مسرور درمل


Channel's geo and language: not specified, not specified
Category: not specified


خوږو او د زړه ⁦♥️⁩ ټوټو ملګرو!
زما مسرور درمل د ټيليګرام نوی چېنل درسره جوائن کړئ، دلته به تاسو ته زما له شعرونو سره-سره نور اړين معلومات، شعرونه او ترانې هم وړاندي کیږي.

Related channels

Channel's geo and language
not specified, not specified
Statistics
Posts filter




د افغانونو وينه څومره بې ارزښته شوه!!!

امریکایي إشغالګر کیلوِن ګِبز په عدالت کې ومنل، چې د شرابو په نشه کې یې فقط د تفریح او یادګاري لپاره افغانان قتل کول.

26 کلن کیلوِن ګِبز په افغانستان کې د پنځه کسیزه ډلې (ففتھ اسټرایکر برګیډ) په نوم د یو قاتل ګروپ مشر و، کیلوِن ګِبز عدالت ته وویل: چې افغانستان کې یې د چاپو په مهال ډېر بېګناه افغانان فقط د تصویرانو اخیستلو او تفریح لپاره قتل کړل.

تحقيقاتي ډلې د قاتل کیلوِن ګِبز له شخصي موبایل څخه داسې ویډیوګانې او ساتل شوي تصویرونه هم عدالت ته وړاندي کړل، چې په هغوی کې د وژل شویو افغان وګړو د لاسونو پرې شوې ګوتې، ایستل شوي غاښونه او نور بدني اعضاء هم شامل دي، په یوه ویډیو کې کیلوِن ګِبز د وژل شوي قندهاري ماشوم څخه چې ګل محی الدین نومیږي د لاس ګوته پرې کوي او خپل ملګري (سارجنټ هولمز) ته یې په خندا ډالۍ کوي.
په بله ویډیو کې کیلون ګبز او ملګري یې په یوه څکه غونډۍ باندي دوه افغانان د تفریح لپاره په نښه کوي او وژني یې.

په یو انځور کې کیلوِن ګِبز د يوې افغانې میرمنې غوڅ شوی سر، په لاس کې نیولی او په خندا سره په ګوتو باندي د V نښان جوړوي.
د خیاطانو معنوي پلار کیلون ګبز دا هم ومنل، چې له وژلو وروسته به یې د افغان وګړو تر څنګ وسله هم کېښودله، د دې لپاره چې وژل شوي بېګناه افغانان ترهګر ثابت کړي.

نجیب اللّٰه عادل




چې د يار له پاکو وينو پوره نه شو
کبرجنې سولې څومره دې ولور دی؟

🎤غږ د‌ ملا ضياء الرحمن مدني
🖋️شاعر: مسرور درمل

ټولو شهيدانو ته ډالۍ!!




ا.ا له مادي لحاظه قوي او مجهز پوځ لري، چې بالکل د نورو له تأثیر څخه بې پروا دی، اميد یې يوازي د الله جل جلاله نصرت ته دی، او دښمن ته په خپلو پېچلو او قوي بريدونو سختې ضربې ورکوي، دا ستر ځواک د افغانستان د امنيت او ساتنې لپاره تيار شوی.

#بدري_ځواک




ا.ا د سپېشل فورس يوه ځانګړې قطعه لري، چې ځينې خاص پېچلي بريدونه کوي، په ښارونو کې د دښمن ظالم قوماندانان له منځه وړي، هغو مرکزونو ته داخليږي کوم چې امنیتي تدابير یې سخت وي، دوی د اسلامي نظام د قیام په مخ کې ټول خنډونه له منځه وړي او د دې هدف لپاره په مرګ هم پروا نلري.

#بدري_ځواک


غزل

نن ليدلی یې چې ټولې نړۍ ځل دی
ط-الب جانه ستا د سپینې پګړۍ ول دی

سپين بیرغ به یې په غېږ کې رپومه
د زړګي ټکور کابل دی زما خپل دی

پټوي له عقله درد د مظلومانو
د غلامو احمقانو ضمير غل دی

خوار ولس یې خپلو ګټو ته قربان کړ
وزير غل دی او پاچا ورسره مل دی

ای زما د سختو شپو خواږه ملګريه!
واخله لاس کې مې نيولی درته ګل دی

هر سهار ورته په سرو سترګو ژړېږم
دې صحرا کې تېر زما د جانان پل دی

ترې څڅیږي د بېلتون له درده وينې
د درمل زړګی په يار پسې پاګل دی

#مسرور_درمل


غزل

سپينې تورې یې کږې شولې له زنګه
چې د چا رګو نه ووتلې ننګه!

آزادۍ مونږه په سرو وينو ګټلې
سپينه سوله زېږېدلې ده له جنګه

تورې څڼې دې سپېرو خاورو کې کېښوې
اوس دې نه راځي د مینې غږ ملنګه!

چې همېش پرې دا بدرنګه نړۍ وينم
ستا ديدن به په دې سترګو کوم څنګه؟

اخ شهيده چې ولاړ ورته پرون وې
نن را ياد شوې د هغه چنار له څنګه

چې افغان ته د یرغل په نيت را درومي
دا نړۍ ولې جوړ سر وهي له سنگه؟

په زړګي کې مې دِ تا مينه را شنه ده
مجـ‌اهد په ونه دنګه غنمـــــرنګه!

د درمل د کلي ستړی ط-الب جانه!
دا کږه وږه پګړۍ دې مه شه ړنګه

مسرور_درمل


تازه غزل

د نړۍ په ستمګر دې مور کړه بوره
د غيرت شمله دې هسکه شوه باتوره

زهرجن ښامار خو تا وژلی ياره
اوس په وينو یې سره کړې ډېرو توره

جنتي زلميه! دين نه چې قربان شوې
خدای به درکړي ستر جنت او ښايسته حوره

بد سړي به له ښو خلکو سره خود وي
د شرابو څاڅکي وزي له انګوره

چې پيدا نکړې «درمل» زخمي زړګي ته!
د بېلتون په نازولي درد رنځوره

#مسرور_درمل


فاسده اداره

پاچا مفسد دی د بېنکونو دروازه فاسده
لنډه یې داده چې ده ټوله اداره فاسده

جنسي رشوت ورکوي ښځې چې چوکۍ اخَلي
ځلا فاسده ده، بلقیسه او ډېوه فاسده

مرستيالان غواړي چې شي پاتې د دوحې خبرې
په خوله لري هسې د سولې آوازه فاسده

د پارلمان وکيلان هم ډکوي خپل جېبونه
د اصلاحاتو په نوم تشه ډرامه فاسده

ډيموکراسي چې له انجونو نه پړونی واخلي
رانجه فاسد سترګې فاسدې شي او خوله فاسده

#غلامه_اداره


غزل

پاڼې پاڼې دی، زخمي پرهر پرهر دی
په سپېرو خاورو کې پروت مې ګل دلبر دی

چې د يار له پاکو وينو پوره نه شو
کبرجنې سولې څومره دې ولور دی؟

بوره مور دې خوښۍ نه لري په زړه کې
شهيد شوی دې شهيده برادر دی

آزادۍ د تا به هم زړه پرې خوږیږي
درنه ځار نن داسې ګل نازک بشر دی

عمري عدل به بيا پرې حاکميږي
دا هېواد مې د ملنګ ملا عمر دی

ستا د غاړې هار جوړيږي له ګلونو
ټولوم درمل، ګلاب دی که صدبر دی

#مسرور_درمل




علامه عبدالرحمن جامي رحمه الله ليکي:
په يوه مدرسه کې ډېره هوښیاره پيشو اوسېدله، د دې پيشو دا ځانګړتيا وه چې کله به مدرسې ته ميلمانه راغلل، نو دا پیشو به راغله او ميلمنو ته به یې وکتل او ټول به یې شمار کړل، بيا به لاړه او اشپز ته به يې ميَوْ ميَوْ کول، که يو ميلمه به وو نو يو ميَوْ به يې کاوه، که دوه ميلمانه به وو نو دوه ميَوْ ميَوْ به يې کول، همداسې څومره مېلمانه به چې وو هغومره ميَوْ ميَوْ به يې کول او اشپز به په همدې حساب خواړه تيارول.

يوه ورځ مدرسې ته يوولس تنه ميلمانه راغلي وو، خو پيشو اشپز ته لس ځله ميَوْ ميَوْ وکړ، نو اشپز لس خوراکه خواړه تيار کړل، کله چې يې دسترخوان ته راوړل، ګوري! يو خوراک کم دی، ځکه دلته يوولس کسان ناست دي او اشپز لس خوراکه تیار کړي دي دي، نو اشپز پیشو ته غوسه وکړه چې مخکينی عادت خو دي صحيح وو، نن ولي غلطه شوې يې؟!
پيشو يو طرف ته غلې ولاړه وه، اشپز چې ډېره غوسه ورته وکړه، آخر پيشو ته هم غوسه ورغله او راغله ټول کسان یې بوی کول شروع کړل، يوه کس ته چې را ورسېده، نو له بوی څخه وروسته يې پښه اوچته کړه او بولې/ميتازې يې پرې وکړې.

خلک حيران شول چې دا څنګه معامله ده؟ پيشو عجيب کار وکړ، خو بيا له تحقيق وروسته معلومه شوه چې هغه کس یهودي وو، مدرسې ته پټ د کوم غرض لپاره راغلی وو، مېلمه نه وو، د پيشو دغه کار خلک زیات حيران کړل.
[نفحات الانس من حضرات القدس (۱/۲۲)]

مولوي محمد ناصر منصور




د ملابرادر او مايک پمپیو وروستی ملاقات

ليکوال: مسرور درمل

د حق او باطل جګړه له هغه وخته روانه ده، کله چې یې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته امر وشو، د تاريخ صفحو د مسلمانانو او کفارو تر مېنځ ډیرې جګړې ثبت کړې دي، په دې جګړو کې أکثره هغه جګړې چې په ښه نيت او قوي هوډ د وطن د آزادۍ، اسلامي نظام د قيام او د اشغال د ځپلو لپاره شوې دي، کاميابې دي، دې جګړو مسلمانانو ته دا درس پرېښی دی، چې هېڅکله د خپل وطن په دفاع کې ناغېړي ونکړي او هر اشغالګر ته څرنګه چې مناسبه وي هغسې ماته ورکړي.

دې درس شل کاله مخکې د افغان ولس له مېنځه ځيني غيرتمن او هوډمن زلمي هم وهڅول چې د امريکا د اشغال په وړاندي مبارزه وکړي او دې ته یې پرېنږدي، چې په دې مسلمان هيواد کې پليته ډيموکراسي حاکمه شي، دا مبارزه لومړی هرچا د افغانانو په تاوان ګڼله، خو اوس شل کاله وروسته کله چې امريکا د سولې لپاره وزر ټيټ کړ، ثابته شوه، چې د تاريخ درس رښتيا او مثبت دی، دې پاکو افغانانو په کمو وسائلو خو قوي ايمان دا ستره جګړه وګټله، تر دې چې خپل دښمن یې هم په دې قائل کړ، چې زموږ جګړه پاکه او د پاک هدف لپاره وه.

د سولې په دې جريان کې له اشغالګرې امريکا سره، تړون لاسليک شو او پرون له ډېرو غورځو پرځو وروسته، د بین الافغاني مذاکراتو لومړۍ غونډه هم وشوه، غونډې ته د هغې امريکا د بهرنيو چارو وزير هم راغلی و، کومې چې شل کاله مخکې د افغانانو لپاره يوازي مرګ او زندان انتخاب کړي وو، له غونډې وروسته د طالبانو د سیاسي دفتر مشر او سیاسي مرستیال ملا برادر آخوند د امريکا د بهرنيو چارو له وزير مايک پمپيو سره ملاقات درلود، چې تر دې ملاقات مخکې د ملا برادر او مايک پمپيو ګډ انځورونه واخیستل شول او ډېر ژر په ټولنيزو شبکو کې له نادرو تبصرو سره نشر شول، چې له جملې یې د ځينې مشهورو عرب ليکوالانو تبصرې داسې وې:

دوکتور محمود رفعت د ملا برادر او مايک پمپیو له دې ګډ انځور سره ليکلي:
دا انځور عربو ته زر درسونه لېږي، د امريکا د بهرنيو چارو وزير د طالبانو په مخ کې شرمنده ولاړ دی، او له دې وروسته چې افغانستان ته یې يو لک سرتېري ولېږل او زر مليارده ډالر یې پرې مصرف کړل، اوس له طالبانو څخه دا غوښتنه کوي چې د خوندي وتلو لاره ورکړي، طالبان ماڼۍ او بېړۍ نه لري، نه هم د عربو د لښکرو په څېر تجارت کوي ځکه یې خاوره ازاده شوه او چين او روسيه یې د پلاوي د کوربتوب هڅې کوي.

عبدالحمید ليکي:
دوی به تاسو ته ترهګر ويل او په بېلابېلو لارو به له تاسو څخه ګرزېدل، که دوی بریالي شوي وای، تاسو ته به یې بیا هم ترهګر ويل او اوس چې دوی ناکام شول نو تاسو يوه قوي جوړه ياست چې له دوی سره خبرې کوئ!.

حيدر بن علي اللواتي ليکلي دي:
امريکا دوه لسیزې افغانستان اشغال کړ، حکومت یې ړنګ کړ، خلک یې بېځايه کړل، سلګونه زره خلک یې ووژل او د افغانانو له ځمکې او خاورې څخه یې ګټه پورته کړه، خو پايله یې څه ده؟ اوس امريکا غواړي چې ووزي او له طالبانو سره خبرې کوي، هغه طالبان چې امريکا د ترهګرې ډلې په نوم يادول.
دا د‌ هغه چا لپاره يو درس دی، چې فکر کوي چې اشغال يو لازمي تقدير دی او د قوي اشغالګر په وړاندي مبارزه يو بې ګټې کار دی.
له طالبانو سره د امريکا په خبرو کې مهم درسونه شته:
الله جل جلاله وعده کړې ده چې د باطل ډله په خپل بطلان باندي همېشه را جمعه نه وي، حتماً به دوی يو د بل په مقابل کې دریږي، که څه هم يو څه موده یې ووزي.
او بل دا چې څوک چې په هره عقيده په خپله خاوره له اشغالګر سره وجنګیږي، حتماً به کاميابه کیږي، نو هلته به څنګه نه شي کاميابه چې په حق هم وي؟

او د ناديا په نوم يوه عربه مېرمن ليکي:
طالبان پیسې، تېل او شتمني نه لري، خو په الله جل جلاله او د هغه په رسول صلی الله عليه وسلم باندي ټينګ ايمان لري او کلکه عقيده او هوډ لري، د نړۍ تر ټولو ځواکمن هيواد دوي ته ټيټ شو او دوی سرلوړي شول.
متل دی چې: ګرم لاس هرومرو ټپي کیږي.

او ډېرو نورو له انځور سره ليکلي چې دا يو تاريخي انځور دی، چې هغه څوک چې تر اوسه د ژوند حق نه ورکول کېده، اوس د خپل مقابل په مخ کې سرلوړی ولاړ دی او د کښېناستلو په وخت کې بې له انتظاره تر هغه مخکې کښېني.







20 last posts shown.

426

subscribers
Channel statistics