مولوي نورالحق مظهري


Channel's geo and language: not specified, not specified
Category: not specified


دلته به تاسو ته دیني، معلوماتي او مثبتي سیاسي مقالې نشر کیږي او ځیني معقولي او پر ځای پوښتني به هم جوابیږي.

Related channels

Channel's geo and language
not specified, not specified
Category
not specified
Statistics
Posts filter


*د اسلامي نظام ځيني ځانګړتياوې:*
ـــــــــــ
۱ ـ اسلامي نظام خپل ولس مړوي ځکه چي فساد او بې عدالتي ورک کوي چي لزوما د ولس مړېدل او بډاي کيدل ورسره راځي.
۲ ـ اسلامي نظام په خپل فوج او مأمورينو ولس ساتي ځکه شرعي نظام د خلګو لپاره جوړ وي تنها د مأمورينو او مشرانو لپاره جوړ نوي.
۳ ـ اسلامي نظام د ولس لپاره او د ولس په ګټه واکمن وي پر ولس جبري مضر حاکميت نکوي.
۴ ـ اسلامي نظام شخصيتونه او علمي کدرونه زېږوي ځکه د شرعي نظام هدف د خلګو خدمت وي او هغه بېله شخصيتونو نسي کېدلای.
۵ ـ اسلامي نظام ته واک او چوکې نده مهمه بلکي خپلواکي، عزت او آبرو ورته مهم دي نو ځکه د چوکۍ دومره خيال نه ساتي لکه د خپلواکۍ، عزت او آبرو چي خیال ساتي.
۶ ـ په اسلامي نظام کي تعليم او تربيه دواړه وي يعني هم د خلګو د تعليم د کچي لوړول يې هدف وي او هم يې په هره برخه کي د خلګو روزل هدف وي.
۷ ـ د اسلامي نظام ګټه هر چاته رسيږي داسي نده چي يواځي څو محدودو خلګو ته يې ګټه رسيږي آن تردې چي دشرعي نظام ګټه اهل ذمه کفارو ته او د دښت او ځنګل حيواناتو ته هم رسيږي.
۸ ـ اسلامي نظام قصدا هيچا ته تاوان نه رسوي ځکه شرعي نظام صرف د خلګو د ساتني او ګټي رسولو لپاره جوړ وي.
۹ ـ په اسلامي نظام کي ورځ تر بلي عدالت وده کوي چي په سايه کي يې ټول ولس وده او ترقي کوي.
۱۰ ـ په اسلامي نظام کي د مجرم سره محاسبه او قانوني چلندکيږي چي په نتيجه کي د جرمونو کچه او د مجرمينو شمير را کميږي.
۱۱ ـ په اسلامي نظام کي به زندانونه خالي وي ځکه مجرمين نسته چي بنديان يې کړي.
۱۲ ـ په اسلامي نظام کي به ښه خلګ هڅکه غاړه ګرځي او مجرمين به شرميږي ځکه په شرعي نظام کي به د ښو خلګو ستاينه او تقدير کيږي.
۱۳ ـ په اسلامي نظام کي به قانون پر ټولو خلګو بېله کوم تبغيضه حاکم وي.
۱۴ ـ په اسلامي نظام کي به د خلګو ضرورتونه پورته کيږي او ختميږي.
۱۵ ـ په اسلامي نظام کي پوره انسانيت مطرح وي ځکه نو هر انسان ته د هغه حق ورکول کيږي.
مولوي نورالحق مظهري
https://chat.whatsapp.com/I5Zwa0nQH00Kw9Z8xw5pxG


*د اللّٰه پاک خوښ ځوان:*
ــــــ
ژباړه: د عقبه بن عامر رضي الله عنه څخه روايت دي چی ما د رسول الله صلي الله عليه وسلم څخه واورېدل چي ويل يې: الله پاک ته هغه ځوان خوند ورکوي چي ځان د عبثو او بې فايدې کارونو څخه ساتي.
ځوانانو! که غواړی الله پاک مو خوښ کړي او ښه یې درڅخه راسي نو ټول عبث اوبې فايدې کارونه پسې پريږدئ.
عَن عُقْبَةَ بْنَ عَامِرٍ يَقُولُ : سَمِعْتُ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم يَقُولُ : عَجِبَ رَبُّنَا مِنَ الشَّابِّ الَّذِي لَيْسَتْ لَهُ صَبْوَةٌ.[مسند ابي يعلي1749]
مولوي نورالحق مظهري
https://chat.whatsapp.com/I5Zwa0nQH00Kw9Z8xw5pxG


*د چوکۍ او پیسو ورکول د دوستۍ نښه نده:*
ـــــــــ
ځکه د مکې کفارو و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته چوکۍ او تر حد ډېر مال ورکوی تر څو خپل اسلامي دعوت پسې پرېږدي خو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورسره ونه منل بلکي ددوې لخوا ټول وړاندیزونه یې رد کړه او ددین دعوت ته یې دوام ورکړ.
مولوي نورالحق مظهري
https://chat.whatsapp.com/I5Zwa0nQH00Kw9Z8xw5pxG


*قرآنکريم زموږ لپاره:*
ـــــــــ
قرآنکريم زموږ لپاره د الله پاک فضل او رحمت دی ځکه په قرآن کي فکر کول د پند او عبرت سبب جوړيږي، په قرآن باندي عمل کول د هري عقيدوي او فکري ناروغۍ شفاء او د انسان د هدایت سبب دی او د قرآن سم زده کول انسان ته آرامي، استعداد او اعتماد بالنفس ورکوي.
مولوي نورالحق مظهري

https://chat.whatsapp.com/I5Zwa0nQH00Kw9Z8xw5pxG


*ددین خادمانو ته:*
ــــــ
که ددین خدمت کوې نو ارومرو به ستونزي هم ګالې، خو پدې باندي پوه سه چي:
۱ ـ کفار به ځکه ستا څخه بد وړي چي ته په خپل خدمت دین پر پښو دروې خو دوی یې د ریښو څخه کښل غواړي.
۲ ـ فساق او فجار به ځکه ستا څخه بد وړي چي ته ددوی د فسق او جرمونو مخه نیسې ځکه ته غلا، زنا، فحشاء او نور ناروا کارونه غندې او خلګ ورڅخه را ګرځوې چي دوی ستا ددې کار ډېر سخت مخالف دي.
۳ ـ بدعتیان او هوسي خلګ به ځکه ستا څخه بد وړي چي ته خلګ پر مستقیم مسیر باندي روانوې او خلګو ته ریښتینی دین زده کوې خو دوی بیا غواړي اسلام د رواجونو او خرافاتو تابع کړي له همدې امله اسلام او مذهب ته د ځانه څخه شعائر جوړوي او پر پاکو مسلمانانو باندي پدې خاطر ټاپې لګوي چي ولي ددوی د خرافاتي نظریاتو مخالفت کوي.
۴ ـ شهرت طلبه او ریاکاره خلګ به ځکه ستا څخه بدوړي چي ستا د خدمت په ذریعه په خلګو کي دیني پوهاوی ډېریږي چي په نتیجه کي ددوی شهرت له منځه ځي او خلګ یې په ریا کارۍ او بدنیتۍ باندي خبریږي.
۵ ـ زور واکان او ټوپکسالاران به ځکه ستا څخه بدوړي چي ته د مظلومانو او عام ملت څنګ ته درېږې هغوی پرتا را ټولیږي او سره یو کیږي چي پدې کار باندي د زور واکانو او ټوپک سالارانو واکمني ختمیږي او د ظلم مخه یې نیول کیږي.
۶ ـ بې دینه او سیکولرستان به ځکه ستا څخه بدوړي چي ته پر ټولنه باندي دین حاکموې، خلګ د بندګانو د غلامۍ څخه خلاصوې یواځي د الله پاک عبادت ته یې را بولې، مسلمانان د سیاسي ارتداد او انحراف څخه ساتې او په مسلمانانو کي حیاء، آبرو او عزت غواړې.
۷ ـ نیمچه پوهان به ځکه ستا څخه بد وړي چي ته خلګ پداسي حقایقو باندي خبروې چي دوی ورباندي هیڅ علم نه درلودی ځکه یې نو ځیني مسائل نیمګړي او ځیني یې تحریف سوي بیان کړي وي.
۸ ـ بخیل او ځان خوښوونکي انسانان به ځکه ستا څخه بد وړي چي ته ددوی د فکري انحصار او تنګ نظرۍ پر خلاف کار کوې ځکه دوی خو پدې باور وي چي: ټوله کارونه باید تنها موږ وکړو او د ټولو کمالاتو درلودونکي باید تنها موږ وسو بل هر څوک چي خدمت کوي باید زموږ تر سرپرستۍ او یا تر چتر لاندي يې وکړي.
۹ ـ بې غیرته او بې ضمیره غلام مزاجه خلګ به ځکه ستا څخه بد وړي چي ته په خلګو کي انساني احساس، فکري ویښتوب، حریت، وقار او ایماني جذبه را ژوندي کوې.
۱۰ ـ د وخت په حاکم نظام کي به مفسد خلګ ځکه ستا مخالفت کوي چي ته د فساد څخه د ټولني پاکول غواړې او دا هغه شی دی چي دوی یې په هیڅ وخت کي غوښتونکي ندي.
نو ځان ددې آیت مصداق جوړ کړه چي : وَلَا يَخَافُوْنَ لَوْمَةَ لَائِم. يعني د هیچا د ملامتیا څخه نه وېرېږي. نو ته هم د هیچا په قیصه کي مه کېږه او د هیچا څخه مه وېرېږه په هڅکه غاړه او قوي زړه ددین خدمت ته دوام ورکړه بس همدا درته بسنه کوي چي الله پاک درسره دی.
مولوي نورالحق مظهري
https://chat.whatsapp.com/I5Zwa0nQH00Kw9Z8xw5pxG


*اسلامي نظام او ټولنيزي آسانتياوي:*
اسلامي نظام د همدې لپاره دی چي ولس ته د ژوند په ټولو مشروعو برخو کي آسانتیا وي برابري کړي البته دا خبره باید وکړو چي د اسلامي نظام څخه دي څوک ددې طمعه نکوي چي په منفي او ناروا کار كي دي ماته آسانیتا برابره کړي، د بیلګی په ډول د سودي معاملاتو لپاره، په خپله خوښه د قیمت ایښودلو لپاره او د آزاد بازار د رامینځته کولو لپاره.
په اسلامي نظام کي د ولس لپاره په هره برخه کي آسانتیا ته ډېره پاملرنه کیږي ځکه د اسلامی نظام ځانګړتیا دغه ده چي په هراړخیز ډول د ولس لپاره کار کوي.
په نظامي برخه کي، په اقتصادي برخه کي، په ساینسي او صنعتي برخه کي، په انکشافي برخه کي، د تکنالوژۍ او تخنیک په برخه کي او په نورو مهمو برخو کي په ټولو کي اسلامی نظام ډېره توجه کوي او تل د خپل هیواد او خلګو د ښېرازۍ لپاره زیار باسي ځکه دا شیان د ټولني او وطن اړتیا ده او اړتیا ته پاملرنه د اسلامي نظام مسئولیت دی.
مولوي نورالحق مظهري

https://chat.whatsapp.com/I5Zwa0nQH00Kw9Z8xw5pxG


*نمک حرامه انسان:*
ـــــــــ
تر ټولو کم عقل او نمک حرامه انسان هغه دی چي د الله پاک تر حاکمیت لاندي ژوند کوي خو د الله پاک احکام پر ځان، کورنۍ او ټولني باندي نه عملي کوي.
د الله د قدرت او څارني څخه هیڅوک نسي ليري کېدلای نو هیڅوخت داسي کار مکوئ چي په سرکښه او متمرد انسانانو کي وشمېرل سی او د ځان عاقبت په خپل لاس خراب کړی.
مولوي نورالحق مظهري
https://chat.whatsapp.com/I5Zwa0nQH00Kw9Z8xw5pxG


*د مال په اخیستلو کي امانتداري:*
ـــــــــ
ژباړه: د ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: څوک چي د خلګو مالونه واخلي خو د بيرته ورکولو اراده يې لري نو الله به يې ورته آداء کړي او څوک چي د خلکو مالونه واخلي پدې نيت چي مصرفوي به يې(بيرته به يې نه ورکوي) نو الله به يې ورڅخه هلاک کړي.
توضيح: څوک چي د خلګو څخه مالونه د پور يا د معاملې په نوم اخلي خو د بيرته آداء کولو اراده يې لري نو د هغه انسان سره به الله پاک د مال او پور په آداء کولو کي مرسته وکړي او په ډېري آسانۍ سره به وکولای سي چي د خلګو پورونه آداء کړي او څوک چي د خلګو څخه مالونه اخلي خو د بيرته ورکولو اراده يې نلري نو الله پاک به هغه مال ورڅخه مصرف کړي او په برکت به يې هيڅ ونه پوهيږي همدا راز په آخرت کي به هم ورته عذاب ورکړي.
زموږ ګران مسلمانان وړونه بايد پدې باندي سر خلاص کړي او د هيچا څخه دي مال د غنيمت په حيثيت نه اخلي بلکي چي څنګه يې ورڅخه اخلي په هماغه نامه دي پر ټاکلي مده بيرته ورته ورکړي چي خداي مکړه ددې حديث مصداق ونه ګرځي.
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ، عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ : مَنْ أَخَذَ أَمْوَالَ النَّاسِ يُرِيدُ أَدَاءَهَا أَدَّى اللَّهُ عَنْهُ ، وَمَنْ أَخَذَ يُرِيدُ إِتْلاَفَهَا أَتْلَفَهُ اللَّهُ.[صحيح البخاري2387]
مولوي نورالحق مظهري
https://chat.whatsapp.com/I5Zwa0nQH00Kw9Z8xw5pxG


*توصیه:*
ــــ
په هغه خلګو باندي هیڅ باور مکوه چي تاته د مجرم په سترګه ګوري او ستا کارونه غیر قانوني بولي پداسي حال کي چي ته یا ددین خدمت کوې او یا هم خپل عادي ژوند پر مخ وړې.
مولوي نورالحق مظهري
https://chat.whatsapp.com/I5Zwa0nQH00Kw9Z8xw5pxG


د لور پلار ته زېری:
ــــــــ
ژباړه: عبدالله ابن عباس رضی الله عنهما فرمایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هرڅوک چي لور ولري نو هغه ژوندې تر خاورو لاندي نکړي، سپکاوى یې ونکړي او نارینه اولاد ته پر هغې باندي ترجیح ورنکړي نو الله پاک به دى وجنت داخل کړي.

پدې حدیث کي رسول الله صلی الله علیه وسلم د لور پلار ته د جنت زیرى ورکړى دى خو په درو شرطونو.
۱ – خپله لور مړه یعني هلاک نکړي.
۲ – د خپلي لور سپکاوى اواهانت ونکړي.
۳ – پر لور باندي زوی ته ترجیح او غوراوی ورنکړي یعني زوی تر لور ډېر ونه غواړي، مثلا په روزلو، ډالۍ ورکولو او نازولو کي د لور سره تبعیض ونکړي.
په اسلام کي د لور ساتل دومره ثواب لري! نو موږ مسلمانان بايد د لور درلودل د ځان لپاره د الله پاک یوه ځانګړې ډالۍ وبولو او د لور سمه روزنه وکړو.
وَعَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ - رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا - قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: " «مَنْ كَانَتْ لَهُ أُنْثَى فَلَمْ يَئِدْهَا وَلَمْ يُهِنْهَا، وَلَمْ يُؤْثِرْ وَلَدَهُ عَلَيْهَا - يَعْنِي الذُّكُورَ - أَدْخَلَهُ اللَّهُ الْجَنَّةَ» ". [ أَبُو دَاوُدَ]
مولوي نورالحق مظهري
https://chat.whatsapp.com/I5Zwa0nQH00Kw9Z8xw5pxG


*درې غټ درواغه:*
ـــــــــ
واثله بن الاسقع وايي: ما د رسول الله صلي الله څخه واورېدل چي ويل يې: يقينا غټ درواغه درې دانې دي: 1 – هغه چي انسان پر خپلو سترګو درواغ تړي او داسي شی چي ده نوي ليدلي وايي ما وليدی. 2 – هغه چي انسان پر خپل پلار او مور درواغ تړي او د ځان نسبت بل چا ته کوي( يعني خپله قومي بدلوي). 3 – هغه چي زما څخه د اورېدلو دعوه کوي خو زما څخه يې هيڅ شی نوي اورېدلی( يعني په ما پسې د درواغو احاديث تړي).
توضيح: يعني دغه درې غټ درواغه دي:
1 – دداسي شي د ليدلو دعوه کوي چي ده نوي ليدلی.
2 – بېله پلار او موره ځان بل چا ته منسوبوي يعني ځان د بل چا زوی معرفي کوي يا خپلي قومۍ ته تغيير ورکوي.
3 – په رسول الله صلي الله عليه وسلم پسې درواغ تړي او داسي خبري او شيان هغه ته منسوبوي چي هغه ويلي او کړي نوي.
عن واثلة بن الأسقع يقول سمعت رسول الله صلى الله عليه و سلم يقول : إن أعظم الفري ثلاثة أن يفترى الرجل على عينيه يقول رأيت ولم ير وأن يفترى على والديه فيدعي إلى غير أبيه أو يقول سمعني ولم يسمع مني.[مسند احمد16051]
مولوي نورالحق مظهري

https://chat.whatsapp.com/I5Zwa0nQH00Kw9Z8xw5pxG


*د الله پاک د خوشالولو ارزښت:*
ــــ
ژباړه: څوک چي د خلګو په خوشالۍ کي الله په خښم کړي نو الله به ورته په خښم سي او هغه څوک به هم ورته په خښم کړي چي د هغه په خاطر يې الله په خښم کړی وو او څوک چي د خلګو په خښم کي الله خوشاله کړي نو الله به ورڅخه خوشاله سي او هغه څوک به هم ورڅخه خوشاله کړي چي د الله په خاطر يې په خښم کړی وو تر داسي اندازې پوري چي دی به هم ورته ښائسته کړي او دده وينا او عمل به يې هم په سترګو کي ښايسته کړي.
توضيح: يعني څوک چي د خلګو په خاطر الله پاک د ځان څخه خوابدی کړي نو هم به الله پاک ورته په خښم سي او هم به هغه څوک ورته په خښم کړي چي د هغه لپاره يې الله پاک خوابدی کړی وو او څوک چي د الله په خاطر خلګ ځانته په خښم کړي يعني الله خوشاله کوي کڅه هم خلګ ورڅخه خوابدي کيږي نو د هغه انسان څخه به هم الله پاک خوشاله سي او هم به هغه څوک ورڅخه خوشاله کړي چي د الله په خاطر يې ځانته په خښم کړی وو.
عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:مَنْ أَسْخَطَ اللَّهَ فِي رِضَا النَّاسِ سَخِطَ اللَّهُ عَلَيْهِ، وأَسْخَطَ عَلَيْهِ مَنْ أرضاهُ فِي سَخَطِهِ، وَمَنْ أَرْضَى اللَّهَ فِي سَخَطِ النَّاسِ رَضِي اللَّهُ تَعَالَى عَنْهُ وَأَرْضَى عَنْهُ مَنْ أَسْخَطَهُ فِي رِضَاهُ حَتَّى يُزَيِّنَهُ وَيُزَيِّنَ قَوْلَهُ وَعَمَلَهُ فِي عَيْنِهِ.[المعجم الکبير للطبراني11530]
مولوي نورالحق مظهري
https://chat.whatsapp.com/LkE8NBK5DvOGyGaPhcxLsD


*كفار غواړي تاسو كافران كړي:*
ــــــــــــ
وَدَّ كَثِيرٌ مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ لَوْ يَرُدُّونَكُمْ مِنْ بَعْدِ إِيمَانِكُمْ كُفَّارًا حَسَدًا مِنْ عِنْدِ أَنْفُسِهِمْ مِنْ بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمُ الْحَقُّ.[سوره بقره 109]
ژباړه: خوښ لری ډیری د اهل کتابو څخه داچی تاسو واړوي (کفرته) وروسته تردې چي تاسو ایمان راوړی دی، په خاطر د حسد ددوی (ستاسو سره) وروسته تردې چي دوی ته حق په وضاحت معلوم سوی دی.
توضيح: پدې آيت كي الله پاك د كفارو هغه كينه او بغض چي د مسلمانانو سره يې لري ، مسلمانانو ته په ګوته كوي، ددې لپاره چي مسلمان پوه سي چي كافر هيڅ وخت زما سره دوست كېدلای نسي او نه هم كافر زما خيرخواه كېدلای سي ، كنه نو ولي به يې د مسلمانانو د ګمراه كېدلو هيلي درلودلای او د هغوی د ګمراه كولو لپاره به يې مختلف نيرنګونه پكار اچولای؟.
تجربې همدغه ښودلېده چي كافر د مسلمان سره دوست كېدلای نسي مګر په هغه صورت كي چي مسلمان تر خپل اسلام او ايمان تېر سي، يعني اسلام او د كفارو سره دوستي نسي سره يوځای كېدلای، كوم چا چي د كفارو سره دوستي كړېوي هغه يې د اسلام څخه هم ايستلی وي.
بيا په خاصه توګه زموږ په زمانه كي چي د كفارو سره ددوستۍ لوی عملي شرط د ديموكراسۍ منل او د هغې پياده كول دي، او دا معلومه خبره ده چي د ديموكراسۍ منل او عملي كول كفر دی.
مولوي نورالحق مظهري
https://chat.whatsapp.com/LkE8NBK5DvOGyGaPhcxLsD


*په اسلامي هيوادونو کي:*
ــــــــــ
په اسلامي هیوادونو کي باید هیڅ وخت د مصلحت په نامه داسي شی شتون ونلري چي په خاطر یې شرعي حدود معطل سي او یا هم اسلامي فرهنګ او کلتور نادیده ونیول سي او یا هم د ځینو کفري اصطلاګانو په عملي کولو کي دي تساهل وسي ځکه چي په اسلامي هیوادونو کي باید تل اسلامي فکر ژوندی او عملي وي، بل فکر ورسره ګډ نکړل سي او هیڅ وخت شرعي محدودیت له پامه و نه غورځول سي.
بناءُ په اسلامي هیوادونو کي د لاندي شیانو جاري کولو ته هیڅ دلیل او جواز نسته:
۱ ـ شرعي حدود ساقطول.
۲ ـ پر کفري اصطلاګانو او عنعناتو باندي سکوت.
۳ ـ د فحشاء او بې حیایۍ پر ضد عملي اقدام نکول.
۴ ـ کفري هیوادونو ته د مداخلې اجازه ورکول.
۵ ـ د دیموکراسۍ او یا ولسواکۍ تر عنوان لاندي داسي نظام جوړول چي ټولي چاري یې د وضعي قوانینو پر اساس پر مخ بیول کیږي.
۶ ـ د بیان د آزادۍ تر عنوان لاندي هر چا ته د هرشي اجازه ورکول کڅه هم د اسلامي اصولو سره په ټکر کي وي.
۷ ـ په سوداګریز ډکر کي آزاد بازار ته لاره آوارول.
مولوي نورالحق مظهري
https://chat.whatsapp.com/LkE8NBK5DvOGyGaPhcxLsD


*لارښوونه او روحيه:*
ــــــــــ
په خدمت کي تعهد، تخصص او اعتماد بالنفس ډېر مهم دي ځکه بېله تعهده انسان مسئولیت ته د ژمنتیا احساس نکوي، بېله تخصصه په سمه توګه اساسي کار نسي کولای او بېله اعتماد بالنفس تصمیم نسي نیولای او د کار کولو اراده نسي کولای.
که غواړی کار وکړی نو دغه درې واړه په ځان کي موجود کړئ.
مولوي نورالحق مظهري
https://chat.whatsapp.com/LkE8NBK5DvOGyGaPhcxLsD


*د الله د رحمت څخه محروم خلګ:*
ـــــــــــــ
ژباړه: عبدالله بن ابی اوفی وایی: ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چي ویل یې پر هغه قوم باندي رحمت نه نازلیږي چي په دوی کي د صله رحمي پرېکوونکی وي.
یعني په کوم قوم کي چي داسي خلګ وي چي صله رحمي قطعه کوي پر هغه قوم باندي د الله پاک رحمت نه نازلیږي.
نو ددې لپاره چي د الله پاک د رحمت څخه محروم خپله هم بايد صله رحمي مراعات کړو او په خپل قو کي نورو ته هم د هغې د مراعات کولو توصیه وکړو.
عن عبدالله بن ابی اوفی قال سمعت رسول الله صلی الله علیه وسلم یقول لاتنزل الرحمة علی قوم فیهم قاطع رحم.[شعب الایمان]
مولوي نورالحق مظهري
https://chat.whatsapp.com/LkE8NBK5DvOGyGaPhcxLsD


*پر باطل باندي د خپل قوم سره مرسته مکوئ!*
ـــــــــــــــــ
ژباړه: د ابن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: څوک چي پر باطل باندي د خپل قوم مرسته وکړي هغه داسي دی لکه هغه اوښ چي کندي ته لوېدلی وي نو په لکۍ باندي را پورته کړل کیږي.
توضیح: یعني دغه سړی چي پر باطل باندي یې د خپل قوم سره مرسته کړېده ځان یې و هلاکت او بربادۍ ته ور اچولی دی ځکه ده کوښښ کړی دی چي خپل قوم پدغه باطل کومک او مرستي باندي لوړ کړي خو خپل ځان یې د هلاکت کندي ته ور اچولی دی نو لکه اوښ چي په کنده کي مړ سي خلګ یې تر لکۍ نیسي را پورته کوي یې اوښ ته هیڅ کټه نلري همدا راز دغه انسان ته هم دغه کار هیڅ ګټه نلري.
ځینو علماء کرامو بیا ویلي دي چي دلته دده قوم د مړه سوي اوښ سره مشابه سوی دی ځکه څوک چي پر ناحقه وي هغه لکه مړ داسی دی. او ددغه قوم مرسته کوونکی یې د اوښ د لکۍ سره مشابه کړی دی نو لکه هلاک سوي اوښ ته چي په لکۍ باندي پورته کېدل ګټه نکوي همدا راز ودغه هلاک سوي قوم ته هم دده مرسته او کومک کومه ګټه نکوي.
عَنِ ابْنِ مَسْعُودٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ عَنِ النَّبِيِّ - صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ - قَالَ: مَنْ نَصَرَ قَوْمَهُ عَلَى غَيْرِ الْحَقِّ فَهُوَ كَالْبَعِيرِ الَّذِي رَدَى، فَهُوَ يُنْزَعُ بِذَنَبِهِ. [أَبُو دَاوُدَ 5119].
مولوي نورالحق مظهري
https://chat.whatsapp.com/LkE8NBK5DvOGyGaPhcxLsD


*منافق ته مشر مه وایاست!*
ــــــــ
ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: منافق ته مشر مه وایاست ځکه که دی مشر وي نو یقینا چي تاسو خپل رب ځانته په خښم کړی دی.
توضیح: یعني منافق او بد سړي ته مشر او سيِّد مه وایاست ځکه چي که دی تاسو د خپلي مشرۍ لپاره غوره کړی وي نو الله پاک مو ځانته په خښم کړی دی او که ستاسو مشر نه وي بیا خو نو دداسي خبرو په کولو باندي د درواغو ویل لازمیږي يعني بیا نو درواغ وایاست چي هغه هم ګناه ده.
عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ بُرَيْدَةَ عَنْ أَبِيهِ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- لاَ تَقُولُوا لِلْمُنَافِقِ سَيِّدٌ فَإِنَّهُ إِنْ يَكُ سَيِّدًا فَقَدْ أَسْخَطْتُمْ رَبَّكُمْ عَزَّ وَجَلَّ.[ سنن ابی داود4979]
مولوي نورالحق مظهري
https://chat.whatsapp.com/LkE8NBK5DvOGyGaPhcxLsD


*د فاسقانو فسق مه پټوئ!*
ــــــــ
ژباړه: بهز بن حکيم د خپل پلار څخه روايت کوي چي دده نيکه ورته وويل: رسول الله صلي الله عليه وسلم دوی ته خطبه وويل نو يې وفرمايل: ترڅه وخته به تاسو د فاسق د يادولو څخه ډډه کوئ؟ رسوا يې کړئ ترڅو چي خلګ ورڅخه ځان وساتي.

توضيح: يعني کله چي په تاسو کي فاسق انسان پيدا کيږي نو د هغه فسق د خلګو څخه مه پټوئ، بلکي خلګ يي په فسق باندي خبر کړئ ترڅو چي خلګ ورڅخه ځان وساتي.

عن بهز بن حكيم عن ابيه عن جده قال خطبهم رسول الله صلى الله عليه و سلم فقال حتى متى ترعون عن ذكر الفاسق هتكوه حتى يحذره الناس.[المعجم الاوسط 4372]
مولوی نورالحق مظهری
https://chat.whatsapp.com/LkE8NBK5DvOGyGaPhcxLsD


*په اسلامي نظام کي اقتصادي وده:*
د تجارت او اقتصاد اصلي وده په اسلامي نظام کي وي په نورو نظامونو کي خو اقتصادي وده نسته د اشخاصو وده وي پدې معنی سره چي ځيني اشخاص ډېره وده کوي خو ځيني نور بيا د مسکنت او غربت له کبله د مځکي سره برابرېږي لکه اوس چي په افغانستان کي د آزاد بازار نتيجه همداسي سوېده.
پدې خاطر چي د اسلامي نظام منبع او سرچينه اسلامي شريعت دی او په شريعت کي د دنيوي او اخروي ژوند تأمينول ډېر مهم بلل سويدي نو ځکه اسلامي نظام هم اقتصادي ودي ته ډېره پاملرنه کوي.
د دنيوي ژوند د سمون په اړه الله پاک فرمايي: وَابْتَغِ فِيمَا آتَاكَ اللَّهُ الدَّارَ الْآخِرَةَ وَلَا تَنْسَ نَصِيبَكَ مِنَ الدُّنْيَا.[ القصص: 77]
ژباړه: د آخرت غوښتنه وکړه په هغه مال کي چي الله پاک تاته درکړی دی (د الله په لاره کي يې مصرف کړه) او ددنيا لپاره خپله برخه هم مه هېروه.
نو لکه مسلمانو افرادو ته چي دا دستور دی اسلامي نظام ته هم دا دستور دی چي تر خپل حاکميت لاندي رعيت لپاره د ژوند مالي سهولتونه برابر کړي او د خپل هر وګړي د اقتصادي پياوړتيا لپاره کوښښ وکړي.
همدا راز عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرِو بْنِ الْعَاصِ رضي الله عنهما څخه موقوف روايت دي چي فرمايي:
فَاعْمَلْ عَمَلَ امْرِي يَظُنُّ أَنْ لَنْ يَمُوتَ أَبَدًا ، وَاحْذَرْ حَذَرًا تَخْشَى أَنْ تَمُوتَ غَدًا.[ السنن الکبري4932]
ژباړه: داسي کار کوه لکه هغه څوک چي ددې ګمان کوي چي ګرسره نه مړکيږي او پوره احتياط او ځان ساتنه وکړه ددې وېري څخه چي ګويا ته صبا مړکيږي.
ددې روايت په غوښتنه اسلامي نظام هم مکلف دی چي د دنيوي کارونو په کولو کي ډېر جديت وکړي او اساسي اوږدمهالي اقتصادي پلانونه د خپل هيواد او خلګو لپاره جوړ کړي.
د اقتصاد د ودي لپاره څو شيان ضروري دي:
1 – د مال ساتنه.
2 – امنيت
3 – د تجارت سهولت
4 – خلګو ته د کار زمينه برابرول
5 – د سودي معاملاتو او خودسريو مخنيوي
او دا ټوله د اسلامي نظام ځانګړتياوي دي.
مولوي نورالحق مظهري
https://chat.whatsapp.com/LkE8NBK5DvOGyGaPhcxLsD

20 last posts shown.

135

subscribers
Channel statistics