سعودي حکومت په روژه کې د عمرې لپاره شرطونه اعلان کړل
https://www.nunn.asia/?p=184440
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷ وری، ۱۴۰۰ل): د سعودي حکومت په روژه کې د عمرې ادا کولو لپاره ځانګړي شرطونه اعلان کړي دي.
د سعودي د حج او اوقافو وزارت ويلي، چې دوی به يوازې هغه چا ته د عمرې ادا کولو او په حرمينو شريفينو کې د لمونځ اجازه ورکوي، چې د کرونا ضد واکسينونه يې لګولي وي.
د حج او اوقافو وزارت زیاته کړې، چې ټولو هغو کسانو ته به د عمرې او په حرمينو شريفينو کې د لمونځ کولو اجازه ورکول کيږي، چې دوه ډوزه کرونا ضد واکسين يې لګولی وي او يا هم د لومړي کرونا ضد واکسين څخه يې څوارلس ورځې تېرې شوي وي.
د کرونا وبا له امله مسجد الحرام د لمونځ کوونکو پر مخ تړل شوی و، خو له اوو مياشتو ځنډو وروسته په تېر اکتوبر کې بېرته پرانیستل شو، همدارنګه عمره کوونکو ته هم اجازه ورکړل شوه او سعودي چارواکو د عمرې او حرمينو کې د لمونځ کولو لپاره شرطونه هم اسانه کړل.
سعودي حکومت د عمرې او حج لپاره احتیاطي تدابير وضع کړي، تېر کال يې هم د حج ادا کولو لپاره د کرونا وبا له امله بې ساري احتیاطي تدابير نيولي وو او يوازې لس زرو کسانو ته د حج اجازه ورکړل شوې وه او هغه هم د سعودي داخل کسانو ته، په داسې حال کې، چې هر کال په عادي حالاتو کې ۲.۵ ميليونه خلک د حج ادا کولو لپاره سعودي ته ځي.
همدارنګه د ټول کال په اوږدو کې د نړۍ له ګڼو هېوادونو د عمرې لپاره ميليونونه خلک ځي، خو د تېر کال په مارچ مياشت کې د کرونا وبا له امله د عمرې په ادا کولو هم بنديز ولګېد او بيا له اوو مياشتو ځنډ وروسته په اکتوبر کې د سختو احتیاطي تدابيرو او شرطونو سره د عمرې ادا کولو اجازه ورکړل شوه.
په دې وروستيو ورځو کې په سعودي عربستان کې د کرونا ويروس ناروغانو شمېر ۳۹۰ زرو کسانو ته رسېدلی او ۶۷۰۰ کسان ترې وفات شوي هم دي.