxkNjdl
https://t.me/Shaeroza

Related channels

Channel's geo and language
not specified, not specified
Category
not specified
Statistics
Posts filter




*غریبی انسان نه ماتوی بلکي په غریبې کی دخلګو بده رویه انسان ماتوی* 💔❤‍🩹❤️








الاسلامي خپرندويه اداري لخوا وړاندي کیږي

کسر..

زراعت باندې تل ښکلې زمونږ فراه ده
ښه  زرخیزه  منطقه یــې هره خوا ده


ترنم کونکی عبدالجبارمحمدي
شاعر عبدالباسط عزیر.
#الاسلامي_نشریاتي_اداره
https://t.me/slamikanal313


بهاري آغا جان


‏فایل صوتی از طرف عبدالباسط عزیر


زراعت باندې تل ښکلې زمونږ فراه ده
ښه زرخیزه منطقه یــې هره خوا ده

حاصلات یې خدایه څومره په زړه پورې
کروندو کـې ښه سمــسوره ده زیبا ده

څه خوږې خوږې میوې یې کوې ځمکه
عنابونو کــې یــې رب ایـښې شِفاء ده

ګل خانې یــې ټولې ډکې له بادرنګو
په ترشـــکو ښـــائستې سې له بنیا ده

دکالکو پنــــــد دانــې او له جواریو
برخمن به ترې همش ته یې هیوا ده

دغنمو به کـــــندو وې بیا بــې ګورې
که بســــته وې زمونږ بند دبخش آباده

ټول بزګر یـــې زحمته کښه دې عزیره
ځکه هـیله مو را مــړاوې ده ښکلا ده

عزیر


‏فایل صوتی از طرف عبدالباسط عزیر


انس هاشمي آغا


Forward from: مولوي محمد امین حیدري
Video is unavailable for watching
Show in Telegram
الاسلامي خپرندويه اداري لخوا وړاندي کیږي

نوي ښکلی ترنم دزراعت په ویاړ

ډیر..ژر..


کسر...
زراعت باندې تل ښکلې زمونږ فراه ده
ښه  زرخیزه  منطقه یــې هره خوا ده

ترنم کونکی عبدالجبارمحمدي
شاعر عبدالباسط عزیر.
#الاسلامي_نشریاتي_اداره
https://t.me/slamikanal313


دجهاد لاره کې مو تیره کړه خوږه زندګي
ربه قبول یې که له مونږ څخه هغه زندګي

په رنګینیو کې دښار پیدا مې نکړو قربان
له ویر وتلې په ثواب باندي درنه زندګي

محبت نسته اوس هغومره له یو بله سره
ځکه هردم یې یاد ساتو ټوله دغره زندګي

دعبادت خوند رانه وړی دی څوکيو خدایه
بېخونده سوې ده بیخې غافله ده زندګي

پام چې خرابه نکړئ هغه دجـهاد سابقه
په لوی ازمون کې مو زلميو ده پرته زندګي

ګوره چې تم نشې عزیره دزلمو له کاروان
په نره وکــړه ښه ډاډه په مخه وړه زندګي

عزیر


دفاتح فراه وال صیب سره ملګري شئ




دوطـن لـه درو دښکلاوو څپې
له پامیر تر آمو دخوښیو نغمې

قوشتیپه او ټاپې ترقې دهیواد
دبندونو مهار بلهاء کیف راولې

مهاجر افغانان به راځې تروطن
دخپل کلي ګودربه کوي نندارې

بل دعلم مشال ځلوې هره خوا
دادپوهې ګلبڼ مکاتب مدرسې

دعزیر روح او تن دزلمیو داکور
دی اباد په غزا په ننګو حماسې


عزیر


انس هاشمي آغا ❤️




غزل

زړه مې ستا له مینې په خوښیو کې ځنګیږي
خوږ دي محبت دی ځکه زړونو کې اوسیږي

ستا دعشق په تارباندې پیلي زمونږ زړونه
ستا د خواږه نوم په تکرار زړونه ومسکیږي

وایه لاهوتي نغمې ته څرک د سپین سهار یې
زمونـږ کوترې هـیلې دي وهر غـږ ته نڅیږي

ستوری د بخت وه ځليدی سومه خوش نصیبه
ستا د عشق ډيوه زما تياره ژوند ته لګيږي

کله چې د مينې کليمې لولم په مينه
ستا دژوند قیصې ګورمه ته مې وه یادیږي

تل بلې ډیوې ساتمه ستا دیاد په زړه کې
ته مې لکه روح يو دم وجود کې وه پړکيږي

خپل په حق قانع يم عزير ډېر شکر ګزار يم
دم په دم مې زړه ګوره وتاته نږديکيږي

عزیر


غږ نجیب الله هلال

20 last posts shown.