غزل
چې تويېدلې مې له سترګو نه دانې داوښکو
کولې تاپسې مې سترګو سرې لمبې د اوښکو
لیکوال ته به هم پرې ستړی شې دي دومره ډیرې
که درته ومې کړې دخپل ژوندون کیسې داوښکو
ماذیګری ؤ ستا نشتون ؤ زړه مې ښه نه ولو
په ګریوانه باندې راتله لې مې؟ رمې داوښکو
لا به ترڅو پورې جاري وي لا به نه ختمې ږي
اې نو ترکومه به وي نور هم سلسلې داوښکو
داستا له یاده مې داوښکو له غميو څخه
دي جوړې کړې ګوره ښې ډیرې تسبې داوښکو
ما اوریدلې بدرالدین ځلانده تا چې بیګا
ولې لیکلې په قلم څو ترانې داوښکو
بدرالدین ځلاند
چې تويېدلې مې له سترګو نه دانې داوښکو
کولې تاپسې مې سترګو سرې لمبې د اوښکو
لیکوال ته به هم پرې ستړی شې دي دومره ډیرې
که درته ومې کړې دخپل ژوندون کیسې داوښکو
ماذیګری ؤ ستا نشتون ؤ زړه مې ښه نه ولو
په ګریوانه باندې راتله لې مې؟ رمې داوښکو
لا به ترڅو پورې جاري وي لا به نه ختمې ږي
اې نو ترکومه به وي نور هم سلسلې داوښکو
داستا له یاده مې داوښکو له غميو څخه
دي جوړې کړې ګوره ښې ډیرې تسبې داوښکو
ما اوریدلې بدرالدین ځلانده تا چې بیګا
ولې لیکلې په قلم څو ترانې داوښکو
بدرالدین ځلاند