ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

:اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍوَعَلَی آلِ مُحَمَّدٍ.

موضوع:(دژبے عبادتونه (۱) موضوع)

((په نبی علیه السلام درود ویل))

دژبے عبادتونه نه یو بهترین عبادت په نبی (ﷺ) باندے صلاة او درود ویل،په رسول الله (ﷺ) باندے درود ویل یو بهترین عبادت دے چه الله جل جلاله پرے په قرآن کریم کښے حکم کڔے دے،دالله جل جلاله رسول (ﷺ) ورباندے حکم کڔے دے د درود فائدے ئے بیان کڔی،د درود نه ویلو نقصانات ئے بیان کڔی، جبریل علیه السلام او نبی (ﷺ) هغے انسان ته د ذلت ښیرے کوی څوک چه په هغه درود نه وائی.
(۱)-د درود فضیلت او بهتری:
درود هم په عباداتر کښے یو بهترین عبادت دے چه الله جل جلاله پرے په خپل کتاب کښے حکم فرمایلی دے،هغه فرمائی:
{إِنَّ اللهَ وَمَلَائِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيمًا }
بیشکه الله او دهغه ملائک په نبی (ﷺ) باندے درود وائی اے دایمان والو! تاسو په هغه باندے درود وایئ او په هغه باندے سلام وایئ په سلام ویلو سره.
من سورة الأحزاب- آية (۵۶)
د درود ویلو فضیلت او بهتری داده چه پدے بادندے الله جل جلاله په خپل کلام کښے حکم کڔے او هغه څیز چه الله رب العالمین پرے قرآن کریم کښے حکم وکڔی هغه یو بهترین کاروی.
(۲)-په درود باندے د رسول الله (ﷺ) حکم:
ددرود یوه بله بهتری داده چه پدے باندے دالله جل جلاله رسول (ﷺ) حکم کڔے دے.
{حسن بن علی رضی الله عنه فرمائی:رسول الله (ﷺ) فرمایلی دی:تاسو چه چرته یئ په ما باندے درود وایئ ځکه ستاسو درود ماته رارسیږی.[مجمع الزوائد]
(۳)-الله او دهغه ملائک په رسول الله (ﷺ) درود وائی:
ددرود یوه بله بهتری داده چه الله او دهغه ملائک په رسول الله (ﷺ) باندے درود وائی ،او یقینی خبره ده چه یو کار چه الله او دهغه ملائک کوی هغه به ډیر زیات بهتر کار وی.
دالله او دملائکو د درود وضاحت:
الله رب العالمین د درود ویلو مطلب دادے چه الله ربرالعالمین په هغه باندے د ملائکو په وڔاندے ثنا وائی،او دالله دملائکو درود دادے چه هغوی دنبی علیه السلام لپاره دعا غواری.
امام بخاری رحمه الله فرمائی:چه ابو العالیه رحمه الله فرمایلی دی:دالله جل جلاله صلاة په نبی علیه السلام په هغه باندے دملائکو په وڔاندے ثناء ویل دی او دملائکو د صلاة نه مراد دعاء ده.
(۲)دارنګه قول دعبدالله بن عباس رضی الله عنهما نه هم نقل کرے شویدے.
(راجع تفسیر ابن کثیر)
امام ترمذی رحمه الله فرمائی:دسفیان ثوری او د ډیرو اهل علمو نه نقل کڔے شوی دی چه هغوی فرمایلی دی:د الله صلاة نه مراد رحمت دي،او دملائکو دصلاة نه مراد استغفار دے.
(۴)-د الله په نبی باندے درود پیش کیدل:
{داوس بن اوس رضی الله عنه نه روایت دے هغه فرمائی:رسول الله (ﷺ) فرمایلی دی: ستاسو په ورځو کښے بهترینه ورځ دجُمعے ورځ ده،په دے کښے آدم علیه السلام پیدا شوے،په دے کښے وفات شوے،په دے ورځ به قیامت قائمیږی،نو تاسو په ما باندے په دے ورځ کښے زیات درود وایئ،ځکه ستاسو درود په ما باندے په قبر کښے پیش کیږی، صحابه کرامو عرض وکڔو:یا رسول الله!زمونږ درود په تا باندے څنګه پیش کیږی او حال دادے چه ته په قبر کښے وروست شوے ئے او ذرے ذرے شوے ئے؟نبی (ﷺ) وفرمایل: الله جل جلاله په زمکه دا خبره حرامه کڔے چه هغه دے دانبیاؤ لاشونه وخوری).[اخرجه احمد:۴/۸]

دژبے عبادتونه او ګناهونه