TGStat
TGStat
Type to search
Advanced channel search
  • flag English
    Site language
    flag Russian flag English flag Uzbek
  • Sign In
  • Catalog
    Channels and groups catalog Search for channels
    Add a channel/group
  • Ratings
    Rating of channels Rating of groups Posts rating
    Ratings of brands and people
  • Analytics
  • Search by posts
  • Telegram monitoring
جاویدآشنا

1 May 2019, 15:28

Open in Telegram Share Report

د اسلامي امارت د ترانه خوانانو او شاعرانو لپاره لارښوونې
ښکاره خبره او ثابت حقیقت دی چې د امریکایي یرغل په مقابل کې د روان جهاد یوه عمده برخه تبلیغاتي سنګر یا په خاص ډول د ترانه خوانۍ برخه ده، چې اولس ته د جهاد او قیام فکر ورکوي، ویده احساسات پاروي، د مجاهدینو مورال لوړوي او د دښمن په روحیه تر غشو او مرمیو هم ډیر اثر لري.
ترانه ویونکي او شاعران په ادبي برخه کې د اسلامي امارت او روان جهاد استازي ګڼل کیږي. له همدې امله زموږ مؤمن اولس دوی ته په ډیر درنښت قائل دی، نو بناء ترانه ویونکو او شاعرانو ته هم په کار ده چې په دې برخه کې داسې کردار ترسره کړي او خپل ورځنی چلند او تعامل داسې برابر کړي چې د جهاد او امارت له حیثیت سره موافق وي.
اول ــ هغه ترانه خوانان او شاعران چې د اسلامي امارت او مجاهدینو په عنوان ترانې وایي او په همدې نوم پیژندل شوي وي باید له لاندې کارونو څخه ځان وساتي.
۱ــ د ګوډاګي رژیم په غونډو، مشاعرو او هره نوع مجالسو کې ګډون کول.
۲ــ د ګوډاګي رژیم راډیوګانو ته ورتګ، په پروګرامونو کې یې ګډون او په ژوندۍ بڼه ترانې ورته ویل یا ورسره مرکې کول.
۳ــ د ګوډاګي رژیم له مربوطو کسانو او رسمي چارواکو سره روابط او انډیوالي پالل، ورتلل او ورسره لیدلو څخه ډډه وشي.
دوهم ــ د ګوډاګي رژیم د چارواکو له مجالسو پرته په نورو شخصي مجالسو، میلمستیاوو او مراسمو کې مشاعرې ترسره کول باک نه لري. خو دغه مشاعرې باید په ښه سنګین انداز ترسره شي او خدای مکړه داسې څه په کې ونه ویل شي چې د مجاهد له شان سره مناسب نه وي.
دریم ــ له طنزي، مسخره یي اشعارو جوړولو او ویلو څخه باید ځان وساتل شي.
څلورم ــ په فیسبوک باندې لایف نشرات هم باید په ډیر احتیاط ترسره شي ځکه دغه نشرات د زرګونو خلکو لخوا لیدل کیږي نو شاعران او ترانه خوانان وروڼه باید د اسلامي امارت یو ښه تصویر وړاندې کړي.
پنځم ــ له لوړو مواردو نو علاوه مهمه خبره دا ده چې په اشعارو او ترانو کې باید اسلامي، جهادي او ملي مفاهیم بیان شي، د اسلام، شریعت، جهاد او دغه ډول نورو عظیمو موضوعاتو په اړه اشعار ولیکل شي په بې ارزښته موضوعاتو باید وخت ونه لګول شي.
شپږم ــ شاعران دې کوښښ وکړي چې له جهاد او نظامي موضوعاتو نه علاوه په اخلاقي، اجتماعي، علمي او اصلاحي موضوعاتو هم اشعار ولیکي. تر څو په ترانه خوانۍ کې تنوع پیدا شي او د هر چا د ذوق موافق اشعار وویل شي او ورسره د اوریدونکو د اصلاح سبب هم وګرځي. ان شاءالله تعالی
د اسلامي امارت د فرهنګي چارو کمیسیون
۲۶/۸/۱۴۴۰هـ ق
۱۱/۲/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/5/1م

5.6k 1 0
Catalog
Channels and groups catalog Channels compilations Search for channels Add a channel/group
Ratings
Rating of Telegram channels Rating of Telegram groups Posts rating Ratings of brands and people
API
API statistics Search API of posts API Callback
Our channels
@TGStat @TGStat_Chat @telepulse @TGStatAPI
Read
Академия TGStat Telegram Research 2019 Telegram Research 2021 Telegram Research 2023
Contacts
Справочный центр Support Email Jobs
Miscellaneous
Terms and conditions Privacy policy Public offer
Our bots
@TGStat_Bot @SearcheeBot @TGAlertsBot @tg_analytics_bot @TGStatChatBot