غزل
زړګیه لږ قرار شه له دردو بلا دي واخلم
شبګیره راسره یې تر سفېدو بلا دي واخلم
ملنګه بیا دي کومّ ارمان شهید دی ورته ژاړې
د ماتو ماتو هیلوُ ارمانو بلا دي واخلم
وختونه زمانې خو ډيري تیري شوي خالقه(ج)
چي زړونه په پکي روغ ؤ دهغو بلا دي واخلم
چي دا زیړ مازیګر وي او نشتون د چا دسترګو
په درد باندې اخته شم د رګو بلا دي واخلم
بې تا مي زِندګي په ځواني تېره نیمایې شوه
جانانه که ته نه یې د یادو بلا دي واخلم
وقادملنګ خو مات نه ومه مات به شم لالیه
دا غم مي هڅه کړي د ماتېدو بلا دي واخلم
(وقادملنګ زابلي)
زړګیه لږ قرار شه له دردو بلا دي واخلم
شبګیره راسره یې تر سفېدو بلا دي واخلم
ملنګه بیا دي کومّ ارمان شهید دی ورته ژاړې
د ماتو ماتو هیلوُ ارمانو بلا دي واخلم
وختونه زمانې خو ډيري تیري شوي خالقه(ج)
چي زړونه په پکي روغ ؤ دهغو بلا دي واخلم
چي دا زیړ مازیګر وي او نشتون د چا دسترګو
په درد باندې اخته شم د رګو بلا دي واخلم
بې تا مي زِندګي په ځواني تېره نیمایې شوه
جانانه که ته نه یې د یادو بلا دي واخلم
وقادملنګ خو مات نه ومه مات به شم لالیه
دا غم مي هڅه کړي د ماتېدو بلا دي واخلم
(وقادملنګ زابلي)