(ستا بېلتون)
مرم مرم مرم درپسې مرم ومنه چې مرم
وؤ،خوږ زما ژوندون چې نه وؤ ستا بېلتون
رنځور یمه دیدن دې د سپین مخ غواړم صنم
تر منځ که غرونه فاصله شوه اخر به راشې کنه
که د بېلتون موده اوږده شوه اخر به راشې کنه
قربان دې شم خو مهْ وایه چې بیابه نهْ راځم
کومه نېټه ستا وصال ده وایه تهْ کله راځې
ورځ بې لهْ تا لکه د کال ده وایه تهْ کله راځې
پهْ تاپسې مې ګرانه زړګی چاود لکه غنم
زما زړګی ورته لېوال دی لهْ ما یې مهْ پټوئ!
خیر دی که ستاسو کليوال دی لهْ ما یې مهْ پټوئ!
تڼاکې مې شوې پښې پهْ دغه لاره چې راتلم
واوره بې زوره زوره وره زهْ به ژوندی یم کنه
چې تهْ راځې د زړګي سره زهْ به ژوندی یم کنه
پوره به دا ارمان کړمه که خاورو ته بی وړم
لا مې احساس ورته ژوندی دی لا مې هېر کړی نهْ دی
هغه اوس هم راته زړګی دی لا مې هېر کری نهْ دی
یاسینه عبیده زې د راتلو لارې څارم
ياسين عبيده