ګیلمن پاتې یم
لا دې په مینه کې هغسي ګیلمن پاتې یم
لاپه زړګې کې زخم زخم او خوږمن پاتې یم
لا د هجرت په ښار کې ژوند د فردیسۍ کومه
لا ارمانجن او بې درمان له خپل وطن پاتې یم
زندګې بار پر اوږو ګرځوم د غم ټبر کې
زړه کې دننه وینې وینې زهرجن پاتې یم
ستړی وجود نمجن باڼه د هجر دښته کې تم
درد کې اسیر یم په غمونو کې دفن پاتې یم
وخته ناسور او نا علاجه یم روغتون کې بستر
سخته ناچاره نن سبا یار ته اړ من پاتې یم
که ستا د مینې په بیعت کې فرېب اوچل کومه
بیا مهاجر نو رښتیا ګوی نه د روغجن پاتې یم
لا دې په مینه کې هغسي ګیلمن پاتې یم
لاپه زړګې کې زخم زخم او خوږمن پاتې یم
لا د هجرت په ښار کې ژوند د فردیسۍ کومه
لا ارمانجن او بې درمان له خپل وطن پاتې یم
زندګې بار پر اوږو ګرځوم د غم ټبر کې
زړه کې دننه وینې وینې زهرجن پاتې یم
ستړی وجود نمجن باڼه د هجر دښته کې تم
درد کې اسیر یم په غمونو کې دفن پاتې یم
وخته ناسور او نا علاجه یم روغتون کې بستر
سخته ناچاره نن سبا یار ته اړ من پاتې یم
که ستا د مینې په بیعت کې فرېب اوچل کومه
بیا مهاجر نو رښتیا ګوی نه د روغجن پاتې یم