د امام ابوحنیفه رحمه الله د زغم یوه واقعه
ناشر . عبدالسلام حنفي
امام ابوحنیفه رحمه الله یوه ورځ د ماسپشین له لمانځه څخه وروسته کور ته لاړی په بالاخانه کي په بستره باندی د ارام کولو لپاره پریوتې. چی په دې وخت کي دروازه چا وټکوله
نو تاسو سوچ وکړي چي یو سړی ټوله شپه په وښه تیره کړي او ټوله ورځ مصروف وي. او بیا په داسي وخت کي یو کس درته راشي څومره یې سړی بد ګڼي. خو امام ابوحنیفه رحمه الله ورغلی دروازه یی ورته خلاصه کړله چې یو سړی ولاړ دی امام صاحب د راتګ پوښتنه تري وکړله هغه ورته وویل چي د یوې مسئلي پوښتني لپاره راغلي وم .وګوره امام صاحب د مسائلو د ښودلو لپاره ناست وو. هلته د مسئلي پوښتلو لپاره رانغلی او اوس بي وخته راغی لیکن امام ابوحنیفه رحمه الله هیڅ هم ورته ونه ویل. بلکي ورته وویل وایه څه مسئله ده؟ هغه کس ورته وویل چي هغه مسئله زما څخه هیره شوله . امام صاحب ورته وویل ښه وروره هر وخت چي مسئله درته یاد شوله بیا راشه . امام صاحب بیرته خپل ځاي ته ولاړی او سملاستي نو فوراً بیا دروازه وټکول شوه . امام صاحب بیا ورته راغلی که ګورې چي هغه سړی بیا ولاړ دی. امام صاحب ورته وایی څه خبره ده ؟ هغه ورته وویل هغه مسئله ماته یاد شوی وه لیکن اوس بیا دلته رانه هیره شوه .که اوس یو عام سړی وی نو اوس به یی څه حال وی خو امام صاحب خپل نفس ختم کړی او ورته وویل چې درته یاد شوه بیا به راشي. اوامام صاحب بیا هم ولاړی په خپل بستر سملاستي. نو فوراً بیا دروازه وټکیده بیا امام صاحب راغلی دروازه یی خلاصه کړله چې ګوري هغه سړی بیا ولاړ دی. امام صاحب ورته وویل څه مسئله ده ؟ هغه سړی وویل مسئله رایاد شوه هغه داده چې د انسان نجاست (بولې) خوږې وی او که ترخې؟ العیاذ بالله دا هم څه مسئله ده
که اوس یو بل سړی وی هغه داسی تنګ شوی وی نو د دې سواله نه پس به د هغه صبر تمام شوی وی. لیکن امام صاحب ورته په اطمینان سره جواب ورکړ. چې کله د انسان بولې تازه وي نو په هغه وخت کې خوږوالې لري او کله چې ورباندي وخت تیر شي بیا ترخي شي. بیا هغه سړی وویل تا د دې خوند کتلي دي. امام ابوحنیفه رحمه الله ورته وفرمایل د هر شي علم په څکلو سره نه معلومیږی. بلکي بعضي وخت د ډیرو شیانو علم په عقل سره معلومیږي. او د عقل نه دا معلومیږی چې کله د انسان بولي تازه وی نو مچان ډیر پري کیني نو ممکن خوږي وي او کله چې وخت پري تیر شي بیا مچان نه پري کیني نو ممکن ترخي وي،
کله چې امام صاحب دا جواب ورکړی نو هغه کس ورته وویل ما ته معافی وکړه ما ته ډیر تنګ کړلې لیکن نن تاسو وګټله امام صاحب وویل څه مطلب ؟ هغه کس ورته وویل چې زما یو دوست سره بحث وو، ما ورته ویل چې سفیان ثوري رحمه الله په ټولو برزګانو او علماؤ کي صابر او نه غصه کیدونکي بزرګ دي او زما دوست ویل چې نه امام ابوحنیفه رحمه الله په ټولو کی صابر او نه غصه کیدونکي دي، او موږ دواړو په مینځ کې په دې خبره بحث وو. او موږ د معلومولو لپاره دا طریقه اختیاره کړه چې د آرام په وخت کي دوه یا دري ځلي تاسو د خوب له بستر څخه راپورته کړم. او بیا درنه داسی بیهوده سوال وکړم او وګورم چې تاسو غصه کیږی که نه ؟ ما ویل که چیرته تاسو غصه شوی نو ما وګټله او که غوصه نه شوي نو تاسو وګټله لیکن نن تاسو وګټله او خبره داده چې ما د ځمکي په مخ داسي صابر انسان نه دي لیدلي.اصلاحی خطبات تقی عثمانی ،جلد ۱ صفحه ۳۸۴ مکتبة الحرم