د اسلامی مطالبو ذخیره


Channel's geo and language: not specified, not specified
Category: not specified


https://t.me/eslami_malumat
د اهل سنت والجماعت د منابعو پر بنسټ
هر اړخیزه اسلامي معلومات
https://t.me/ahlisunat_wajamat

Related channels

Channel's geo and language
not specified, not specified
Category
not specified
Statistics
Posts filter


#نبوی_دعاګانې 【۲】


✳️ 2.اللَّهُمَّ رَبَّنَا لَکَ الحَمْدُ أَنْتَ قَیِّمُ السَّمَوَاتِ وَالأَرْضِ، وَلَکَ الحَمْدُ أَنْتَ رَبُّ السَّمَوَاتِ وَالأَرْضِ وَمَنْ فِیهِنَّ، وَلَکَ الحَمْدُ أَنْتَ نُورُ السَّمَوَاتِ وَالأَرْضِ وَمَنْ فِیهِنَّ، أَنْتَ الحَقُّ، وَقَوْلُکَ الحَقُّ، وَوَعْدُکَ الحَقُّ، وَلِقَاؤُکَ الحَقُّ، وَالجَنَّهُ حَقٌّ، وَالنَّارُ حَقٌّ، وَالسَّاعَهُ حَقٌّ.
اللَّهُمَّ لَکَ أَسْلَمْتُ، وَبِکَ آمَنْتُ، وَعَلَیْکَ تَوَکَّلْتُ، وَإِلَیْکَ خَاصَمْتُ، وَبِکَ حَاکَمْتُ، فَاغْفِرْ لِی مَا قَدَّمْتُ وَمَا أَخَّرْتُ، وَأَسْرَرْتُ وَأَعْلَنْتُ، وَمَا أَنْتَ أَعْلَمُ بِهِ مِنِّی، لاَ إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ».

« ای الله! ټولې ستاینې او ثنا تا لره دي، د زمکې آسمان او هغه څه چې د دوي په منځ کې وجود لری قیم (برپا کونکی یې) ته یې، او یواځې ته د حمد او ثنا وړ یې.
د زمکې او آسمانونو او هر هغه څه چې د دوی ترمنځ دي پروردګار ته یې. د زمکې او آسمانونو او هر هغه څه چې د دوي تر منځ دی
رڼا ته یې . ته پر حق (یې) وینا او وعده دې پر حق ده، پخپله پر حق یې. ستا ملاقات حق دی. جنت حق، دوزخ حق او قیامت حق دی.
ای الله! تاته تسلیم شوی یم پر تا مې ایمان راوړی، او پر تا مې توکل کړی، ستا په مرسته مې له دښمنانو سره مبارزه وکړه، او ته مې داور وګرځولې. له خپلو هغو ګناهونو چې آثار یې هلته تمام شوي او له هغو ګناهونو چې آثار یې وروسته له مرګ نه باقی پاتی کیږی (منتشر کیږی)، له پټو او ښکاره ګناهونو مې او هغه څه چې له ما څخه ته پرې دانا تره یې (بښنه غواړم) وبښه. ریښتنی معبود یې پرته له تا څخه بل (معبود) وجود نلری. ».


#هیله_او_ویره

✅قال عمر بن الخطاب -رضي‌الله‌عنه-:

" لو نادى منادٍ من السماء أيها الناس إنكم داخلون الجنة كلكم أجمعون إلا رجلاً واحدًا، لخِفتُ أن أكون هو،
ولو نادى منادٍ أيها الناس إنكم داخلون النار إلا رجلاً واحدًا لرجوت أن أكون هو ".

📚منبع: [ الحلية 1/73 ]

💫ترجمه: سيدنا عمر رضی‌الله‌عنه فرمایی:

که یو منادی (غږ کونکی) له آسمان څخه غږ کړی: چې ای خلکو تاسو ټول جنت ته ځي پرته له یوه کس څخه! زه ډاریږم چې هغه یو کس زه نه یم!
او که یو منادی غږ وکړی: ای خلکو تاسو ټول جهنم ته ځي پرته له یوه تن څخه! زه هیله لرم چې هغه یو کس به زه یم.




د رسول الله ﷺ سل وصیتونه [43]

43 ـ ارشاد او لار ښوونه:

« عَنْ حَكِيمِ بْنِ حِزَامٍ رضی الله عنه عَنِ النَّبِيِّ ﷺ قَالَ: «الْيَدُ الْعُلْيَا خَيْرٌ مِنَ الْيَدِ السُّفْلَى، وَابْدَأْ بِمَنْ تَعُولُ، وَخَيْرُ الصَّدَقَةِ عَنْ ظَهْرِ غِنًى، وَمَنْ يَسْتَعْفِفْ يُعِفَّهُ اللَّهُ، وَمَنْ يَسْتَغْنِ يُغْنِهِ اللَّهُ»

« حكيم بن حزام رضی الله عنه وایی : نبي اكرم ﷺ وفرمایل :« وچت لاس (صدقه ورکوونکی) له ټیټ (صدقه اخیستونکي) لاس څخه غوره دی. صدقه لومړی له هغو کسانو څخه پیل کړی چې د تاسو د تکفیل لاندې دی. او غوره صدقه هغه ده چې (صدقه ورکونکی) د بی نیازی له مخې هغه (صدقه) ورکړی. (یعنې داسې صدقه ورکړی چې په خپله محتاج نسی) . هر څوک چې له غوښتنې لریوالی وغواړي الله ﷻ هم دی له هغه نه لرې کوی؛ او هرڅوک چې د بی نیازی اظهار وکړی،الله ﷻ هم هغه بی نیازه کوی».
متفق علیه


هره ورځ یو آیت ......‼

يُبَشِّرُهُمْ رَبُّهُم بِرَحْمَةٍ مِّنْهُ وَرِضْوٰنٍ وَجَنّٰتٍ لَّهُمْ فِيهَا نَعِيمٌ مُّقِيمٌ

د هغو رب د خپل رحمت او خوښۍ او داسي جنتونو زيرى وركوي چي هلته د هغو لپاره د ابدي ژوندانه وسايل دي؛
[سُوۡرَةُ التّوبَة : 21]


💀 دواعشی او نجدی خـــوارج 😱

🔺وګورئ چې حضرت رسول الله ﷺ څرنګه له راتلونکی څخه خبر راکوي، او د د دغو افراطی ډلو د ظهور په اړه راته وایی :
🌹د حدیث متن : عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ رضی الله عنه : أَنَّهُ قَالَ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ ﷺ يَقُولُ:
«يَخْرُجُ فِيكُمْ قَوْمٌ تَحْقِرُونَ صَلاتَكُمْ مَعَ صَلاتِهِمْ، وَصِيَامَكُمْ مَعَ صِيَامِهِمْ، وَعَمَلَكُمْ مَعَ عَمَلِهِمْ، وَيَقْرَءُونَ الْقُرْآنَ لا يُجَاوِزُ حَنَاجِرَهُمْ، يَمْرُقُونَ مِنَ الدِّينِ كَمَا يَمْرُقُ السَّهْمُ مِنَ الرَّمِيَّةِ، يَنْظُرُ فِي النَّصْلِ فَلا يَرَى شَيْئًا، وَيَنْظُرُ فِي الْقِدْحِ فَلا يَرَى شَيْئًا، وَيَنْظُرُ فِي الرِّيشِ فَلا يَرَى شَيْئًا، وَ يَتَمَارَى فِي الْفُوقِ».

✒️: حضرت ابو سعيد خدري رضی الله عنه وایی: چې وا مې وریدل چې رسول الله ﷺ وفرمایل:« داسې ډله به د تاسې په منځ کې ظهور وکړی چې خپل لمنځونه به د هغوی د لمنځونو پر وړاندې او روژه به مو د هغوي د روژې پر وړاندې، او اعمال به مو د هغوي د اعمالو پر وړاندې حقیر ګڼی. هغوي قران تلاوت وي خو قرآن به یې له حنجرو څخه کښته نه تیریږی او له دین څخه خارجیږی لکه څنګه چې غشی له لينده څخه بهر کیږی.»
📚(صحیح بخارى: ح505)

دقيقاً د اوسنیو نجدی داعیشیانو اوصاف دي چې د عالمانو جامه یې پر تن کړې په داسې حال کې چې له علم څخه هیڅ هم په ځان کې نلری؛ خو پر مسلمانانو باندې د کفر شرک او... ټاپې،فتواګانې او حکمونه ورکوي، او د الله تبارک وتعالی حلال حرام بلی او په خورا شدت او جزم سره له خپلو بدعتی افکارو څخه دفاع کوي؛ د خوارجو له نورو صفاتو څخه د هغوی ګونګوالی او ړوند توب دی، دوي ظاهری سترګې او غوږونه لری خو کله چې اسنادو اوتفاسیروته ورسیږی، دلته ړانده او کاڼه ګرځی. دغه مارقه او فتنه ګره ډله نه یواځې عام مسلمانان بلکې د دین ایمه هم تکفير وي. حال دا چې ائیمه رَحِمَهُ الله له صحابه کرامو رَضِیَ اللهُ عَنهُمْ څخه رانقل وی چې رسول الله ﷺ وفرمایل:
🍃 «أهل لا إله إلا الله، لا تكفروهم بذنب، ولا تشهدوا عليهم بشرك»

🌹 د لا اله الا الله ویونکی د ګناه په خاطر مه تکفير وی او د هغه پر شرک باندې شهادت مه ورکوی.
خو نن مونږ د دې شاهدانو یو چې د عصر خوارج چې د عصر د استکبار (امریکا او صهیونیزم) پر تجهیزاتو سمبال دي در ګرده د مسلمانانو پر وژلو او تکفیرولو مشغول دي، نه یواځې دا چې له مسلمانانو سره د کفارو پر وړاندې کومه مرسته نکوي بلکې په واهی او بی معنا ادله و سره مسلمانان تکفير وي. او په نتیجه کې د هغوي ځان مال وینه ناموس او... ځان ته حلال ګڼی.
📚 منابع
المعجم الأوسط، سليمان بن أحمد الطبراني(5/95/4775)
حلية الأولياء وطبقات الأصفياء، ابونعیم اصفهانی(3/73)
جامع الأحاديث، سیوطی(11/139/10425)

https://t.me/eslami_malumat


اسلام او سکولریزم........ ‼
دین او سیاست
سیاست د اسلام یو لا ینفک جز دی!!
❇️ هغه څوک چې سياست له اسلام څخه جلا وګڼي؛د رسول الله په دین باندې کافر شوی دی.
✅ د رسول الله ﷺ ټولې برنامې که هغه هجرت دی که دعوت نامې او .... وې ټولې سیاسې وې.
✅ رسول الله ﷺ یواځې د جومات د ګنج مرشد او مربی نه و .
✅ او نه یې پیغام داسې ؤ چې یواځې او یواځې دې له جومات سره سروکار ولری؛ بلکې د بشریت نړي ته یې یو عام و تام شامل او کامل نظام را وړی و .
✅ د رسول الله ﷺ رسالت هم جهاد هم عبادت او هم حکومت ؤ هم تجارت او اقتصاد؛ په سیاست کې رئیس مدیر او مدبر، په محکمه کې عادل او حکیم قاضی، په جګړه کې زړه ور او شجاع امیر او د تجارت په ډګر کې یو ماهره تاجر او اقتصاد پوه و .
✳️ نو هغه کسان چې په خپل ناسمې پوهې سره چې له اسلام نه یې لری او دغه الهی دین یواځې او یواځې جومات او فردی امورو لکه د ذکر او فکر خلاصه کوي.
آیا د رسول الله ﷺ له سيرة او موقف سره په تضاد کې ندی؟؟؟؟

🌺ادامه لري ان شاءالله.....
•┈┈••✾•⚜🕌⚜•✾••┈┈•

https://t.me/eslami_malumat


❌یوه ډیره مهمه نکته ❌

په مسلمان نشینه هیوادونو کې طاغوتی حکومتونه، له هغو طواغتو څخه چې په غیر اسلامی هیوادونو کې مستقر دي په مراتبو خطرناک تره او ضرر رسونکي دی.
💢په دې خاطر دوي له هغه نفاق سره چې لري یې د مسلمانانو په ديپلوماسۍ او د سلاطینو د وعاظو په مرستې سره د بشری حکومت کفریات په لاره اچوي او د مسلمانانو په صفونو کې اختلاف پیداکوي او نهاتیا د مسلمانانو یو شمیر عوام او ځوانان د خپلې ناپوهي او عدم پوهې په دلیل سره د سکولرانو او د لیبرالانو په خبرو خطا او د هغوی مجزوب ګرځوی ته به وایی چې د دوي شیطانی شعارونه جازبه لری.

⛄په دې چې دوي یو نوی تعریف له تحریف شوی اسلام څخه کوی چې یو مخلوط دی له فردی اسلام او د بشری ليبرال او سکولار حکومت څخه؛ چې دا بیا حد اقل د نیم اسلام د تعطیل او په نړیوال سیاست کې د کفارو د تقوي باعث کیږی

نو د پورته دلایلو پر بنسټ سره په اسلامی بلادونو کې د منافقینو نفوذ؛ چې هم هاغه طاغوتو حکام دی، د غیر مسلمان نیشنو هیوادونو له طواغیتو څخه خطرناک تره دي.

🌺ادامه لري ان شاءالله.....
•┈┈••✾•⚜🕌⚜•✾••┈┈•

https://t.me/eslami_malumat


سل نبوی دعا ګانې ...... ‼
【۱】



✳️ 1.عَنْ أَنَسٍ رضی الله عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلی الله علیه وسلم: «إِذَا دَعَا أَحَدُکُمْ فَلْیَعْزِمِ المَسْأَلَهَ، وَلاَ یَقُولَنَّ: اللَّهُمَّ إِنْ شِئْتَ فَأَعْطِنِی، فَإِنَّهُ لاَ مُسْتَکْرِهَ لَهُ».

أنس رَضِیَ اللهُ عَنهُ فرمایی: رسول الله ﷺ وفرمایل: « هر کله چې یو له تاسو څخه دعا کوي، په دعا کې باید په خپل درخواست کې جدی او مُصِر اووسي او نباید ووایی: یا الله! که د وغوښتل ماته یې راکړه، ځکه هیڅوک نشی کولای چې اللهﷻ ـ په یوه کار سره ـ مجبوره کړی »؛( ځکه دا یو ډول بی ادبی ده؛ ګواکې بنده د دارنګه یوه عبارت په ویلو سره وایی: که غواړی (خوښه دي وي) ماته یې راکړه؛ او که نه وي، زما لپاره مهم نده!)


رسنۍ د فکرونو د استعمار وسایل ....؛ ‼

🔶 د زورورو په لاسونو کې رسنۍ، په خپل ذات کې یواځې هغه وسیلې دي چې د وینو له سور والی څخه به درته د سرو لاله و ښکلی د نقاشی منظر او د اور د ژيړو لمبو به درته ښایسته ژیړ مازديګري جوړ کړی .
په بل عبارت سره؛ د قدرتمندو د ټولو ګنده کاریو د پاکوالی رومال او دستمال دی.
البته کولای شی په سلګونو احمقان د دغې وسیلې په ذریعه د جهل په لمنه کې و روزي، ترڅو لکه د میږو غوندې په انسانی قیافه کې له څارویو سره هیڅ توپیر ونلری .

🔶 د خلکو اکثریت برخه! دا خوښوي چې څه یې په ګټه وي پر هغه باندې باور وکړی.


•┈┈••✾•⚜🕌⚜•✾••┈┈•


#دجهنم_حقیقت

✅ﻗﺎﻝ ﻋﻤﺮﻭ ﺑﻦ ﺍﻟﻌﺎﺹ - رحمه الله:

" ﻟﻮ ﻳﻌﻠﻢُ أحدكم ﺣﻘﻴﻘﺔَ جهنم لصَرﺥَ ﻣﻨﻬﺎ ﺣﺘﻰ ﻳﻨﻘﻄﻊَ ﺻﻮﺗﻪ، ﻭ لصلَّى ﺣﺘﻰ ﻳﻨﻜﺴﺮَ ﺻُﻠﺒﻪ! ".

📚منبع: [ ﺍﻟﺰﻫﺪ ﻻﺑﻦ ﺍﻟﻤﺒﺎﺭﻙ ٣٥٦/١ ]

💫ترجمه: که له تاسو څخه څوک د جهنم په حقیقت پوهیدلی، د هغه له ویرې یې داسې فریاد کاوه تر دې چې غږ یې قطع شوی وای، او تر دې حد یې لمونځ ادا کاوه تر دې چې د ملا [هډوکي ] یې [لکه د اوړو نرم کیده] او ماتیدل.


د رسول الله ﷺ سل وصیتونه [42]

42-.د ایمان مظاهر:

« عَنْ عَدِيِّ بْنِ حَاتِمٍ رضی الله عنه قَاْلَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ : ﷺاتَّقُوا النَّارَ وَلَوْ بِشِقَّةِ تَمْرَةٍ، فَمَنْ لَمْ يَجِدْ شِقَّةَ تَمْرَةٍ فَبِكَلِمَةٍ طَيِّبَةٍ. »

« له حاتم بن عدی رضی الله عنه نه روایت دی چې : رسول الله ﷺ وفرمایل :« ځانونه د دوزخ له اور څخه لرې وساتي اګرکه د نیمې خرما په صدقه ورکولو سره وي؛ او که دا هم د تاسې په توان کې نه وه، په ښې خبرې ( او ښه خلق) سره ځانونو ته د دوزخ له اور څخه نجات ورکړئ».


- [متفق عليه: 3351 ، 1695]


هره ورځ یو آیت .......‼

يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوٓا أَطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُۥ وَلَا تَوَلَّوْا عَنْهُ وَأَنتُمْ تَسْمَعُونَ

اې مؤمنانو! د الله او د هغه د پېغمبر اطاعت وکړئ او د حكم له اورېدلو څخه وروسته غاړه مه غړوئ.

[سُوۡرَةُ الاٴنفَال : 20]


هغه صفات او مشخصات چې په ننیو داعیشی خوارجو کې موجود دي؛


د رسول الله ﷺ د صحیحو احادیثو له نظره د خوارجو کلی صفات عبارت دی له:

قال رسول الله ﷺ :

يَأْتِي فِي آخِرِ الزَّمَانِ قَوْمٌ:

«په آخر زمان که به داسې یو قوم راشی:»

1- حُدَثَاءُ الأَسْنَانِ؛

« (چې) ځوانکی او کم عمره دي »

2-سُفَهَاءُ الأَحْلاَمِ:
« بی حکمت دي »
3- يَقُولُونَ مِنْ خَيْرِ قَوْلِ البَرِيَّةِ؛

« د رسول الله ﷺ غوره او بهترینې خبرې را نقل وي........؛ »
4-يَقْرَءُونَ الْقُرْآنَ لَا يُجَاوِزُ حَنَاجِرَهُمْ

«د قرآن تلاوت به کوی خو له مربيو به
یې نه کښته کیږی. »

5-يَقْتُلُونَ أَهْلَ الإِسْلاَمِ
« د مسلمانانو په وژلو پسې دي»

6-وَيَدَعُونَ أَهْلَ الأَوْثَانِ

« بت پرستان پریږدي »

7-يَخْرُجُونَ عَلَى حِينِ فُرْقَةٍ مِنَ النَّاسِ

«د مسلمانانو دداختلاف په وخت کې زياتره ظهور کوی او اختلافات ډیر وي.»

8-تَحْقِرُونَ صَلاَتَكُمْ مَعَ صَلاَتِهِمْ وَصِيَامَكُمْ مَعَ صِيَامِهِمْ وَعَمَلَكُمْ مَعَ عَمَلِهِمْ
«او عبادت کې ډیر هڅاند دي او خلک هم خپل عبادت د هغو پر وړاندې کم ګڼی.»

9-يَتَعَمَّقُونَ فِي الدِّينِ حَتَّى يَخْرُجُوا مِنْهُ

«د دین په جزیاتو کې ډیر تعمق او سختګیری کوی.»

10-يَخْرُجُونَ عَلَى خَيْرِ فِرْقَةٍ مِنَ النَّاسِ
«همیشه له بهترین قشر د خلکو يعنې له علماؤ سره اخته او درګیره دی.»
11- يَدْعُونَ إِلَى كِتَابِ اللَّهِ وَلَيْسُوا مِنْهُ فِى شَىْءٍ
«اصلی شعار یې خلک د قرآن لور ته بلل دي
خو له هغه (قرآن) سره ډیره فاصله لری.»

12-انْطَلَقُوا إِلَى آيَاتٍ نَزَلَتْ فِي الكُفَّارِ، فَجَعَلُوهَا عَلَى المُؤْمِنِينَ.
«کوم آیاتونه چې د کفارو اړوند دي هغه پر مسلمانانو تطبیق وی»

13-كُلَّمَا خَرَجَ قَرْنٌ قُطِعَ أَكْثَرَ مِنْ عِشْرِينَ مَرَّةً

«هرځلی چې قوت مومی دوباره ضعيف کیږی او له شل ځلی څخه ډیر دغه کار ته ادامه ورکوی»

14-يَقْبِضُ العِلْمَ بِقَبْضِ العُلَمَاءِ، حَتَّى إِذَا لَمْ يُبْقِ عَالِمًا اتَّخَذَ النَّاسُ رُءُوسًا جُهَّالًا

«او اکثره دینی علوم یې له ځان زده کړی؛ او له کوم عالم څخه یې ندی زده کړی ....»

15-فَسُئِلُوا فَأَفْتَوْا بِغَيْرِ عِلْمٍ فَضَلُّوا وَأَضَلُّوا

«کله چې ترې وپوښتل شی فتوا ورکوي
پرته له علم څخه .... »

16-يُحَدِّثُونَكُمْ مَا لَمْ تَسْمَعُوا أَنْتُمْ، وَلَا آبَاؤُكُمْ

«داسې خبرې به کوي چې دینداره عادی خلکو وړاندې له دې څخه ندی اوریدلی او له خپلو علماؤ څخه یې ندی زده کړی؛ او لذا فکر کوی چې د دین مجدد دوي دی او خلک په ګمراهي کې دي»
[رواه البخاری (ش3344 او 100او 3610
او3611و5058؛او ج9ص16) / مسلم (ج2ص741؛ ج1ص12) / ابن ابي عاصم، السنه (ش930) / (ابوداود (ش4765) / ابن ماجه (ش174)]


🌈‍ اسلام او سکولاریزم

د اسلام او سکولریزم په اړه د استاد راشید غنوشی رایه او نظر.

🔴سکولاریزم له خپل تازه او نوي تعریف سره یې د هر هغه څه جنګ او مقابلې ته چې هغه " مقدس " ګڼل کیږی ورځي او په دنیا کې هیڅ شی مقدس نه ګڼی او هر اجتماعی او اخلاقی فعالیتونه له تقدس څخه خالی او لرې بلی او واړه هغه څه چې په دې جهان کې دي د آلاتو او اوزارو د مجموعې په مثابه یې فرض کوي.
🔻 دلته دی چې بیا ځان په محض داروینی جهان کې ګورو؛ او یواځې څه چې ارزښت مند توب او اعتبار لري، قوت مصلحت او لذت دی، او هر بل څه بیا هله ارزښت پیدا کوي چې له دغو څیزونو سره نسبت ولري؛ په داسې یوه فضا کې بیا یواځې دین اخلاق، عدالت او خدای له منځه نځی؛ بلکې انسان هم نابوده کیږی. دلته دی چې بیا سیکولریزم په هغه څه باندې بدليږي چې محسن المیلی یې په اړه ویلی دي :«د انسان د مرګ فلسفه - هغه فلسفه چې د انسان انسانیت نابود وی او له منځه یې وړی».

✅ له سکولریزم نه دغه تعریف پرته له شک نه
چې د افراطی او فلسفی سکولریزم ممثل دی، او په نړی کې نن ورځ د هیوادونو ترمنځ سیاسی او اقتصادی مناسبات پر دغه باندې استوار شوی دی، د سیاست اقتصاد او هنر دنیایې سخته متأثره کړې ده؛ نه یواځې دا چې د اسلام مخالف دی بلکې د زمکې پر مخ د ټولو ادیانو مخالف دی، او علاوه له دې نه د هرې اخلاقی او ارزشی منظومی په تضاد کې قرار لري. مسلما له سکولاریزم نه دا قرائت، د انسانی اجتماعی او تربیتي روابطو لپاره یو ستر او جدی تهديد ګڼل کیږی، لکه څرنګه چې د زمکې د کرې پرمخ د انسان د سرنوشت لپاره تهديد شمیرل کیږی. .

📗 اسلام او سکولاریسم
لیکوال : راشد غنوشی

🌺ادامه لري ان شاءالله.....
•┈┈••✾•⚜🕌⚜•✾••┈┈•

https://t.me/eslami_malumat


داعیش خوارج ......

د رسول الله ﷺ په وړاند ویینه کې .......!

💠رسول الله ﷺ زمونږ له وخت او حاله راته وایی: د تکفير فتنه او د هغو نا اهل جاهلانو له لوری چې ځانونه د قرآن او سنت والا هم بولی د مسلمانانو متهم ول په کفر او شرک سره)‼️


📌 قالَ رَسُولُ اللهِﷺ:

"إن مَا أَتَخَوَّفُ عَلَيْكُمْ رَجُلٌ قَرَأَ الْقُرْآنَ حَتَّى إِذَا رُئِيَتْ بَهْجَتُهُ عَلَيْهِ وَكَانَ رِدئًا لِلْإِسْلَام , ِ غَيَّرَهُ إِلَى مَا شَاءَ اللَّهُ فَانْسَلَخَ مِنْهُ وَنَبَذَهُ وَرَاءَ ظَهْرِهِ وَسَعَى عَلَى جَارِهِ بِالسَّيْفِ وَرَمَاهُ بِالشِّرْكِ قَالَ قُلْتُ يَا نَبِيَّ اللَّهِ أَيُّهُمَا أَوْلَى بِالشِّرْكِ الْمَرْمِيُّ أَمِ الرَّامِي قَالَ بل الرامي"


✍️ رسول الله ﷺ فرمایي :
په ریښتیا سره کوم څه چې ما هرڅه نه ډیر ویروی ، هغه څوک دی چې دقرآنکریم په لوستلو او مدارسه باندې مشغولیږی. تر دې چې دقرآنکریم ځلا او نور یې په څیره کې را ښکاره شوی او داسلام مرستندیو او حامی کیږی. او بیا اسلام او دهغه مفاهم ترهغه پورې چې د اللهﷻ اراده پر هغه باندې وی ,په خپل فهم ،درک او تأویلاتو سر ه بدلوي. وروسته له هغه نه حقیقی او صحیح اسلام نه جلا او منحریفه کیږی او صحیح اسلام شاته کوي, او خپل ګاونډیان دخپلې تورې تر برید او حملې لاندې را ولی او هغه په شرک سره متهم ووی
- راوی فرمایی : - ومې ویل ای د اللهﷻ رسوله ! له هغو دواړو څخه کوم یو یې (په مشرکوالی ) سره مستحق تره دی ؟( تهمت کوونکی او قرآن خوانه شخص، یا هغه ګاونډی چې تهمت پرې لږیدلی دی ؟)
رسول الله ﷺ وفرمایل : تهمت کوونکی شخص ( یعنی د قرآن لوستونکی شخص ).

📚منابع:صحیح ابن حبان 81
مسند البزار ۱۷۵. حسنه الهیثمی فی مجمع الزوائد. و أورده ابن كثير في تفسيره ٣ / ٥٠٩ و قال : إسناده جيد. و حسنه الألباني و الأرناؤوط.

آیا د دغې زماني جاهلان چې د قرآن او سنت دعوا داران دی او دقرآن تلاوت هم کووی ځان ته دقرآن او سنت عاملين هم وایی خـــو مسلمانان مشرکان بلی ډیره دښمني یې دکفر په نسبت له خپل مسلمان ورو او ګاونډي سره ترهر بل چا زیاته ده او... د رسول الله ﷺ د دغه حديث مسداق نه دی .

اوسنی دواعیش او پرونی خوارج کوم توپیر لری ؛ ړعیشی خوارج هم ځانونه اهل قرآن او اهل حدیث ګڼي ځانونه د قرآن اصلی نافذین بلی خو په مقابل کې مسلمانان تکفير وي او له کفارو سره دوستی پالي.

🌺ادامه لري ان شاءالله.....
•┈┈••✾•⚜🕌⚜•✾••┈┈•


اسلام او سکولاریزم

♻️ هغه افراد چې د اسلام له دین څخه هر اړخیزه معلومات او درک لري، په دې امر باندې پوره باور او یقین لري چې د اسلام سپیڅلی دین له سیاست سره نه پرې کیدونکي روابط لري. حتی چې غیر اسلامي علما او پوهان هم په دې باندې اعتراف کوي.د اسلامي اعتقاداتو پر بنسټ سره مطلق حاکمیت د الله تبارک وتعالی دی او د دغه حاکمیت اعمال د زمکې پر مخ خپلو صالحو بندګانو ته ورکړل شوی دی. دا په دې معنا سره دی چې د بشر د ژوندانه په هر برخه کې دین حضور او شتون لری.
❎ خو سکولاریزم او د دغې نظریې مبلغین او حامیان، خپل ټول کوشش او تلاش په دې لاره کې مصرف وي ترڅو دین له سیاسی اواجتماعی صحنو څخه حذف کړی او هغه فردی او عبادی ژوندانه ته؛ په اصطلاح د جومات او هادرې کونج ته منتقیل کړي؛ او بالاخره د قانون جوړونې او قانون ګذاري حاکمیت له دین څخه حذف او غیر الله يعنې بشر ته واگذار کړي .
✅ په داسې حال کې چې د اسلامی حکم،« کتاب الله او سنت نبوی » پر بنسټ سره مطلق حاکمیت د الله تبارک وتعالی دی. او هغه ﷻ د دینی حاکمیت د مشروعيت منشاء دی، او اسلامی سیاست د آسامانی قوانینو او د نبوی سنتو پر مبنی باندې استوار دی. نو بنا پر دې د اسلام سپيڅلی دین د بشری ژوندانه په هره برخه کې که هغه ټولنيز أمور دی که سیاسی دی که اخلاقی او... دي په هغو کې تام او ستقیم دخالت لری، عقل او علم د اسلامی هدایاتو تررسیورې لاندې، د ټولنې سیاسی او اقتصادی مناسبات سره تنظیم وی.
•┈┈••✾•⚜🕌⚜•✾••┈┈•


#له_آخرت_څخه_ویره او ډار

✅‏قالَ الإمَام ابنُ الجَوزي - رَحمه الله -

جلستُ يومًا فرأيتُ حَولي أكثرَ مِن عشرةِ آلافٍ، مَا فِيهم إلَّا مَن قَد رقَّ قلبُه، أوْ دَمعتْ عينُه، فقلتُ لنَفسي: كيفَ بكَ إنْ نَجوْ وهلكتَ ؟!

📚منبع: [ صيدُ الخَاطر: ص249 ]

ترجمه: یوه ورځ ناست وم، ومې لیدل چې زما خواو شا له لس زرو کسانو څخه زیات کسان [ زما د درس او وعض د اوریدو لپاره ]، را جمع شوی وو، د هر یوه له هغوی څخه زړونه یې نرم او اوښکې یې روانې وې، په زړه کې مې وویل: ته به په څه حال کې یې کله چې هغوي نجات پیدا کړی او ته هلاک او نابود شی؟!

[او وې فرمایل: ای الله! که د قیامت پر ورځ دې زه په جهنم کې واچولم، هیڅکله هغوي زما له عذاب څخه مه خبر وه تر څو چې ونه وایي: هغه څوک چې زمونږ د لار ښونې او نجات لامل ګرځيدلي و، اوس پخپله په عذاب کې اخته دی 😭]


د رسول الله ﷺ سل وصیتونه [41]

41-.د اولادونو تر منځ عدالت کول:


« عَنْ النُّعْمَانِ بْنِ بَشِيرٍ رضی الله عنه قَالَ: تَصَدَّقَ عَلَيَّ أَبِي بِبَعْضِ مَالِهِ فَقَالَتْ أُمِّي عَمْرَةُ بِنْتُ رَوَاحَةَ: لاَ أَرْضَى حَتَّى تُشْهِدَ رَسُولَ اللَّهِ ﷺ، فَانْطَلَقَ أَبِي إِلَى النَّبِيِّ ﷺ لِيُشْهِدَهُ عَلَى صَدَقَتِي، فَقَالَ لَهُ رَسُولُ اللَّهِ ﷺأَفَعَلْتَ هَذَا بِوَلَدِكَ كُلِّهِمْ»؟ قَالَ: لاَ، قَالَ: «اتَّقُوا اللَّهَ وَاعْدِلُوا فِي أَوْلاَدِكُمْ». فَرَجَعَ أَبِي، فَرَدَّ تِلْكَ الصَّدَقَةَ»
« نعمان بن بشیر رضی الله عنه وایی : پلار مې د خپل مال یوه برخه ما ته وبښله. مور مې عمره د روحه لور؛ وویل: تر څو چې رسول الله ﷺ گواه ونه نیسې، زه به راضی نشم. پلار مې رسول الله ﷺ ته ورغی ترڅو آنحضرت ﷺ پر دغې هدیه باندې ګواه ونیسي رسول الله ﷺ وفرمایل:« آیا نورو اولادونو ته دې هم داسې هدیه ورکړې؟ »وې ویل: نه. وې فرمایل: « له الله څخه ووېرېږي د اولادونو ترمنځ مو په عدالت سره رفتار وکړي» . نعمان وایی: هغه وخت، پلار مې را وګرځېده او هدیه یې بیرته واخیستله. »

متفق علیه


هره ورځ یو آیت ....



وَمَا الْحَيٰوةُ الدُّنْيَآ إِلَّا لَعِبٌ وَلَهْوٌ ۖ وَلَلدَّارُ الْءَاخِرَةُ خَيْرٌ لِّلَّذِينَ يَتَّقُونَ ۗ أَفَلَا تَعْقِلُونَ

د دنيا ژوند خو يوه لوبه او يوه ننداره ده. په حقيقت کښي هماغه د اخرت مېنه د هغو خلكو لپاره ډېره ښه ده چي غواړي له زيانكارۍ وژغورل شي. نو ايا تاسي له پوهي څخه كار نه اخلئ؟

[سُوۡرَةُ الاٴنعَام : 32]

20 last posts shown.

345

subscribers
Channel statistics