غزل
دا چې مې څنګلو ته بنګـــــــــــــړي راځي
ســــــــــتا د تلو نه پس په ما پیري راځي
اخ مې بې اختياره له خــــــــــولګۍ وځي
کله چې مې پښــــــــــو لاندې ميږي راځي
مونږ کره دې خپله مـــــــــــــــور راولېږه
ما پســـــــــــــې جرګې جانانه ځي راځي
ســــــــــــــــتا پشانتې عطر چا وهلي دي
هســـــــــــې مې پرې مينه د زړګي راځي
لاس مې په غـــــــــوږو باندې نيولي دے
شـــــــــــور راله د خپلې خاموشي راځي
شـــــــــــړنګ په پانزيبونو (دعا) مه کوه
بيا به ستاســـــــــــو چم ته ليوني راځي
دعا تندر