ــ اسلامي امارت ټولو هغو مشکلاتو ته متوجه دی چې زموږ خلک ورسره مخ دي، د اقتصاد پياوړتیا، بیا رغونه او د باقي پاتې مشکلاتو لیری کول زموږ او زموږ د ملت مشترک مسئولیت دی، راځئ چې لاسونه سره ورکړو، په ټولو مشروع امورو کې یو د بل ملاتړ وکړو او دا هیواد پخپل لاس بیرته آباد او سوکاله کړو.
په خپل ولس مو باور دی چي د تل په څير به له اسلامي نظام څخه خپل کلک ملاتړ ته دوام ورکوي، د هغو علماوو متدینو مخورو او سپين روبو اقدامات د قدر وړ دي چې په دا وروستیو کې په کابل کې په یوه ستره غونډه کې سره راټول شول، له اسلامي امارت څخه يې خپل حمایت اعلان کړ او د ملت په خیر او ګټه سپارښتنې يې وکړي.
له دغو علماء کرامو او مشرانو څخه غواړو چې لا هم خپلې هلې ځلې ونه سپموي او د سولې، امنیت او آبادۍ د دوام او استحکام لپاره لاهم له اسلامي امارت سره همکاره واوسي.
ــ د ښوونې او روزنې بهیر ته اسلامي امارت خاصه توجه کوي، خصوصا په دیني لحاظ د اولادونو تعلیم او تربیې ته او ترڅنګ یې د عصري علوموتربیې ته، دا ټول هغه څه دي چې اسلامي امارت يې اهمیت درک کوي او د ترقي لپاره به يې هڅې کوي. ان شاءالله تعالی
ــ اسلامي امارت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په چوکاټ کې د سمع شکایاتو اداره لري، هیوادوال کولای شي چې د هرډول ظلم او زیاتي په صورت کې د سمع شکایاتو له ادارې سره تماس ونیسي او خپل شکایت ثبت کړي.
همدا ډول د سمع شکایاتو کارکونکوته ځانګړې لارښوونه کوم چې د خلکو د شکایت په اوریدو کې خورا جدي واوسي، هر شکایت ښه تعقیب کړي، رسیدګي ورته وکړي او د شکایت کوونکي شکایت رفع او دفع کړي، په دې لاره کې که لا ډيرو اجراآتو ته اړتیا پيښیده له سترې محکمې او نظامي محاکمو څخه ځانګړې همکاري غوښتلی شي.
ــ د روغتیا په برخه کې خلکوته تر ممکنه حده پورې سهولت برابرول هم د اسلامي امارت دنده ده، د صحت وزارت ته مو لارښونه داده چې حتی الامکان په ټولو نیږدې او لیرې پرتو سیمو کې روغتونونه، صحي کلینیکونه او مرکزونه فعال وساتي، وده ورکړي او د صحت مسئلې ته لاهم توجه وکړي، له نړیوالو او داخلي صحي نهادونوسره د دوامداره اړیکې په وسیله د خپلو هیوادوالو لپاره د صحي چاپریال په پراخولو او لا ډير خدمت کولو کې ډير کوښښ وکړي.
ــ دیني علماء کرام دې په ټول هیواد کې د خلکو په دین پوه کولو او د خلکو د اعمالو اصلاح ته د امربالمعروف، معارف او عالي تحصیلاتو وزارتونو سره په همکاري ډيره توجه وکړي، هر ملت او هیواد هغه مهال د عزت او ريښتونې امن او سوکالۍ خوند څکلی شي چې د الله تعالی څخه بغاوت او سرکشي په کې نه وي، نو د خلکو د اصلاح او په دین باندې د خبرولو دنده علماء کراموته سپارل شوې، هغوی باید په دې برخه کې لاهم خپل مکلفیت په احسنه وجه ادا کړي، په مساجدو، غونډو، رسنیو او پروګرامونو کې د خلکو د اصلاح او ذهني تنویر کوښښ وکړي او هغوی ته د نیک هدایت وسیله شي.
ــ اسلامي امارت د هېوادوالو هرډول حقه حقوقوورکولوته ژمن دی، ځکه چې اسلام موږ ته د ټولو خلکو د حقوقو د ورکولو او ساتلو امر کوي، همدا راز به د شریعت مطهره په چوکاټ کې د ښځو د حقوقو په تامین کې کوښښ کیږي. ان شاءالله.
اسلامي امارت د اسلامي اصولو او شریعت په رڼا کې د هیواد د ملي منافعو په چوکاټ کې د بیان آزادۍ ته متعهد دی، ژورنالیستان دې د دغو دوه مهمو ټکو په نظر کې نیولو او د ژورنالیزم د اصولو په مراعاتولو سره خپل فعالیت کوي.
ــ ټول سالم او متدین مخلص، با استعداده او مسلکي اقشار، چې بې داغه سابقه ولري، ډاکټران، انجنیران او تعلیم یافته او ټول هغه کدرونه چې د ولس خدمت کولای شي، ملي تجاران او سرمایه ګذران باید پوه شي چې زموږ هیواد د دوی استعدادونو، لارښونې او کار ته ډيره اړتیا لري، اسلامي امارت دوی ته د قدر په سترګه ګوري، ټول به په مشترک او متعهد ډول خپل ویجاړ هیواد بیرته ودانوو.
ــ د اسلامي امارت ټول امنیتي ځواکونه باید خپلو ورځنیو اعمالو، په خدمت کې اخلاص او ښه نیت، د خپلو مسئولینو اطاعت او له ولس سره نیک چلند ته خاصه پاملرنه وکړي، له غرور او تکبر څخه ځان وساتي او پخپل مینځ کې لا ښه اتفاق او هماهنګي سره ولري.
د بیت المال ساتنه او پالنه له موږ ټولو څخه ډیره توجه غواړي، خصوصا وسلې، نظامي وسائط، مهمات، حکومتي ودانۍ، ملي شتمنۍ او د بیت المال اړوند ټول شیان، د دې ملت امانت دي، هيڅوک يې د ضایع کیدو، خرابیدو او بې د مشرانو له اجازې په کې د تصرف کولو حق نه لري.
ــ په دې وروستيو کې د هيواد په ځينو برخو کې د زلزلې له امله ډېری هيوادوال متأثره شول، د کورنۍ غړي يې شهيدان او زخميان شول، الله تعالی دې شهيدان وبخښي او دردېدلو ته دې صبر او اجر ورکړي.