غـــــــــــــــــــــــزل:
نیم به زه شم، نیمه ته را سره یوسه.
زندګې مي بس یو څه را سره یوسه.
پر اوږو باندې را بار ده لکه مړی
تر لحد یې جنازه را سره یوسه.
ګلابونه جل وهلي دي، همت کړه
هله! لپو کې اوبه را سره یوسه.
تنده غرقی دی زخمي طالب په غره کې
د غره سر پورې چینه را سره یوسه.
منزل لیري، پیټی دروند دی، هیله دا ده:
چې ته هم لیږه اوږه را سره یوسه.
ستړي، ستړي قدمونه ږدمه مله!
ماته، ماته حوصله را سره یوسه.
: مل غني خیل
👇👇👇
@khawrinikmal
نیم به زه شم، نیمه ته را سره یوسه.
زندګې مي بس یو څه را سره یوسه.
پر اوږو باندې را بار ده لکه مړی
تر لحد یې جنازه را سره یوسه.
ګلابونه جل وهلي دي، همت کړه
هله! لپو کې اوبه را سره یوسه.
تنده غرقی دی زخمي طالب په غره کې
د غره سر پورې چینه را سره یوسه.
منزل لیري، پیټی دروند دی، هیله دا ده:
چې ته هم لیږه اوږه را سره یوسه.
ستړي، ستړي قدمونه ږدمه مله!
ماته، ماته حوصله را سره یوسه.
: مل غني خیل
👇👇👇
@khawrinikmal