برتانیا کې یو افغان د پخوانۍ مېرمنې او خواښې په وژنه په عمري بند محکوم شو
برتانیا کې یو افغان وروسته له هغه په عمري بند محکوم شو چې د خپلې پخوانۍ مېرمنې او د هغې د مور په "بې رحمانه" وژلو یې اعتراف وکړ. ۴۹ کلنه خوله سلیم او ۲۲ کلنه رنیم عوده د اګست په ۲۷مه په سوليهول کې د مېرمن سلیم له کور بهر په مرګوني ډول وهل شوې وې.