څښتنه ستاپۀ لارهکې مونږ ټولتېر تر هرڅۀ ېؤ
که دار وي او انګار وي ورتۀ ټول مونږ امـادۀ ېؤ
دا ستا مـېـنـه خـالـقـه پـر مونږ دومـرې ده غالبه
چې دانگو و اورو تۀ د ځانو پـۀ غـم کـې نـۀ ېؤ
هدف مو ستا رضا ده ربه ﷻ دا زمونږ وئینا ده
دا ستا د دیـن دفاع تۀ مونږ ولاړ پۀ صفا زړۀ ېؤ
څښتنه مـونـږ ټوک ټوک کـړه او پـۀ خپل در مو منظور کړه
نور ستړي او ستومانه مونږ له داغه ژوندانۀ ېؤ
مونږ ټـول د امـارت وګـړي ستا د دین عسکر ېؤ
څښتنه ستاپۀ مرسته بۀکامېاب مونږهمېشۀ ېؤ
*عـابـد ځـلانـد!* دشعر پۀ ژبۀ تل هم داسي وائې
چې ربه ﷻ ټـول قـربـان ستا تـر سپېځلي خوږ نامۀ ېؤ
عابد ځلاند
@abidzaland