عبیده مظهري


Channel's geo and language: not specified, not specified
Category: not specified


په همدي چینل کې راسره د زړه سوی
اواز لوستلی او کتلی شي
https://t.me/joinchat/AAAAAFBMnu8FF8oYdEvnuA
ورور مو #عبیده مظهري

Related channels

Channel's geo and language
not specified, not specified
Category
not specified
Statistics
Posts filter


د رحمتــــــــــونو خــــــــــــــزانه ده روژه
د ثوابونــــــو ســـــــــــر چیــــنه ده روژه

له انـــــــــــــواراتو بر کاتــــــــــــــــو ډکه
و اخــــــرت لــــــــــــره تـــــحفه ده روژه

بــــد عملو لـــــره تېـــــــــره تــــــوره ده
و تــــــورو شپـو لـــــــــــره ډیوه ده روژه

سـتـر نعمتونه پکـــــې ډېـــــــــر رانغښتي
خـــــــوږ مغفرت لــــــــــــره پلمه ده روژه

هـــــره دقـــــه یې پـــــــــــه کروړو ارزي
نیــــــــک عمـــلــو نـــو ســـرمایه ده روژه

ذکـــر ازکار پکــې بې حده خــــــــــوند کا
بلې دنــــــــیا لـــــــــــره بنـــګله ده روژه

تر بیا راتلو بــــــــــه څوک ژوندي وي کنه
ځــــــي د څـــــــــو ورځو میلمنه ده روژه

د جنګ ډګــــــــــــر کـــې"عبیده مظهري"
بلها شیریـــــــــنه او خــــــــــوږه ده روژه

#عبیده مظهري


کامل قدر د مینې، او پالنه دې ته وایي

ترنم: عزیزي صاحب
شاعر جهادیار نجرابي


کاروان د سپینو ستورو کړي موجونه او ته نه یې

آواز ولسیارحقاني
شاعر عبیدہ مظھری

#الحکمت نشرياتې_اداره
https://t.me/AlhikmatNaat
*•┈┈••🌿🌺🌿•✾••┈┈•


ځه خو دې وویستم له کاره اخر سه به کیږي
اۍ دَ زخمي سیني پـر هاره اخر سه به کیږي

لکه بس شمعه ویلی کیږم ستایو مات تصویر ته
اخ ځـوانیمرگ شهیـده یاره آخر سه به کیږی

په نازولـی مسـکا اودی وَیل چـه بیا راځمه
کډه دې وکړه تل لپاره اخـر سه به کیږي

په ډېرامیدبه دې راښکیل ومه خواږه سیوري ته
څانګي دې وسـوي دنګ چناره اخر سه به کیږي

دَ ما ځیګر شغلې دې مړا وي او مـزه یې نشته
له کلي ورک ورکه بانډاره اخر سه به کیږي

اۍ دَ ښـکلاوو مــازیگره وایه چا شهید ڪڔی
ویني دی سـاسی له رخصـاره آخرسه به کیږی

بس توري وریزي دَ دردونو تاو را تاو شي له زړه
وخ لیـونی دې کړم یاد ګاره اخر سه به کیږي

دَ تور تمونو سینه اوسـیره په سپینو ستـورو
نور پری راخیږه سپین سهاره آخـرسه به کیږی

لاس او گریوان یم "عبیـده مظهري" تل درسـره
ستــړیه ژونـدونه ناقــراره آخر سه به کیـږي

#عبیده مظهري


ځي له کلي ځي له کوره
نازولي له هر لوره
هر دېار په چیغو چیغو
هر بشر ښکاري بې سوره

بل جهان په لور ملګرو
قبرستان په لور ملګرو
کډې وکړې کډې وکړې
تر سبحان په لور ملګرو
نذرانه یې کړله وینه
لاړل وینو کې سمسوره

ژوند مو میشت دی په غمونو
پل په پل ډک له دردونو
د بیلتون سختي شيبې دي
زړه مو وران کړ بمبارونو
د ګلاب په څېر ملګري
رانه بیل شول سترګو توره

دنیاګۍ د زړه مو ورانه
زندګۍ د زړه مو ورانه
بیلتانه کې د هر یاره
اخ خوښۍ د زړه مو ورانه
ربه ﷻ ته مو مدد ګار شي
پریاد کړي خوږه موره

بلبلان مرمو خوړلي
څو ګلان مرمو خوړلي
د وحشي کافر د لاسه
اخ یاران مرمو خوړلي
زړه مې درد کوي دردونه
دی زخمي ، غواړي ټکوره

هر جناب خواږه یادونه
په زړه راولي دردونه
مظهري ورته ژړیږم
زورور یې دي غمونه
عبیده! ور سره مل یم
ضرور اخلم به یې پوره

#عبیده مظهري


سخت منــــزل او کـــــــړاونو سره سر یم
بې لـــــــــه تا بلها دردونــــــو سره سر یم

ورکه یاره لــــــــه دیاره چـــــــې یې تللی
څـــــــــه نیمګړو ارمانونــــــو سره سر یم

پـــــه قسم د زړه سکـــــــون راڅخه تللی
پل پـــــــه پل ړنګ قدمونــــو سره سر یم

د اشــغال خاتمه راغله او تـــــــــــه نه یې
څـــــه بې رحم ازمیښتونــــو سره سر یم

خلګ خوب کــــړي په ارامه تــــــر سحاره
زه دې څیــــــري تصویرونـــو سره سر یم

هر ساعت لکه محشـــر دی تېــــره وم یې
لوند پــــه اوښکو ګریوانونــو سره سر یم

"عبیـــده مظهري" زړه مې نـــــــــه رغیږي
له یـــــاد ګار دې توافونـــــــو سره سر یم

#عبیده مظهري


د وخت جابِر لره موسیَ عمره
فوج دې کړه ماته امریکا عمره
د الجهاد او اقتدا وو مشره
پر نوم دې ویاړي اریا نا عمره

ښه په میړانه دې سنګر وساته
له بلې خوا دې هم ممبر وساته
فولادي عظم وو در کړی الله
توغ د ایمان دې په خپل سر وساته
شوي لاس په نام تورې بلاوي درته
زور دې سرګند ده په دنیا عمره

د افغانانو افتخار شوي مشره
په میکاناټنو تند ګزار شوي مشره
لکه نازل پري عزرائیل وي هر زای
مظلومو زړونو ته قرار شوي مشره
ننګ او غیرت ته دې سلام جنابه
له نوم دې زار شمه ملا عمره

له پاکو وینو دې لښکر قائم دی
په صفا نیت دې هر عسکر قائم دی
وي بې له شکه ته ریښتونی سالار
مزبوط تر څنګ دې هر بشر قائم دی
غرور مات شوی د تور زړو قومو
نوم دې زلیږي په دنیا عمره

ستا ننګ میړانې شجاعت ته سلام
و خوږه مشره هم همت ته سلام
په ننګ دې ویاړم عبیده مظهري
نن در په برخه لوړ جنت ته سلام
د سترګو توره رب ج دې ونازوه
رښتیا عمر وي په هرچا عمره


#عبیده مظهري




زړګیه ګوره هر سړي ته قدر؛ مه ورکوه
څوک چې په قدر نه پوهېږي صدر؛ مه ورکوه

هغه چې پت لري عزت او انانات ولري
هغو ته هېڅ کله په ژوندکې غدر؛ مه ورکوه

څوک چې په قدر دقادر په مینه قدر نکړي
هغه ته یو ذره لقب دبدر؛ مه ورکوه

څوک چې په ژبه لاالٰه په زړه لیلا یادوي
ډېر پام کوه ورته درمیې مدر؛ مه ورکوه

دلته څوک هم شته چې عسلوکې صَبِر ورکوي
پام کړه هر چاته اعتماد دپدر ؛ مه ورکوه

طالب مُخبِته!راز دزړه همداسې زړه کې ساته
دلته جدار خبرې کړي نوم جدر؛ مه ورکوه

#مولوي مخبت زنداني




نور د سوي زړه ارمانه ودانیږې
اخ مظلوم افغانستانه ودانیږې

د وخشت ټغر دې غیږي نه ټولیږي
زوریدلیه کابل جانه ودانیږې

د معصومو سلګکېو دې قربان شم
د ملالې خور پیزوانه ودانیږې

په زندان او هتکړو دې زړګی مه خوره
ګلاب رنګ بندي جانانه ودانیږې

د بارود لمبو سوزلیه مبارکه
نازولیه قدردانه ودانیږې

د شهید جانان یتیم بې وزله وروره
له ارمان دې شم قربانه ودانیږې

نور په مینه به دې غیږه شي سمسوره
پوري غر دښتي بیابانه ودانیږې

تر اټک دې خامخا ژغورو وطنه
د ګلونو ګلستانه ودانیږې

عبیده مظهري ډېر شکر ګزار یم
د یتیم څیري ګریوانه ودانیږې

#عبیده مظهري


کاروان د سپینو ستورو کړي موجونه او ته نه یې
پیل شوی پــه هر لور سپین سهارونه او ته نه یې

اخ کاش چې د حالت دې هم په سترګو وی لیدلی
په تیښته باندي سر دي سره فوجونه او ته نه یې

نیم ژوانــدو ګل غټو بانــــدي شبنم میـده وریږي
را درومي پــــــــــه نڅا شـنه بهارونه او ته نه یې

پامیر نـــــــــه تـر شمشاده زوریدلي زړونه خاندي
خِجَل دي تــــــــور تمونـــه زندانونه او ته نه یې

پــــه شـوق سنـــدرې وایې بلبلان پـــه چنارو کې
د ظلم ټغـر ټـــــــــول بنـــــد بمبارونه او ته نه یې

سپین تـوغ تـه سلامـې کړي نړۍ وال په احترامه
نسکــــــور یاغــي ککرې ســـیاستونه او ته نه یې

نامْراد یــاد دې تـــواف کـــــــوي د زړه له حرمېنو
را پــاتـــي دې بلها ګـونګ تصویرونه او ته نه یې

لیکل دې او ویل دې بیــا پــــــه میــنه ورته ګورو
را پاتـــي دې لیکلي یـــــــــاد ګارونه او ته نه یې

بیلتون دې اخ زغملای "عبیـــــده مظهري" نه شم
تل وایــــم دې غمجن غمحن شعرونه او ته نه یې

#عبیده مظهري


پــــه دې څو ورزو کــــې جانانه خفه کیږي به نه
زمـــا مظلــــــــــــوم افغانستانه خفه کیږي به نه

بس شکر کانده امتحان کې چې سر لوړی شولې
خیر کـه نیم ژوانـدی يې ارمانه خفه کیږي به نه

خـړه کیږدۍ دې نــړۍ وال په رسمِېت پیژني
پــــه ژړا لونــــد څیري ګریوانه خفه کیږي به نه

ته لږ څه صبر شـــه یو څو ککرۍ نور درځار شي
شي بــــه حاکم پـــر ټول جهانه خفه کیږي به نه

درتـــه سنبول بــه د یــو والي خامخا را درومي
نن در پـــــــه در پښتونستانه خفه کیږي به نه

د ژونـــــــد عجیبه افسانــــــې دې یاره وزمایلې
که تــــــــور ایره شوي مسلمانه خفه کیږي به نه

پــــه غرو رغو کې دیـــــــــن لپاره عبیده مظهري
له سوي اه دې شـــــــــم قربانه خفه کیږي به نه

#عبیده مظهري


په یـــو نظر دې مات کړل بلا زړونه زوروره
د حسن باد چاخیله وایه څه دې په زان کړي

#ع مظهري


په کــــــور پاتــــــې ناوکېو؛ دې پام ساته
دیتــــــــــــیـم پـــه اسویلېو؛ دې پام ساته

په قرا قرا دې هر قـــــــدم مظبوط کږده
رنګ پــــــــــه وینو شازلمېو؛ دې پام ساته

د فاني دنـیا څـــــــــــــو ورزې دي تیریږي
پــــه وریت شوؤ پــــر ګنېو؛ دې پام ساته

میم؛ زر ؛ما؛ کې چــــــې لاهو نشي جانانه
تر سحاره پـــــــــــه سلګېو؛ دې پام ساته

ابدي کـــــــور قبرستان درنــــه هیر نشي
مجاهــده پـــــــــــــه زړګېو؛ دې پام ساته

هر کـــــوڅه کـــې د شهیدو وینو څاڅکي
لـــو لپه پـــــــــه ګل غوټېو؛ دې پام ساته

د زرې؛ زرې ؛ حســــاب کتاب بــــــه کیږي
لــوي منزل پــــــــه تاریکېو؛ دې پام ساته

لــــــه رڼو اوښکو خالـي دې سترګي نشي
عیش نوش او پـــــه سیالېو؛ دې پام ساته

د مظلوم ازار تــــــر عرش پـــه بیړه رسي
په نـــــري تــار بــــــــاریکېو؛ دې پام ساته

د غرور لمن تــــــــه پام چې ګـــــزار نشي
پس له مرګه پــــــه سختېو؛ دې پام ساته

نصرتونه د الله ﷻ دي تــه هیـڅ نـــه یې
پـــــــه راغلو قـــــــــــربانېو؛ دې پام ساته

تور پړونی د وحشت پــــــــــــه زنځیرونو
پـــــه ولچک او هــــــتکړېو؛ دې پام ساته

فکر؛ ذکـــــــــر دې دراز کـــــــــړه لکه نهر
دریابو کې پـــــــــــه ماهېو؛ دې پام ساته

د عمر تاریخ ژونـــــــدی ســـــــاته جانانه
پـــــــــه معصـــومو چیلکېو؛ دې پام ساته

عبیده مظهري هیر چـــــــې درنـــــه نشي
رانه پاتي پـــــــــــــــه غمېو؛ دې پام ساته

#عبیده مظهري


زمونـــــــــږ د کلـــــــي ؛مهاجره یاره
رازه رازه آی ؛ شـــــــــــــملـوره یاره

لـــــه برکت دې تــــــور تمونه تښتي
رڼا خوره شوه پـــــــــه هر ؛دره یاره

د تـــــــــور کړنګ نـــه د بري په تکل
دیــــــدن دې غــــواړو؛ بهادره یاره

د ګلابونو ګل غــــوټۍ ټـــــــــوکیږي
شــــــوله فضا پـــــــري؛ معطره یاره

پیـــره پــــــرون دې د خوبونو تعبیر
نن شــــــــو روښــانه لکه؛ لمره یاره

زمونږ د غوېــورو ډبـــر بې احده وینو
کـــړ را پـــــــه برخه لوي؛ اختره یاره

لــــــه غرو رغـــو نــه عبیده مظهري
خـــــــوښۍ نڅیږي د زړه؛ سره یاره

#عبیده مظهري


نوي تــــرانه)

د شهادت اعــــزاز لپاره هر دَیَــــار لټوم
لکه مجنون دښتي مېرې تل ناقرار لټوم

آواز/ انس هاشمی اغا
شاعر/ عبیده مظهري


پیره پــام دزړه ازار چې مې وا نخلي
کنه تور لـوګی ایـره بــه دې بشر شي

د مظلوم ښیرا چې چاپسي ده شوي
خـدای ګو هغه خدای وهلی در په در شي

د منصور غوندي په دار چې شکر کاندي
په دنیا باندي روښانه لکه لمر شي

د لستوڼي مار مؤمن ته چې څوک جوړ شي
خامخا به شرمیدلي په محشر شي

چې په هسکه غاړه دار ته لبیک وايې
خود محبوب به ډېرو زړنو ته دلبر شي

حقیقي مینې ګرداب ته چې ګوزار شي
نه یې خوف او نه یې ډار نه مرور شي

عبیده مظهري کله چې ورک وینم
هغه ورځ بس هو بهو لکه اختر شي

#عبیده مظهري

1399/1/1


د هجـــــــر تـــــــاب دې نــــه لرم جانانه
درد د بیلتون دې وخــــــــــــــوړم جانانه

له کوم ساعتـه چــــــــې دې کـــډي کړي
سلګۍ پــــــه ستـــــونې کې ساتم جانانه

د خیـــــــال مرغۍ مــــــــې مروره ګرزي
یاغي باغي کــــــــــــــړه د ستا غم جانانه

پر نیمه شــــپه دې ګونګ تصویر تـه کاته
د زهــــرو "غړپ" بــــــــــس تیروم جانانه

پل پـــــــه پل یاد دې شکنجې راکـــــوي
اخیستی نشـــــــمه قــــــــــــــدم جانانه

زړګی مــــــــــې رپي لکه زیړه پاڼــــــــه
شـــــــــــــــــــو بې اثـره د پـیر دم جانانه

له غر یوه ډک ورتــــــــــه ډېر وګــــورمه
زیــــــــړ ما ځیګر چــــــــې ؤويـنم جانانه

چـــــــــې د یادو زلزله راشــــــــي په زړه
له درده ډک تـــــــــــــــــوري پییم جانانه

زخمونــــــه څړیکي بــــــې اختیاره وهي
اثر پري نـــــــــــــــــــه کوي مرهم جانانه

د زړه اواز تـــــــــــــــــــه "عبیده مظهري"
یــــاره کمزوری شـــــــــــــــي قلم جانانه

#عبیده مظهري

1399/1/1


خـــــدای پامان د زړګی سره غیږه راکړه
درنه زم زېــــــړ مازدیګـــــره غیږه راکړه

د دیـــــدن ورستۍ شبې دي بیا به نه یم
لـــــــــــــــه مدو ورک مروره غیږه راکړه

بیا بــه ناست تر خړ مزار مې غریو نیولی
ای زما خـــــــــــــــوږه دلبره غیږه راکړه

بیا مې یـاد کې؛ کلیوال جوړ شه د ستورو
ورتـــــــــه ګـــــوره تر سحره غیږه راکړه

خــــــدای خبر چې بیا راتم شمه تر کلي
مـــــــــــــــــــه ژړیږه شملوره غیږه راکړه

انتظار دي حـــــــــــــــور العیني په تلواره
روا نیـــــــــــــــــــږمه سنګره غیږه راکړه

درتــه بل زلمی بــــــه راشي هسکه غاړه
دکمـــــین یـــــــــــار څــــڼوره غیږه راکړه

عبیده مظهري پام چـــــــــې هیر دی نشم
پـــــــــه دعاوو تــــــر محشره غیږه راکړه

#عبیده مظهري

1398/12/27


زړه مــــې درد کوي بې واره ستا له یاده
ځـــواني مــــرګه په هر لاره ستا له یاده

پــــه هر خــــوا مې وي کاته غریو نیولي
سکون نشــته پــــــه دې ښاره ستا له یاده

ټـــــوله شــــپه د تـصــور وچه بیدیا کې
زړغــــــونی تـــــــــر سحاره ستا له یاده

ځار د حسن باد چاه خیله نـــــه هیریږي
تیر که قــــــرنې شي هزاره ستا له یاده

د تاریخ پـــه پاڼــــــو لیک دې کارنامو ته
زړه مــــې سوزي بې انګاره ستا له یاده

نازولیه تل مــــې ډېـــر پـــــه زړه وریږي
مظلوم زړه مــې دی بمباره ستا له یاده

شوګیرو سـره د ستــــورو شوم ملګری
کیسه وؤتــــــــه لـــــه ډاره ستا له یاده

"مظهري" د هجــر تاب دې نـــــــه لــرمه
"عبیده" شــــــــــــومه بیماره ستا له یاده

#عبیده مظهري

1398/12/22

20 last posts shown.

259

subscribers
Channel statistics