Forward from: اهل سنت والجماعت
✍د صفاتو ️تأویل د امام زرکشی (رحمه الله) له نظره
📌امام زرکشی (رحمه الله) چې د امام ابن کثیر رحمه الله له شاګردانو څخه دی،په «البرهان في علوم القرآن» کتاب کې
د «فِي حُكْمِ الْآيَاتِ الْمُتَشَابِهَاتِ الْوَارِدَةِ فِي الصِّفَاتِ» په فصل کې لیکي چې د خبریه صفاتو د آیاتونو په اړه، درې نظره وجود لري:
1️ـ ځينو د نصوصو پر ظاهر باندې تمسک کړی او تأویل یې ندی کړی، چې مشبهه دي.
2️ـ ځینې په دې باور دي چې د آیاتونه تأویل لري خو مونږ پر هغه باندې نه پوهيږو او ځانونه له تشبیه او تعطیل څخه لرې ساتي او د هغه علم الله ته واګذاره کوي.دا د اکثرو (سلفو )قول دی .
3️ـ بعضی یې لکه څنګه چې د الله ﷻ د ذات وړ دي، تأویل وي یې.
اولیني یې (اخذ په ظاهر او د تشبیهه شول) باطل دی او دوه وروستني موارد یعنی تفویض او تأویل له صحابه و څخه را نقل شوي دي.
له ام المؤمنین ام سلمه (رضی الله عنها) څخه را نقل شوي دي چې له استوا څخه یې وپوښتل: الاستواء معلوم، او کیفیت یې مجهول، او ایمان پر هغه باندې واجب او سوال کول ترې بدعت دی. دا ځواب له امام مالک رحمه الله څخه هم رانقل شوی دی.
بیا امام زرکشی رحمه الله د هغو صحابه کرامو نومونه ذکر کوي چې تأویل یې کاوه:
وَمِمَّنْ نُقِلَ عَنْهُ التَّأْوِيلُ عَلِيٌّ وَابْنُ مَسْعُودٍ وَابْنُ عَبَّاسٍ وَغَيْرُهُمْ
له کومو صحابه کرامو څخه چې تأویل را نقل شوي دی:
علی، ابن مسعود، ابن عباس (رضی الله عنهم) او غیره دي.
📚البرهان في علوم القرآن، زرکشی، ج2، ص78،79.
#تأویل _صفات _اهل _سنت_سلف_او_د_سلفو_مدعیان
اظهار الحق؛
ژباړه او را ټولونه
طارق ابن زیاد
t.me/joinchat/AAAAAFkOhAqFn6ufEYxdFw