رشتنــی لار


Channel's geo and language: not specified, not specified
Category: not specified


السلام علیکم ورحمته الله
ده چینل مینه والو په دا ګروف کی به
تاسو ته ده شکولی معلومات دینی مسایل
او ده پنده ډک حکایات او په زړه پوری نبوی احادیث درتاسو به دره سه وه تاسو زه موژ سره پاته سی ډیر سه به ازده کی او ډیر سه به عملی کی
ستاسو ورور عزیزالله عزیر

Related channels

Channel's geo and language
not specified, not specified
Category
not specified
Statistics
Posts filter


*درود شــریــف مـــه هیــــروی*
*د جــمعـــی مبـــارکــــی ورځ ده*

اَللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ ۞َ و عَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ۞ كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهيمَ ۞ وَ عَلَى آلَ إِبْرَاهِيمَ ۞ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اَللَّهُمَّ بَارِكَ عَلَى مُحَمَّدٍ ۞ وَ عَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ۞ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إبرَاهِيمَ ۞ وَ عَلَى آلِ إِبْرَاهَيمَ ۞ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيد
*موژ ته هم دعا کوی ستاسو ورور*
*حافــــظ عزیزالله عزیراشــــــــنا*


#تور_سپی
#اس.راييل
د ډنمارک مشهورې ورځپاڼې Politiken
د اسرائ.یلو باره کې
دا دلچسپ کارټون نشر کړی دی
او د فلسطین د نیولو په لړ کې یې
هغوی له تور سپي سره تشبیه کړي دي، ډنمارک کې اسرائ.یلي سفير
په دې کارټون سخت قهریدلی،
پړسیدلی او غوسه شوی دی
او ویلي دي چې ورځپاڼه دې
سمدستي معذرت وغواړي
او کارټون دې ختم کړي؛
خو راځئ چې موږ و تاسې دا تور سپی فېسبوک کې دومره خپور کړو چې ان تر یهودو ورسیږي.
#فلسطين
#منقول


دکوچني اختر د رارسیدو په مناسبت دمبارکي پیغام!
دلوی او بښونکي څښتن تعالی په سپیڅلي نامه.
ویاړم چی دروژې مبارکې میاشتې په تیریدو او دکوچني نیکمرغه اختر ( فطر اختر) په رارسیدو سره دافغانستان غم ځپلي او دردیدلي ولس ته دکوچني اختر مبارکي وایم او دالله جل جلاله له دربار څخه غواړم چې داختر خوشالي، د ولس او دخلکو تل پاتې خوشالي شي او زمونږ له هیواد په خاصه توګه له هغو سیمو چیرته چې تل غم، ویر او درد دی دبدبختیولمن ورټوله کړی . باید هیر نکړو چې دلوګر ولایت په پل علم کې زموږ ډیر شمیر بیګناه خلګ او زده کوونکې او په کابل دشت برچی دیرلسمه سیمه کې دښځینه مکتب سید الشهدا په زده کوونکو او دافغانستان ورته سیمو کې چی دطیارو ده بمبار او نوری چاودنو له امله زموږ ډیر شمیر هم وطنان یې په کې راته شهیدان او ټپیان کړل , شهیدان ته د الله دربار څخه فردوس جنت ټپیانو ته عاجله او کامله روغتیا او کورنیو ته ېې دلوی څښتن له دربار څخه جمیل صبر او عظیم اجر غواړم او زه دهغه کورنې غمونه خپل غم بولم او ورسره شریک یم
*ستاسو ورور حافظ عزیزالله عزیراشنا*




د اختر لمونځ نيت اوطريقه
شير يی کړۍ د ثواب په خاطر
مینه والو نشر یی کړئ.مننه
د اختر لمونځ دوه رکعته دى او دا لمونځ واجب دى
لومړى به نيت وکړى
نيت مى کړى د زړه د اخلاصه د کوچنی اختر دوه رکعته لمونځ سره د شپږو تکبيرونو په دى امام پسې ادا کوم خاص خداى لره مخ مى د کعبي شريفى پر لور
الله اکبر
دوهم: به ثناء (سبحنك اللهم ...) تر اخره پوري ووايي.

دريم: به درې واره تكبيرونه ووايي امام په اوچت آواز او مقتديان په ورو(کرار) سره دری تکبيرونه ووايي، په هر تكبير كي به لاسونه غوږو ته پورته كوي او ايله كوي به ئې او د هرو دوو تكبيرو تر مابين به دومره سكوت كوي چي درې تسبيحات پكښي ويل كېدلاى سي.

څلورم: امام به سورة فاتحه او قرائت وائي او ركوع ته به ځي دا ركعت به پوره كړي كله چي دوهم ركعت ته راپورته سي.

پنځم: نو بیا به امام سورة فاتحه او قرائت وايي او بيا درې واره تكبير وايي پر هغه طريقه چي پورته ليكل سوې ده په څلورم تكبير سره به ركوع ته ولاړ سي.
او لمونځ به د نورو لمونځونو په څير ختم کړي.
ــــــــــــ
د اختر لمونځ :

پر چا چې د جمعې لمونځ فرض وي په هغه باندې د اختر لمونځ واجب دی ، د اختر د لمانځه وخت د لمر ختلو څخه د لمر تر زوال پورې دی .

د اخترونو د لمانځه مسائل :

۱- د اخترونو دلمانځه د پاره آذان او اقامت نشته .

۲- په جُمعه کې خطبه د لمانځه نه مخکی ويل کيږي د اختر په لمانځه کې د لمانځه نه ورسته .

۳- که د جُمعی لمونځ قضا شي نو د ماسپښين لمونځ به کوي خو که د اخترونو لمونځ قضا شي څه نشته که ډیر لمونځ کونکی پاتی وي نو ځانته لمونځ کولای شي .

د اخترونود ورځی سنت او مستحب کارونه :

۱- د عيد شپه په عبادت لکه : ذکر ، لمونځ ، تلاوت ، تکبير او تحليل ، دعا او استغفار تيرول لکه څنګه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «من أحيا ليلة الفطر وليلة الأضحى محتسباً، لم يمت قلبه يوم تموت القلوب» (حسنه ابن ماجه ، دارالقطني و طبراني و ضعفه النووي) .
يعنې : څوک چې د کوچني او لوی اختر شپه د ثواب په نيت په عبادت سبا کړي ، د ده زړه به نه مري په هغه ورځ چې د خلکو زړونه مري .

۲- د سبا وروسته او د عيد لمانځه ته له تللو مخکې غسل کول ، د نارينه لپاره خوشبويي وهل، پاکې او ښې جامې اغوستل او د الله تعالی د نعمت ښکاره کول او شکر ايستل .


Video is unavailable for watching
Show in Telegram
داختردلمانځه طریقه اونیت
مولوی عصمت الله نورانـــــی
حتمن یی شیر کی ملګـــــــــرو


Video is unavailable for watching
Show in Telegram
يو نيم مليارد مسلمانان د خپلي قبلي نه دفاع نشي کولاي
قسم په الله چي کوم مسلمان جهاد ؤنکړي د دي يوي خور جواب په قيامت کي ټول مسلمان ملت ورنکړي

اي نړي مسلمانانو د فلسطينانو مرسته وکړي تر سنګ
يي کلک ودريږي کني الله به درنه سخته پوښتنه وکړي

دا خور به هم دی محشرپه ورز ولاړه وی مونږ به هم ولاړوو که دی خوری الله تعالی ته ګیله کوي چی خدای دا سنګه مسلمانان وو چی زه یو خزینه په جیل کی پرته وم او مسلمانانو خپلی مزی کولی اي د نړي مسلمانو نور د غفلت له خوب ويخ شي کني الله تعالی به سخت عذاب راباندي راولي

ليکنه حافظ حقاني دي ويډيو ډير ؤژړه ولم




هَذِهِ اللَّيْلَةِ؛ لِأَنَّهُمْ لَمْ يَشْهَدُوا بِالرُّؤْيَةِ، وَلَا عَلَى شَهَادَةِ غَيْرِهِمْ، وَإِنَّمَا حَكَوْا رُؤْيَةَ غَيْرِهِمْ، وَلَوْ شَهِدُوا أَنَّ قَاضِيَ بَلْدَةِ كَذَا شَهِدَ عِنْدَهُ اثْنَانِ بِرُؤْيَةِ الْهِلَالِ فِي لَيْلَةِ كَذَا وَقَضَى بِشَهَادَتِهِمَا جَازَ لِهَذَا الْقَاضِي أَنْ يَحْكُمَ بِشَهَادَتِهِمَا؛ لِأَنَّ قَضَاءَ الْقَاضِي حُجَّةٌ وَقَدْ شَهِدُوا بِهِ كَذَا فِي فَتْحِ الْقَدِيرِ. (۱/ ۱۹۹) وفی البحر الرائق ج ۲)۲۹۰ ) وفي الفقه الإسلامي وأدلته قال الحنفية: اختلاف المطالع، ورؤية الهلال نهاراً قبل الزوال وبعده غير معتبر، على ظاهر المذهب، وعليه أكثر المشايخ، وعليه الفتوى، فيلزم أهل المشرق برؤية أهل المغرب، إذا ثبت عندهم رؤية أولئك، بطريق موجب، كأن يتحمل اثنان الشهادة، أو يشهدا على حكم القاضي، أو يستفيض الخبر، بخلاف ما إذا أخبر أهل بلدة كذا رأوه؛ لأنه حكاية. (۳/ ۴۰) كذافی فتح القدیرج ۲) ۳۱۳)وفی عمدة الرعاية والعالمُ الثّقة في بلدةٍ لا حاكمَ فيه قائم مقامه. ج۱)۳۰۹) ک


(۹۴۱ ) په پاکستان کې له سعودي سره د اخترجوړول مسئله
بسم الله الرحمن الرحيم
الاستفتاء : السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته مولوی صاحب ! که يو چا په افغا نستا ن کې روژه نيولي وي بيا پا کستا ن ته راشي، يا يې په پا کستا ن کې له سعودي سره روژه نيولي وي ايادغه سړی په پا کستا ن کې له سعودي سره اختر جوړولای سي او که نه ؟ بينوا توجروا!
الفتوی بعون الله تعالی نَحْمَدُهُ وَنُصَلِّیْ وَنُسَلِّمُ عَلی رَسُوْلِهِ الْکَرِيمِ وَعَلی الِه وَاصْحَابِه اَجمعين اما بعد محترمه: په مسئوله صورت کي : )دپاکستان داوسيدونکي له سعودي سره اختر جو ړول نه ده جائزاوروا، که چا له سعودي سره اختر کړی په داسي حال کې چې په پا کستا ن کې روژه وه دغه شخص به د دغي روژي قضاء راوړي ؛ځکه چې دسعودي رؤيت داحنافودمذهب خلاف ده؛ ځکه احناف وايې چې اسمان صفا وي بيا درؤيت هلال شاهدي دجمع غفيرمعتبره ده، اوسعودي په روژه کې يوشاهد اوپه اخترکې دوه شاهدان معتبربولي، اوبل له سعودي سره اخترجوړول به دامام يا قاضي اوياديو ثقه متدين متشرع عالم په امر، حکم، اواعلا ن ددغي محلي،هيواداوبلد وي اودبل هيواد اوبلد رؤيت هلال به قاضي ياثقه عالم تسليمه وي يوازي د راديو په اعلان او داخبارپه خبراختر جوړل نه ده صحيح، حتی که چايوازي پخپله مياشت وليده او اختريې جوړکړی پرده قضاء دروژي واجب ده : . پرمفتی به قول باندي په شوال كي اختلاف دمطالع نه ده معتبرکه په شرق کې مياشت وليدل شوه پرغرب والوباندي اتباع ضروری ده لکن چی غرب والوته يې ثبوت شرعي وشي نه مجردحکاية اواوازه، او ثبوت شرعي په لاندي شيانو کيږي چي هغه به حاکم ته کيږي بيابه حاکم وايې چې اخترده، او مرادله حاکم څخه امام ، قاضی اومحکّم ده: هُوَ إمَّا الْإِمَامُ أَوْ الْقَاضِي أَوْ الْمُحَكَّمُ ردالمحتارج ۵) ۳۵۳ ) ثبوت شرعي په (۱) شهادة (۲) ياشهادةعلی الرؤيت (۳)ياشهادة علی الشهادة (۴)ياشهادة علی قضاء القاضی (۵)يا کتاب القاضي الی القاضي ۶)يااستفاضه.. استفاضه خاص اوازی اوشهرت ته نه ويل کيږي بل متعددجماعات به وايي دلته جماعات چاليدلي دي ديوي راديوخبردلته فيسبوکيان نشرکړي اودراډيوخبره د قاضي يا مستندعلماء منظوري غواړي اوبل موافقت د خپل ښارله مسلمانانوسره هم واجب دي
وفي (رد المحتار)[تَنْبِيهٌ] قَالَ الرَّحْمَتِيُّ: مَعْنَى الِاسْتِفَاضَةِ أَنْ تَأْتِيَ مِنْ تِلْكَ الْبَلْدَةِ جَمَاعَاتٌ مُتَعَدِّدُونَ كُلٌّ مِنْهُمْ يُخْبِرُ عَنْ أَهْلِ تِلْكَ الْبَلْدَةِ أَنَّهُمْ صَامُوا عَنْ رُؤْيَةٍ لَا مُجَرَّدِ الشُّيُوعِ مِنْ غَيْرِ عِلْمٍ بِمَنْ أَشَاعَهُ كَمَا قَدْ تَشِيعُ أَخْبَارٌ يَتَحَدَّثُ سَائِرُ أَهْلِ الْبَلْدَةِ وَلَا يُعْلَمُ مَنْ أَشَاعَهَا (2/ 390) وفي فتاوی رحیمیہ جلد ۷ ریڈیو:شرعی قاضی، یا مستند علماء کرام کی مجلس یا وہ چاندکمیٹی جن کا فیصلہ مسلمان تسلیم کرتے ہوں ، یہ لوگ باقاعدہ شہادت لے کر چاند کا فیصلہ کریں اور اس فیصلہ کو شرعی قاضی یا علماء کی مجلس یا چاند کمیٹی کا صدریا ان کا معتمد نمائندہ بذریعہ ریڈیو نشر کرے اور دوسری جگہ کے علماء کرام اسے منظور رکھیں تو اس پر عمل کرنا درست ہے، عوام کی منظوری کافی نہیں ص ۲۱۹) وفي فتاوى الرملي (سُئِلَ) هَلْ تَجُوزُ الشَّهَادَةُ بِرُؤْيَةِ هِلَالِ رَمَضَانَ اعْتِمَادًا عَلَى الِاسْتِفَاضَةِ؟ (فَأَجَابَ) بِأَنَّهُ لَا يَجُوزُ اعْتِمَادُهَا فِيهَا (2/ 64

لما في الفتاوى الهندية وَإِنْ لَمْ يَكُنْ بِالسَّمَاءِ عِلَّةٌ لَمْ تُقْبَلْ إلَّا شَهَادَةُ جَمْعٍ كَثِيرٍ يَقَعُ الْعِلْمُ بِخَبَرِهِمْ، وَهُوَ مُفَوَّضٌ إلَى رَأْيِ الْإِمَامِ مِنْ غَيْرِ تَقْدِيرٍ هُوَ الصَّحِيحُ كَذَا فِي الِاخْتِيَارِ شَرْحِ الْمُخْتَارِ (۱/ ۱۹۸) کذافي التجريد للقدوري. (۳/ ۱۴۶۷) و المبسوط ج ۳) ص ۱۴۰ ) ولمافي (رد المحتار) (لَوْ صَامَ رَائِي هِلَالِ رَمَضَانَ وَأَكْمَلَ الْعِدَّةَ لَمْ يُفْطِرْ إلَّا مَعَ الْإِمَامِ لِقَوْلِهِ - عَلَيْهِ الصَّلَاةُ وَالسَّلَامُ - «صَوْمُكُمْ يَوْمَ تَصُومُونَ وَفِطْرُكُمْ يَوْمَ تُفْطِرُونَ» رَوَاهُ التِّرْمِذِيُّ وَغَيْرُهُ وَالنَّاسُ لَمْ يُفْطِرُوا فِي مِثْلِ هَذَا الْيَوْمِ فَوَجَبَ أَنْ لَا يُفْطِرَ ۲/ ۳۸۴) وفي النهر الفائق) وفي العيد بالاحتياط ولو أكمل العدة لم يفطر إلا مع الإمام لقوله عليه الصلاة والسلام: (صومكم يوم تصومون وفطركم يوم تفطرون) رواه الترمذي وغيره، والناس لم يفطروا في مثل هذا اليوم فوجب أن لا يفطر (۲/ ۱۲) کذافی البحر الرائق ج ۲) ۲۸۶) وفی الفتاوى الهندية إذَا ثَبَتَ عِنْدَهُمْ رُؤْيَةُ أُولَئِكَ بِطَرِيقٍ مُوجِبٍ حَتَّى لَوْ شَهِدَ جَمَاعَةٌ أَنَّ أَهْلَ بَلْدَةٍ قَدْ رَأَوْا هِلَالَ رَمَضَانَ قَبْلَكُمْ بِيَوْمٍ فَصَامُوا، وَهَذَا الْيَوْمُ ثَلَاثُونَ بِحِسَابِهِمْ، وَلَمْ يَرَ هَؤُلَاءِ الْهِلَالَ لَا يُبَاحُ فِطْرُ غَدٍ، وَلَا يُتْرَكُ التَّرَاوِيحُ فِي


سوال: د ټیغونو سره مي و خولې ته اوبه راغلې روژه مي څنګه ده؟\
ځواب:
که یو سړي په پیشلمي باندي ډېره ډوډۍ خوړلې وي او تر لمر راختلو وروسته ئې له ټیغو سره اوبه راتلې دا روژه نه ماتوي.
(فتاوی رشیدیه: ۳۷۱)
سوال: په روژه کي سر غوړول څنګه دئ؟
ځواب:
د روژې په حالت کي سر غوړل هیڅ پروا نلري.
(شامی بیروت ۳/ ۳۲۷)
سوال: په روژه کي پر سر باندي لوند دسمال ایښوول څنګه دی؟
ځواب:
د روژې په حالت کي کالي لندول، یا پر سر باندي لوند دسمال اچول هیڅ پروا نلري.
( فتاوای دارالعلوم دیوبند ۶/ ۴۰۵/ مفتی اعظم عارف بالله حضرت مولانا مفتی عزیز الرحمن عثمانی/ دارالاشاعت کراچی/ ۲۰۰۲


سوال: که ستوني ته د خولې ناړي یا بلغم راشي روژه څنګه ده؟
ځواب:
که پزه په دومری زورسره سوڼ کړل شي چی بلغم ستونی ته ولاړشي او که همدارنګه که د خولې ناړې و ستونی ته ولاړی شي روژه نه په ماتیږي.
( هندیه ۱/ ۲۰۳)
سوال: که ناړي یو ځل د خولې څخه ووځي او بیرته و خولې ته داخلي شي روژه څنګه ده؟
ځواب:
که له خولې څخه ناړي ووزی خو هغه لا څڅېدلې نه وي او د خولې و خواته و ګرځي او تېری شي روژه نه په ماتیږي.
(قاضی خان ۱/ ۲۰۸)
سوال: په روژه کي مي لږقی وواهه روژه مي څنګه ده؟
ځواب:
که لږقی راووتئ بیا په خپله ستونی ته ولاړشي نو روژه نه په ماتیږي خو که په قصد سره وګرځیدی بیا روژه ماتیږي.
(هندیه ۱/ ۲۰۴)


سوال: د اعتکاف څخه د وتلو افضله وخت کوم یو دی؟
ځواب: عبدالغفار جُبیر
کله چي د رمضان اخري عشره پوره سوه، افضله خبره داده چي کله يې عیدګاه وکړه بیا دي کورته ولاړ سي. البته په شریعت کي چي کله د کوچني اختر میاشت ولیدل سوه اعتکاف پوره سو، خو لومړی صورت یې د افضلیت دی.
(الفقه الاسلامیة والادلته: ۳/ ۱۷۷۳ دارالفکر)


سوال: که چیري معتکف  استمناء بالید (جلق) وکړي، اعتکاف یې څنګه دی؟
ځواب: عبدالغفار جُبیر
د مسنون او واجب اعتکاف لپاره روژه نیول شرط ده، کله چي شرط له منځه ولاړئ مشروط خپله له منځه ځي، داچي په استمناء بالید سره منی خارجیږي او روژه ماتیږي نو اعتکاف هم فاسد سو، که چیري په مسنون او واجب اعتکاف کي روژه په هر شي سره فاسده سوه اعتکاف خپله فاسدی دی، نو یاید معتکف په اعتکاف کي داسي ناوړو کړنو څخه ډډه وکړي.


د اسرائیلي فوځ دا زنګون د مريم عساف په نوم د یوې فلسطینۍ مېرمنې پر څټ نه بلکې د ۵۵ اسلامي هېوادونو د واکمنانو پر عزت او غیرت ګوزار دی، نن که په ټولې اسلامي نړۍ کې يو ضمیر هم ژوندی وي، نو هغه به خامخا د دې زنګون زور پر خپل څټ محسوسويپر ځمکه د مریم عساف دا غورځېدلی څپټې نن د مسلمانانو پر ذلت او بې زړه توب ښکاره دلیل دی د سړک پر سر او پر خپله ځمکه د نوموړې دا ډول بې پردې کول د اسلام د مبارک دین د یو ستر حکم (حجاب) ښکاره بې حرمتي ده که نن همداسې یو مسلمان له یوې غیرې مسلمې انجلۍ سره کړی وای، نو ټولې نړۍ او حتی سیکولر مسلمانانو به هم دا کار غندلی وی او د بشریت ضد جنایت به یې بللی وای په الله درته قسم کوم، چې لوېديځ مسلمانانو ته د بشر په سترګه نه ګوري او نه یې هم د بشري حقوقو حقداران ګڼي اه اه .... د اسلامي امت پر دې حال...


ليکنه : حافظ حقاني




‌‎#عاجل
د سعودي عربستان څخه لومړني معلومات ښه يې چې په تيمر کې مياشت ونه ليدل سول نو اختر به د پنجشنبې په شپه وي.👇

عاجل:

تعذر رؤية هلال شوال في تمير ، والخميس أول أيام عيد الفطر بالسعودية .


Video is unavailable for watching
Show in Telegram
حقیقـــی اختــــــــردچادی
مولوی عصمت الله نورانــی


سوال: په روژه کي د ګرمۍ له کبله غسل کول څنګه دی؟
ځواب:
د ګرمۍ یا تندې له کبله غُسل کول درست دی هیڅ پروا نلري.
(هندیه ۱/ ۲۰۳)
سوال: تر غرغړې وروسته مي ناړي توپ کړې روژه مي څنګه ده؟
ځواب:
کله چي تر غرغړې وروسته یو ځل ناړي توپ کړل شي بیا د ناړو د تیرولو سره روژه نه فاسدیږي.
(هندیه ۱/ ۲۰۳)
سوال: که چیري و ستوني ته خوله (عرق) یا اوښکې داخلي شوې روژه څنګه ده؟
ځواب:
که اوښکي یا د مخ دوه څاڅکي خوله ئې بې اختیاره ستونی ته ولاړه شي روژه نه فاسدیږي.
( هندیه۱/ ۲۰۳)
سوال: په روژه کي د غوږونو خیره ایسته کول څنګه دي؟
ځواب:
د غوږونو د خیرو په ایستلو سره روژه نه ماتیږي.
(مراقی الفلاح: ۳۴۲)


سوال: د جنابت په حالت کي راباندي سهار شو روژه مي څنګه ده؟
ځواب:
د جنابت په حالت کي تر پېشلمي او سپېده چاودو وروسته په غسل کولو روژه نه فاسدیږي.
(درمختارمع الشامی زکریا ۳/ ۳۷۲)
سوال: که چیری سهار په غاښونو کي د نخود په اندازه سره شی پاته وي روژه څنګه ده؟
ځواب:
که د نخود تر مقدار کم خوراک په غاښ کي پاتي شي بیاله خولې څخه تر وتو پرته تېرشی نو روژه نه فاسدیږي. که اضافه وو بیا روژه فاسدوي.
(هندیه ۱/ ۲۰۲)

20 last posts shown.

546

subscribers
Channel statistics