:( راپسي راغللي ):
زه خو لکه لمر تر غرو پنا شومه
ته لکه سپوږمۍ راپسي راغللي
ژوند مي د مرګي خولې ته راوړی ؤ
زار دي تر یارۍ راپسي راغللي
زه یې د زړګي ارمان ته وصل کړم
څو دانې مرمۍ راپسي راغللي
ستا په ننګ مي جنګ ته ملا تړلې وه
ناوي ازادۍ راپسي راغللي
ټيټ سر له وطنه شرمېنده لاړي
ډير په مغرورۍ راپسي راغللي
بیا یې زړه ته رالي د وقادملنګ
ورکي وي سلکۍ راپسي راغللي
(وقادملنګ زابلي)
زه خو لکه لمر تر غرو پنا شومه
ته لکه سپوږمۍ راپسي راغللي
ژوند مي د مرګي خولې ته راوړی ؤ
زار دي تر یارۍ راپسي راغللي
زه یې د زړګي ارمان ته وصل کړم
څو دانې مرمۍ راپسي راغللي
ستا په ننګ مي جنګ ته ملا تړلې وه
ناوي ازادۍ راپسي راغللي
ټيټ سر له وطنه شرمېنده لاړي
ډير په مغرورۍ راپسي راغللي
بیا یې زړه ته رالي د وقادملنګ
ورکي وي سلکۍ راپسي راغللي
(وقادملنګ زابلي)