طالب فیضان


Channel's geo and language: not specified, not specified
Category: not specified


وخت په وخت له نويو حمدونو، نعتونو، او جهادي حماسي ترانو سره ستاسو په خدمت کې(طالب فیضان)
کاږه واږه زلفان دي دنګه یاره خوند راکوي
سترګي راواړوه پر سترګو دي فیضان مین یم

https://t.me/joinchat/AAAAAEIMHfCdi71VDoFl1A

Related channels

Channel's geo and language
not specified, not specified
Category
not specified
Statistics
Posts filter




Forward from: 1*الــعصرخـــپرنــدوی اداره
الــــــعصرخپرندويه ادارې لخواوړاندي کيژي

نوي تــــــــــرانه

دسنګر غيږ کى ويده لکه غمى دى
پرځګر زخمى زخمى زمالالى دى

غـــــږ قاري علامحمداسير
شاعر طالب فيضان

https://t.me/Alasarmedia




نعتیه کلام
جمعه ماپښين

حسین پـه انبیاؤ کې حسینه پیغمبرهﷺ
خوږ نوم دي پر زړو خوږ لګي شرینه پیغمبرهﷺ

د ربﷻ محبوب آستازې جهان ستا په روی پیدا شو
دنیا ستا په راتګ شوه نازنینه پیغمبرهﷺ

د خدایﷻ عظیم قرآن دي نبوت باندي ګواه دی
ستایلی پاک اللهﷻ یې په یاسینه پیغمبرهﷺ

یو کم څلوریشت زره انبیاء وه رسولان وه
دې ټولو کې افضل وې بهترینه پیغمبرهﷺ

احمد، محمود، بشیر، نذیر، دي ښکلي دي نومونه
زیبا مخ دي ښڪلا لري امينه پیغمبرهﷺ

غمخوره د آمت نبي سلطانه محترمه
قربان دي شم رحمت للعالمینه پیغمبرهﷺ

طالب فیضان مین دي یم پر ښکلو ښکلو سترګو
لوګی دي شم له تاسره مي مینه پیغمبرهﷺ

درؤد شریف مه هیروئ
2019/10/11
👇👇👇👇👇
@talebfayzan1887


(نوې غــــــــــزل)
پنجشنبه

بې تا مي د زړګي مانۍ ویرانه ده کړېږم
دا ستړي زندګي نن راته ګرانه ده کړیږم

شهیده په فراق کي دي زما زړه ډیر زهير شو
له سترګو مي نرۍ اوښکه روانه ده کړېږم

دروند غم دي ګوره زما پر اوږو بار شو ځوانمرګه
د ژوند هره شيبه مي له خپګانه ده کړېږم

بیګا مي ټوله شپه ستا وتصویر ته وژړله
لمبه مي پر وجود له دې نقصانه ده کړېږم

چي و مې لیدو ستا ټوک ټوک بشر شهيده یاره
لړزه مې پر زړګي له هغه آنه ده کړېږم

یادونه يادګارونه دي غمونه، نور څه نشته
سلګۍ مي ډکه ډکه له ارمانه ده
کړېږم

طالب فیضانه دا یم له ملګرو نه يې بیل کړم
ګیله مې له دې خپل قسمت ناځوانه ده کړېږم
👇👇👇👇👇
@talebfayzan1887


زمـا خـوږمن زړګی چې پري آباد وو هغه څوک وو
ناښاد ناښاد ژوندون چې مې پري ښاد وو هغه څوک وو

په څنګه کې راسره یو ګلابي ځوان وو اوس نشته
ښايسته چې پري ډګر د استشهاد وو هغه څوک وو

رښتيا چي د سپيڅلي عشق په خوند باندي خبر وو
په مينه کې مجنون وو، هم فرهاد وو، هغه څوک وو

زما دوطن غرونه یې په ننګ باندي ګواه دي
سپین ستوری نازولـی د جهاد وو هغه څوک وو

پر زړونو باندي ګران د مجاهدو شازلمو وو
غښتلی مېړنی د درست هیواد وو هغه څوک وو

غازي وو ، مجاهد وو، سنګرونه پري ودان وه
عابد وو ، متقي وو ، هم جواد وو، هغه څوک وو

دننګ تاریخ یې پاته شو دې درستي دنیاګۍ ته
فیضانه چي ځپونکی د فساد وو هغه څوک وو

@talebfayzan1887


ښکلې ښکلې تاتـــــــــه مي سلام دی پیغمبرهﷺ
لــــــــــــــــوړ مرتبه ستر دي مقام دی پیغمبرهﷺ

بلــــــــــــغ العُلی بکمالــــــــــــــــــــه جانـــانه
کشف الدُجی بجمالـــــــــــــــــــــــــه جانـــانه
حصنت او جميع خصالــــــــــــــــــــه جانـــانه
صلُو عيله صلُو والــــــــــــــــــــــــــــه جانـــانه
نـــــــــــــوم دي بهترین خیرالانام دی پیغمبرهﷺ

ای د ربﷻ محبوبه تــــــــــه خاتم النبيین یې
خیر الامتِ انـــــــــــــــــــــت رحمت للعالمین یې
ته په انبیاؤ کي جـــــــــــــــــــــانانه بهترین یې
ځکه ربﷻستايلی پــــه قرآن کي په یاسین یې
ستا په نوم موصوف دکـــــوثر جام دی پیغمبرهﷺ

اللهم صلّی صد سلام دي وي پر تا نبيﷺ
ځار دي شمه سروره یا حبيبه د مولا نبيﷺ
ستا له رُوی پیدا کړه ربﷻدنیا او ما فیها نبيﷺ
د امت لارښوده محترم خیر الوراء نبيﷺ
ستا راتله اُمت لــــــــــــره انعام دی پیغمبرهﷺ

نوم دي څومره خوږ دی ای سلطان دثقلینو
ډیر يې بهترين شاهی خــــــــــوبان دثقلینو
ستاسره مــــــــــــي مینه ای جانان دثقلینو
غوښتی پـاک سبحان یې تر اسمان دثقلینو
شوی دي معراج کـــــــــي احترام دی پیغمبرهﷺ

ستا پــه خاطر وختۍ خبیب په دار دميني
حضرتِ بلال شــــــو پر سينه پرهار دميني
وخوړو پـــــــه تن غشی حمزه ګذار دميني
ځار شول محمدهﷺ ستا یاران پر لار دميني
هر قــــــــول دي زیری او پيغام دی پیغمبرهﷺ

ستا عشق کي دي یاره پر زړه سوری زخمي زخمي شم
فخر به کـــړم ډیر چي ستا په مينه قرباني شم
بیا به هم خوشهال یم چي دا ستا دعشق بندي شم
کله به روضې تــــه درنیږدې فیضان عاصي شم
تا باندي نــــــــازل د ربﷻ کلام دی پیغمبرهﷺ
@talebfayzan1887


Forward from: داوبی اتلان خپرندویه اداره
دشيخ الحديث مولوي عبدالبصيرصاحب حفظه الله بيان
خصوصادنعتخوانانواوشاعرانو دفاره ئى اوريدل ضروري دى


د سنګر غیږ کې ویده لکه غمی دی
پر ځیګر زخمي زخمي زما لالی دی

زکندن یې دی آه آه یې تر خوله وځي
د ژوند کور ته یې راغلی نن مرګی دی

عزرایله، روح یې واخله په کراره
د یار عشق کې صدقه او سپلنی دی

روح یې پور ته کړه وعرشِ معلّا ته
پر مالک د عرش بايللی یې زړګی دی

انقلاب کې یې هم پلار دی شهید شوی
نن د هغه شهید پلار شهید بچی دی

چې زموږ وزخمي زړونو ته ملهم وو
شهادته نن دي وړی ها سړی دی

شهادته خپله غیږ کړه ورته خلاصه
فیضان تا پسي دډیر وخت لیونی دی

@talebfayzan1887


غـــــــــــــــزل

وخت د تشکیل دی کلکه غـاړه راکوه جانانه
خدایﷻ خبر بیا به سره ووینو که نه جانانه

په مرګ او ژوند باندي باور نشته حالات نازک دي
په هره ورځ وي د یــو چـــا د مرګ نعره جانانه

مرګی را درومي مرګ د چا ارمـان ته کله ګوري
مـــرګ کله غــواړي لــــه هیچا نه اجازه جانانه

انقلابونه دي وختونه څــه حساس غوندي دي
لــــه هـــر ملګري سره نــــــه کيږي لیده جانانه

ډرون ګرځیږي فضا خړه ده ډیر پـام به کوې
ضرور دي څاري که په ورځ وي که په شپه جانانه

دخدایﷻ پامان زه درنه لاړم پام چې هیر دي نشم
کله نـــــاکله مې مــــــزار ته هم راځه جانانه

هسي نه دا ځلي شهید شم بیا دي نــــه ووینم
خیر دی فیضانه ته دوعـــــاوی رالیږه جانانه

تر ټولو ستر ارمان دشهادت
@talebfayzan1887


کاش چي یو ځلي وای درغلی محترم حبیبه،
خير الاُمم حبیبه ،
درنه قربان شم ،

په ټــول دنیا کي نازولی
ډیر مي ياديږي داستا کلی
تا يې پر ځمکه باندي ایښی خپل قدم حبیبه،
خیر الاُمم حبیبه،
درنه قربان شم،

چي مدینه کي تل مدام وای
ژوند به مي څومره په آرام وای
پر مین زړه به مي هیڅ نه وای درد اوغم حبیبه،
خیرالاُمم حبیبه،
درنه قربان شم،

ستر دي مقام اعلی دي شان دی
پـر تا نــازل عظیم قرآن دی
بل له تا نشته په جهان کي مکرم حبیبه،
خیرالاُمم حبیبه،
درنه قربان شم،

ته مي در وغواړه روضې ته
د ښکلا ډکـــــــي مدینې ته
ديدار دشنې روضې مي زړه دی ملهم حبیبه،
خیرالاُمم حبیبه،
درنه قربان شم،

ژوندون مي هلته تېرېدلای
هغه کوڅو کي ګرځیدلای
چي مي داستا دیدن کولی دم په دم حبیبه،
خیرالاُمم حبیبه،
درنه قربان شم،

ته مي وځان لره قریب کړه
له غمو خلاص فیضان طالب کړه
له ژونده ستړی پریشان یم پر عجم حبيبه،
خیرالاُمم حبیبه،
درنه قربان شم،
@talebfayzan1887


دخوږ ژبي ترانه خوان قاري منصور غزنوی چینل درسره جوين کړئ
☝️☝️☝️☝️


تبادلې ته اړتیا ده




Forward from: 1*الــعصرخـــپرنــدوی اداره
الــــــعصرخپرندويه ادارې لخواوړاندي کيژي

هجر ځپلی یم د يار
شوم له بيلتونه ناقرار
غم دي زما پر اوږو بار
شوم له بیلتونه ناقرار

اوازونہ نقیب اللہ ھمدرد او منصور غزنوی
شاعر طالب فیضان

https://t.me/Alasarmedia


د خدایﷻ رضاء لپاره اور ته وړو ګلرنګه ځوانۍ
نور څه خو نه نلرو صرف یو سر شکرانه ورکوو

دتیري شپې دمشاعرې یو بیت


جمعه مبارکه

له غمه ډکي سترګي زمانې، څه د ارمان
را څاڅي تړمي اوښکي تر لیمې، څه د ارمان

څه شور ما شور دی وګوره فضا د ویر خپره ده
راغلي دي تر کلي جنازې، څه د ارمان

ددې هیواد یتیم مظلوم ماشوم ته نظر وکړه
پر تن باندي شلیدلي یې جامې، څه د ارمان

دوران کلي ګودر او چنار دواړه شهيدان دي
پرتې دي د شهید منګي ټوټې، څه د ارمان

له ډیره غمه ما ورته بیشمیره اوښکي توی کړې
پرون راته کولې چا قیصې، څه د ارمان

غمونو دي زما پر زړه منګولي ښخي کړي
دا ورځي دبیلتون او دغه شپې څه د ارمان

طالب فیضان به هلته بیا در یاد شمه جانانه
چې ووينې پر قبر مې جنډې، څه د ارمان

@talebfayzan1887
2019/10/4


تاندي ځوانۍ دزړه ماڼۍ ځاروو ستا لپاره
د ژوند هستۍ او آبادۍ ځاروو ستا لپاره

د زړګي مینه په سکروټو په لمبو ماتوو
هرڅه خوښۍاوخوشالۍ ځاروو ستا لپاره

نورڅه خو نه نلرو صرف یو سر شکرانه درلیږو
یوه ککرۍ غاڑه مرۍ ځاروو ستا لپاره

یو په عشاقو کي ممتاز عشق مو ده وینه مینه
هیلي غوټۍ اه اوسلګۍ ځاروو ستا لپاره

آبدي ژوند ته ځو فاني ژوند سره حُب نه ساتو
ځکه شتمنۍ د دنیاګۍ ځاروو ستا لپاره

موږ عاشقان ديار لپاره تر سر مال تیریږو
دا آبادۍ د زندګۍ ځاروو ستا لپاره

فیضانه وګوره تاريخ مو دعمر پشان کې
تخت د چوکۍ اوباچهۍ ځاروو ستالپاره

@talebfayzan1887


نوې غــــــــزل

زړګی مې ډير دی ناقرار ، یاره دا ستا له غمه
پکښې غمونه دي بېشمار ، یاره دا ستا له غمه

دا ستا یادونو خوب او خیال راڅخه نن وړی وو
شبګیر شبګیر وم تر سهار ، ياره دا ستا له غمه

ستا دارتلو په طمعه طمعه به مې شپه ویښه کړه
وم به تر ډیـره انتظار ،
ياره دا ستا له غمه

بېشمېر غمونه دي زما زړه کې دمه ولي دي
زړګی مې ستا په غمو بار ، ياره دا ستا له غمه

یاد دي آشنا ډیر وفادار راسره تل پاته وي
کم دي جانانه دی دیدار ، ياره دا ستا له غمه

ورکه آشنا په زړګي سخته ولي نه را درومې
څارمــه ستا د راتلو لار ، ياره دا ستا له غمه

قلم مي اوښکي اوښکي توی کړلې طالب فیضانه
لیکۍ مي ستا دسوز يادګار ، ياره دا ستا له غمه

@talebfayzan1887


را ځوړند دي تصویر زما دځیګر، پر دیواله
لیکلی دي انځور دی انځورګر، پر دیواله

زما د وران وطن حالات به څه درته تشریح کړم
پرتې دي ويني ويني د بشر، پر دیواله

دې کلي کي مسجد او هم امام دی شهيد شوی
جوړ کړی نړیوالو دی اشر، پــر ديواله

دا هسکه نرۍ غاړه دي صرف یو ځلي ښکاره کړه
ښکاره کړه توري سترګي سراسر، پر ديواله

تیرې سترګي دي وګوره یو خوا بل خوا تري وزي
دا کاڼي کاڼي زړونه کړي نظر، پر دیواله

دا څه توره تياره ده زموږ هیواد کې ای فیضانه
لویدلی ژړی لمر دی ماځیګر، پر ديواله

👇👇👇👇👇👇
@talebfayzan1887

20 last posts shown.

1 042

subscribers
Channel statistics