حضرت الرحمن رحمانی


Channel's geo and language: not specified, not specified
Category: not specified


زما چینل کې هر اړخېز معلومات کتلی شئ
لکه: اسلامي، فکري، ټولینز، ادبي لیکنې، کتابونه ډيزاين شوې لیکني، اوپه HD بڼه عکسونه

Related channels

Channel's geo and language
not specified, not specified
Category
not specified
Statistics
Posts filter


دغه پښتو لغاتونه په خپلو ليکنو کې وکاروئ خبرو ته مو ځانګړی ښکلا ورکوي.
خاص √ځانګړی
خاصو √ ځانګړو
خصوصيات √ ځانګړتياوې
نیرو √ ځواک
سرباز √ سرتېری
پرواز √ الوتنه
کتابخانه √ کتابتون
کتاب فروشي √ کتاب پلورنځی
دانشګاه √ پوهنتون
مکتب √ ښوونځی
تحصیل √ زده کړه
محصل √ زده کړيال
محصلين √زده کړيالان
معلم √ ښوونکی
شاګرد √ زده کوونکی
سرمعلم √ سر ښوونکی
نتایج √ پايلو
نتيجه √ پايلې
احترام √ درناوی
بې سواده √ نالوستی
محترم یا آقا √ ښاغلی
امتحان √ ازموينه
نام √ نوم
فیصده √ سلنه
ميلادي √ زیږدیز
توجه √ پاملرنه
فامیل نوم √ کورنی نوم
فاميلي √ کورنۍ
تاريخ تولد √ د زيږيدو نېټه
اِمضآ √ لاسليک
دواخانه √ درملتون
دوا √درمل
دوايي √ درملنه
مريض √ ناروغ
مریضي √ ناروغۍ
مرض √ رنځ
عکس √ انځور
عکاسي √ انځورګري√ انځورګرۍ
باغ √ بڼ
باغ وحش √ ژوبڼ
باغوان √ بڼوال
مهمان خانه √ مېلمه خونه یا کوټه
ګاوخانه √ غوجل
برق √ بريښنا
د برق لین √ د بريښنا مزی
برقي √ بريښنايي
غلط √ ناسم
غلطو √ ناسمو
غلطې √ ناسمې
اشتباه √ تېروتنه
ترس √ ويره ډار
سیزن √ موسم
مشکل √ ستونزه
مشکلات √ ستونزې
مشکله √ ستونزمنه
کثیق √ چټل ناولي
منزل طبقه √ پوړ
دومنزله √ دوه پوړه
ساختان √ ودانۍ
زندګي √ ژوند
زنده √ ژوندی
جوش √ ځوښ
قطار √ کتار
تماس √ اړیکه
مربوط √ اړوند
قطع √ پرې
ضرور √ اړین
ضرورت √ اړتیا
مجبور √ اړ
تایید √ منل
مفت √ وړيا
کیپ √ بټوه
قيمت √ بيه
شمارل √ شمېرل
نمبر شماره √ شمېره
بې شماره √ بې شمېره
انتخاب √ټاکل ټاکنه
انتخابات √ ټاکنې ټول ټاکنې
وقت √ وخت
میدان √ ډګر
امده √ چمتو
امدګي √ چمتوالی
محافظ √ ساتونکی
قهرمان √ اتل
قهرماني √ اتلولي
قهرمانان √ اتلان
نامي √ نوميالی
مالدار √ شتمن
مالداري √ شتمني
ثروتمند √ بډایه
دعوه √ شخړه
جنګ √ جګړه
بعضې √ ځينې
ماهي √ کب
ماهیان √ کبان
تقريباً √ کابو
غذا √ خواړه
ترجمان √ ژباړن
ترجمه √ ژباړه
ترجمه کول √ ژباړل
بخشه √ بښنه
معلوم √څرګند
زیاتره √ اکثره ډېری
بیرون √ دباندې
خارج √ بهر
خارجي √بهرني
مظاهره √ لاریون
قرض √ پور
قرضار √ پوره وړی
غیب √ نادرکه
سخت √ غښتلی
قوي √ پیاوړی
ضعيف √ کمزوری
وحدت √ يووالی
دعوت √ بلنه
دعوت نامه √ بلنلیک
درخواست √غوښتنه
درخواست نامه √ غوښتنلیک
تحقيق √څېړنه څېړل
جنګ √ جګړه
دعوه √ شخړه
تعقیب √څارنه
تحقيقات √ څېړني
دهقان √ بزګر
نجا ر . √ ترکاڼ
نجاري √ ترکاڼي
اخر √ پای
اول √ لومړی
شروع √ پیل
قديمي √پخوانی
چقو . √ چاړه
بخشش √ بښنه
لذت √ خوند
واقعه √ پېښه
موقعت √ ځای
شخص √وګړی
نفر √ کس
دوه نفره √ دوه کسيزه
زندان √ بندي خونه
ظلم √ تېری
کومک √ مرسته
کاریګر √ مزدور
اشپزخانه √ پخلنځی
اشپزي √ پخلی
اشپز √ پخلوونکی


دخوب په وخت کي دیو انسان په عذابول د دماغ د همیشني خرابوالي لامل کیږي.
نو همیشه کوښښ کوئ چي ارام ځای کي بیده سي که چیري غالمغال یي نو کوشش وکړئ چي ګرسره بیده هم نسئ ځکه چي دماغ ته ډیره لویه صدمه رسیدلای سي.


🥀ژوند کور دی ،
د زرګونو کړکیو سره
🌹زړه دي چې د هر
یوه خواته خلاص کړۍ
ژوند ستا برخه
د هماغه ځایه درکوي
🌹د مینې کړکۍ خلاصه کړه
تر څو وجود دي ورڅخه ډک کړۍ...
پخیر🌝


حـــيرانونکې🌟
#هارون_الرشيد
د "هندوستان پاچا" رسول
عباسي خلیفه (هارون الرشید) ته ډالۍ وړاندې کړې
او د ډالیو په مینځ کې څلور پیاوړي
هندي تورې وې !!

هارون الرشید هغه ته ښه راغلاست وویل او د هغه ډالۍ یې ومنله ،
نو هغه څلور هندي تورې سره یوځای کړې ، په خپله توره يې ووهلې
او ټولې يې قطع کړې!
هندي په دې قوي توره باندې
کې هک حیران شو !!
لکه څنګه چې دا معلومه وه
چې هندي توره په هرڅه کې
خورا پیاوړې تورې دي !!
هارون الرشید له هغه وپوښتل
چې په ډالۍ کې څه غواړې!
د هغه ډالۍ په تکمیل کې ،
هندي وویل: "زه یوازې دا توره غواړم چې تاسو یې لرئ !!"
خلیفه انکار وکړ ، او ویې ویل: "له وسلې پرته هرڅه وغواړه.
زموږ پیغمبر موږ له دې نه منع کړې یو
چې خپلې وسلې غیر مسلمانانو ته وړاندې کړو !!"
دا د مسلمانانو عظمت وو.


یو تخم په پوره چوپتیا کې وده کوي، خو ونه چې لویږي ډیر شور او ځوږ جوړوي، په چوپتیا کې وده وکړه! هر لوی او ډیر شی حتماً ښه نه وي.

✍ ژباړه: نصیر غورځنګ


حـــيرانونکې☑️
د يمن هيواد د مارب په نوم صحرايي سيمه ❣️
ويل کيږي؛
چې له دغه سيمې څخه حضرت سلیمان علیه السلام تېر شوی
او په دغه سيمه کې بالقیس په خپلو خلکو واک او بادشاهي کوله!


Nature 😍
طبیعت 😍

🍃🌾رحمانی🌾🍃


ساده کالي اغونده،
ساده ساده په لاره ځه،
خو د خلکو سره په رفتار کي ساده مه اوسه!!!
ځکه چې ستا د سادګي نه ستا د غرور د ماتیدو لپاره ګټه اخلي..


د "کعبه" په زړه پورې انځور چې د نن څخه 132 کال پخوا اخستل شوي یاد انځور له اوسني کعبه سره زیات توپیر لري
یاد انځور په کال 1889 م کې اخستل شوي


#روژه

که تاسو ډیر فکري او فزیکي فعالیتونه لرئ ، نو د روژه ماتې پرمهال د لوړ کیفیت شربت وڅښئ!
وروسته له روژه ماتې د زغفرانو چاي وڅښئ

دا لوړ کیفت شربت او زغفرانو چاي د ورځې په جریان کې ستاسو فزیکي او رواني ځواک ډیروي!

او له فکري ستونزه مو ژغوري


نوم يې جوناتان دي او په 1832 م کال کې زيږيدلى دى او اوس د 189 کالو دي.چې عمر يې تقریباً دوه پيړيو ته رسيږي.


لکه تخم ځان خاوروته وسپاره چی لوړشی
عاجزي


مثبت فکر مو ترهدفه رسوی اومنفی فکرموتررسیدلی هدفه پاتی کوی رحماني


#

‏د دوستۍ ساتل اړتيا نه بلکې وړتيا ده ،
چې هرڅوک يې نلري.


#

هغه انسان هېڅکله له زړه څخه مه وباسۀ
کوم چې له ټولې نړۍ څخه يې، يوازې ته ټاکلى يې،
ځکه د هغـه نړۍ ته يې.


#ګل_خـبره

په دینداري او تقوا سره الله(ج) د انسان مقام او مرتبه لوړوي.


#ظالم_ته_غشی_مظلوم_ته_سکون!

امام شافعي رحمه الله تعالی وويل:
په قران کریم کې یو آیت دی،
چې د ظالم پر زړه د غشي په رقم لګیږي او د مظلوم پر زړه لکه ملهم؛
چا ورته وویل: هغه کوم آیت دی؟
بیا یې دغه آیت تلاوت کړ:

وَمَا كَانَ رَبُّكَ نَسِيًّا [مريم]
او ستا رب هېروونكى نه دى.


شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِيَ أُنزِلَ فِيهِ الْقُرآنُ🌙
د رحمتونو میاشت مو مبارک شه .


په نړۍ کې د هندارې په ډول تر ټولو پراخه او هواره ساحه د لاتينې امريکا د بوليويا هېواد په سوېل لويديځ کې د ۱۰۵۸۲ کيلومتره مربع پراخوالي په ساحه کې موقعيت لري، دا سيمه Salar de Uyuni نومېږي او په اصل کې ډېرې مالګينې اوبه دي چې د شپې لخوا د سخت يخ (منجمد کېدونکي يخ) او د ورځې د سوزنده او تېز لمر له امله يې په دې ډول نظاره جوړه کړې ده، ددې پراخې ساحې په منځ کې يو ښکلی هوټل هم جوړ سوی دی چې دا طبيعي هوټل هم کټ مټ لکه ځمکه په همدې ډول ښکلې نظاره لري.
د عکس اخيستلو او ښکلا له پلوه په نړۍ کې کم ساری ځای دی.


✨یو ورځ به د داسي کس سره مخامخ شۍ ؛چې ستاسو تیري مودئ ته ارزښت نه ورکوي،🌺

ځکه چې غواړي راتلونکي کي ستاسو سره ژوند وکړي...✨

20 last posts shown.

286

subscribers
Channel statistics