اسلام او سیاست
لمړۍ په اروپا کې د دین او سیاست جلا کولو فکره هغه مهال عامه شوه چې په (۱۷۸۹م) کال په فرانس کې له صنعتي انقلاب راتلو وروسته یې سیاسي وجود اختیار کړ، په نوولسمه میلادي پېړۍ کې په ټوله اروپا کې سیکولریزم عام شو او بیا په شلمه پیړۍ کې یې د نړۍ د ډيرو هېوادونو په سیاست او حاکمیت کې ځای ونیو، له دې امله چې په نړۍ کې له اسلام پرته په نورو ادیانو کې د اجتماعي او سیاسي ژوند لپاره کوم ځانګړی نظام او لارښووني وجود نه لري نو ځکه زیاتره ادیانو دا مفکوره خپله کړه او خپل سیاسي نظامونه یې له سیکولریزم سره وتړل؛ خو د نورو ادیانو برعکس اسلام له ژوند څخه نیولې تر حکومتولۍ پوري د ټولو مسائلو لپاره حل لاري او غوره لارښووني لري او د نړۍ په هره برخه کې د هر زمان او مکان سره سم تطبیق صلاحیت لري، په هر وخت کې د هر ډول نویو مسائلو ځواب لري، د هرې ستونزي حل لاري لري او د ژوند ټولي مشروع اړتیاوي پوره کولی شي.
د سیکولریزم داعیان د مسلمانانو د تېر ایستلو لپاره ددوي په اذهانو کې دا خبره اچوي چې ګواکې دین او دنیا بیل شیان دي او د نورو ادیانو په څېر اسلام هم د انسانانو ټولي اړتیاوي نشي پوره کولاي، د همدې مقصد لپاره لوېدیځ په اسلامي نړۍ کې په ځانګړي توګه د مستشرقینو شاګران وکارول چې د اسلامي شریعت نبوي سیرت او اسلامي تاریخ د مسخ کولو او د سیکولریزم د رائج کولو لپاره ناپاکه کوششونه وکړي.
#تـلاس_نشراتي_ټـولنـه
#ځـوان_نـسل
@Aodaapata