غــــــــــــــزل
شوله کیسه له کیسې تیره واخی څه ووایم
چې بیلتانه کړه غیږ چاپیره واخی څه ووایم
ستاجدایي ده که دخوب لیدل دي وه زړګیه
ورکړمه کوم رنګ زه تعبیره واخی څه ووایم
زخمي زخمې ټپي ټپي زړه ته به صبرغواړم
تیښته خو..نشته له تقدیره واخی څه ووایم
سرمې را وګرځي په سترګومې تیاره خپره شي
غم دې بخي کړی تاثیره واخی څه ووایم
ولي دې دومره ځر ستومانه کړم په نیمه لاره
زمــا دژوندون پاتې مصیره واخی څه ووایم
سلـــــګو نیولی انـــتظارځلاندته ګوره یاره
دغم زیندان کې ده آسیره واخی څه ووایم
انتظارځلاند
شوله کیسه له کیسې تیره واخی څه ووایم
چې بیلتانه کړه غیږ چاپیره واخی څه ووایم
ستاجدایي ده که دخوب لیدل دي وه زړګیه
ورکړمه کوم رنګ زه تعبیره واخی څه ووایم
زخمي زخمې ټپي ټپي زړه ته به صبرغواړم
تیښته خو..نشته له تقدیره واخی څه ووایم
سرمې را وګرځي په سترګومې تیاره خپره شي
غم دې بخي کړی تاثیره واخی څه ووایم
ولي دې دومره ځر ستومانه کړم په نیمه لاره
زمــا دژوندون پاتې مصیره واخی څه ووایم
سلـــــګو نیولی انـــتظارځلاندته ګوره یاره
دغم زیندان کې ده آسیره واخی څه ووایم
انتظارځلاند