🌹زندانی ګلاب🌹


Channel's geo and language: not specified, not specified
Category: not specified


سلام په ادب او احترام ګلونو دوستانو #زندانی_ګلاب یم له بلها ځله بلاک نه پس مي یو ځل بیا د ټلیګرام نړی ته سر راښکاره کړ،
غواړم درسره تازه تازه جالب او حیرانوونکی توکي درسره شریک کړم
له مونږ سره پاتي شی
@Gulab_Gulab

Related channels

Channel's geo and language
not specified, not specified
Category
not specified
Statistics
Posts filter


نننۍ د مسلمانانو ټولنه د جهالت په ګرداب کې «لومړنۍ برخه»

امرالله عمران


اوس موږ ګورو چې په نړۍ کې په میلیاردونو مسلمانان اوسیږي، خو بیا هم د اسلامې ټولني د شتون نه بې برخي یو، دا ځکه چې د اسلامې شریعت احکام نه عملي کیږي، او د اسلامې معیارونو سره ژوند نه ترسره کیږي، د نن مسلمان د الله تعالی هغه فرمان هیر کړي چې فرمایې: ( کنتم خیر امة أخرجت للناسِ تأمرونه بِ لمعروفِ وتنهونَ عنِ المنکر وتؤمنونَ … ـ ال عمران ۱۱۰ )

ژباړه ( تاسو هغه غوره ډله یاست چې د انسانانو د لارښوني لپاره راپورته کړای شوي یاست، تاسو خلکو ته د نیکۍ کولو حکم کوي او له بدیو نه یې ایساروي او په خدای ایمان لري )

نو په دې باید سره پوهه شوو چې اسلامې ټولنه د مسلمان په شتون سره نه رامنځه ته کیږي، بلکې د اسلامې احکامو په شتون سره رامنځته کیږي، نو پس لمونځ، روژه، زکات، او نورو فردي اعمالو په شتون کې بیا هم موږ هغې ته اسلامې ټولنه نشو ویلی، تر هغې چې د فردي اعمالو سره سره امربلمعروف او نهي عن المنکر نه وي موجود، د فرد او کورنۍ نه نیولي تر دفتره، حکومت، قانون، قضا او بازاري معملاتو راکړه ورکړه پوري، او د ژوند په ټولو چارو کې د الله احکام پیاده نشي.

لکه چې الله تعالي فرمایې: ( ان الحکم الا لٍلٍه امر ألا ایًاه ذلک الدین القیم) یوسف ۴۰

ژباړه : فرمانروایې یوازي هماغه پاک ذات لره ښایې، د هغه فرمان دی، چې له هغه نه پرته به د بل چا بندګې نه کوئ، همدغه دین قیم (د ژوند پاکه اوسمه لار ده )

نو پس هر څه چې د الله تعالی له لوري رالیږل شوي، همدا د انساني فطرت سره سم دي، او د انسانانو د اړتاوو سره په پام رالیږل شوي.

( الاَ یَعلَمُ من خلق وَ هُوَ اَللطِیفُ اُلخبیر) (ملک ۱۴)
ژباړه: (ایا هغه ذات چې مخلوقات یې پیدا کړي دي له حاله یې خبر ندی؟ هغه ډیر بارکبین او باخبر دی)

نو چا چې انسان پیدا کړي، او روزي ورکونکی دی، نو هغه دا حق هم لري چې په انسان حاکمیت هم وکړي، نو ځکه د هغه دین د ژوند لپاره یو منظم قانون دستور او سرچینه ګڼل کیږي، دا چې د نن مسلمان د د زلت په کندو کې تندکونه وهي دا د یو بل انسان په لاس جوړ شوي دستور پسي روان دی، هغه چې سرچینه یې د انسان نظریات او افکار هوا و هوس دي، او دا خو څرګند ده چې انسانې پوهه او علم نیمګری ده، او د انسان نظریات او افکار د انحرافه خالې نه دي.

الله تعالی فرمایلي: ( وما أوتیتم من العلم الا قلیلا ) ( اسراء ـ ۸۵ )
ژباړه ( هغه پوهه چې تاسو ته درکړل شویده ډیره کمه او نیمګړي ده )

نو دې ټولو حقایقو او واقیتونو ته په کتلو ویلی شوو چې په هر شکل هر نوم او هر ډول نظریات لاره او د ستور چې د اسلام سره په ټکر کې وي د جهالت لار او دستور دی، اسلام او جهالت دوه بیلې لاري دي، نو ځکه یا به اسلام حاکم وي، یابه جهالت دا چې اسلام او جهالت دی دواړه ومنل شي، حاکمیت دی د جهالت وي او فردي اعمال دی د اسلام وی دا تصور مردود، او انحراف دی .

لکه چې قران همدې حقیقت ته اشاره کړي( أفحكم الجاهلية يبغون ومن أحسن من الله حكماً لقوم يوقنون ) المائدة/50

ژباړه : (نو ایا دوی د جاهليت ( د زماني ) حکم غواړي ؟ د يقين کوونکو خلکو لپاره بل څوک تر الله جل جلاله
ښه حکم ورکولای شي ؟)

نو تر هغې چې مسلمانه ټولنه د اسلامې ټولني په شکل کې راښکاره نشي، د ژوند په خوند به پوهه نشي، او همداسې به د نورو د ارزښتونو او خرافاتي مفکرو په ګرداب کې تاویږي.

لکه ننۍ مسلمان چې همداسې سرګردانه دی، په بازار کې د کپیټلیزم نظریې پسي روان دی، په حکومت کې د د یموکراسي اکثریت پسي شوی، په قضان او قانون کې بیا د وضعي قانون شاه یې نیولي دا ټول هغه څه دې چې نن مسلمان یې د خپل شرعیت نه ډیر لري کړی، او یواځې تر نومه پوري یې محدود کړی.

په دوهمه برخه کې به ان شاالله د اسلامې ټولني معیارونه، مسؤلیتونه او خصوصیاتو ته په لنډ ډول اشاره وکړو…

#زنداني_ګلاب
@Gulab_Gulab


Forward from: 🔴⛓ د ژوند مازدیګری ⛓🔴
Video is unavailable for watching
Show in Telegram
#افـغانـان

‏افغانان ډیر زړور او شجاع دي که دوی سره ایټمي او پرمختللی قوت نشته ایماني غیرت ورسره تل ملګرې وي ځکه خو یې د نړۍ پرمختللي متحد قوتونه خپل ځانته د الله په نصرت په ګونډو کړل،
دا خلګ بې ضمیره او بې احساسه ندي خو افسوس چې ایمان او وطن خرڅونکي مو نه درولودای.
په ویډیو کي یو افغان ماشوم وګورئ او احساسات یې وګورئ.

#العشاء_خبري_څانګه
@Al_Aesha_News


Forward from: (Moqadas_Husanmal)نادان درد
#ټولنیز_اداب:
هیله ده چې خوښ به مو شي؛

① د لاس وریجې بېرته په کاسه کې مه اچوئ!
②د خوراک په وخت کې، ويښتان او نور وجود مه گروئ!
③ د دسترخوان پر سر مه گرځئ!
④د چا په سوریو جورابو، کالیو او څپلیو پورې مهٔ خاندئ!
⑤ له چا د سپینو: او توی شویو ويښتانو په اړه ترې پوښتنه مه کوئ!
⑥ له مزدور د معاش پوښتنه مه کوئ!
⑦ که چېرې له ادارې لرې شوې، مننه ترې وکړه او په خپله مخه لاړ شه!
⑧ ملگری مهٔ پرېږده چې تل ستا کرایه او د هوټل ډوډۍ پېسې ورکړي!
⑨ پر سړک، بازار، موټر، دفتر او شفاخانه کې؛ په لؤړ اواز په تلیفون کې مه غږېږئ!
10:کله چې له ماشومانو سره لوبې کوې، پرېږده چې هغوی یې وگــټي!
11: که چېرې یو چا درته ډېر کوچنی کار هم وکړو، مننه ترې وکړئ!
12: کله چې د مقابل جانب خبرې خلاصې شوې، تهٔ دې خپله خبره ورته پېل کړه!
13: داسې عطر یا سپرې مهٔ استمالوه چې نور خلک ترې په تکلیف شي!
14: چې چا بللی نه وې، ډوډیو پسې کور په کور مه گرځه!
15: که چېرې خفه وې نو ماشومانو باندې خپل زړه مه تشوه!
16: کله چې له چا سره ستړی مه شي کوي، خپلې تورې عېنکې مو له سترگو لیرې کړئ!
17: هر وخت گیلي مه کوه!
18: یو ښه انسان د پلار او نیکه په اشتباه مه نیسه!
19: چې په کوم څه نه پوهېږې، نظر پرې مه ورکوه!
20: یو مسلک ونیسه او په هغې کې پرمختگ وکړه!
21- هر وخت ځان خفه او غصه مه ښایه!
22-دخلکو په مخکى پزه کى ګوتى مه وهئ!
23-دخلکو په مخکى پزه مه سوڼ کوئ!
24-څه وخت چه قضا حاجت ته ځئ اودس هم هلته وچ کړى دخلکو په مخکى پرتوغاښ مه تړئ!
25-د ډوډۍ خوړلو په وخت کى دچا مخى ته لاس مه وهئ!
26-دلارى دتللو په وخت کى مشرانو ته لومړيتوب حق ورکړى!
27-دمعزرو اشخاصو پوره خيال ساتئ!
28-دبى وسه او ناچار مخکى خپل د پيسو او کاروبار يادونه مه کوئ!
29-په سلام کى تر هر چا لومړيتوب کوئ ولو که مقابل جانب ستاسو څخه په عمر او رتبه کى ټيټ وى!
30-يوکس که ويده وى په زوره خبرى مه کوئ چه هغه دخوبه نه ویښ نه شى!
31-څه وخت چه دسفر نه ستنيږئ مخ، لاس او پښي مو پريمنځي!
32-کوشش کوئ چه غسل زر زر وکړى بعضى اوقات دبدن نه دخولو بوى ځي!
33-د ډوډۍ خوړلو په وخت کى دبل چا حق مه تلفوئ!
34-په مجلس کى پوس پوسک مه کوئ يعني پټي خبرى مه کوئ!
35- چا ته مه وایاست چې په څه نه پوهېږئ!
دغه يو څو ټولنیز اداب دي دا باید په ژوند کې عملي کړو.

#مقدس_حسن_مل
@Moqadas_Husanmal


په افغانستان او نړۍ کې د کرونا ناروغۍ د مثبتو پیښو او مړینې وروستی حال؛


د جان هاپکېنز پوهنتون د معلوماتو پر اساس، په ټوله نړۍ کې د کورونا وېروس د مثبتو پېښو شمېر له شپېتو لکو واوښت او  دغه راز د عامې روغتیا وزارت وايي چې افغانستان کې هم له پنځلس زره زیاتې مثبتې پیښې ثبت شوي دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت پرون ناوخته وویل، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر کورونا اخته ۸ کسان مړه شوي چې دې سره دغه هېواد کې د مړينو شمېر ۲۵۷ ته ورسید.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، تر دې دمه په ټول هیواد کې پر کورونا ناروغۍ اخته ۱۵۲۰۵ کسان ثبت شوي دي.
دغه وزارت هرو څلورویشت ساعتونو کې د شپږ یا اوو سوو تازه پیښو خبر ورکوي.
دغه راز د امریکا جان هاپکېنز پوهنتون په تازه خپرو کړو معلوماتو کې په ټوله نړۍ کې د کورونا د مثبتو ناروغانو شمیر ۶,۱۶۵,۱۸۱ ښودلی او دغه راز ۳۷۱,۹۹۵ نور بیا مړه شوي دي.
لا هم د کورونا وایروس داسې درمل نه دي جوړ شوي چې په عامه توګه خلکو ته شوي وي خو ځینو هیوادونو یې د جوړولو ادعا کړې ده.
افغانستان کې هم د محمد الکوزي په نوم یوه طبیب د کورونا واکسین جوړولو ادعا کوي چې ډیری ناروغان ورسره روغ شوي خو روغتیا وزارت پرې له تیرو دوو ورځو راهیسې د درملو توضیع بنده کړې ده.

#زنداني_ګلاب
@Gulab_Gulab


Forward from: Al Emarah News
‏نن په بغلان او کندز کې د کابل ادارې ۸۰ تنه عسکر او پولیس د اسلامي امارت له زندانونو څخه خلاص شول.
یاد بندیان د کاليو او فی نفر ۵۰۰۰ افغانۍ په ورکولو سره خپلو کورنیوته واستول شول.


Forward from: Al Emarah News
Video is unavailable for watching
Show in Telegram
د امارت اسلامي د پنځه کسیز پلاوي لیدنه له مرکزي محبس پل چرخي نه

فردوس


Forward from: Al Emarah News
ګلانو لاړ شی ټوېټر ته او د زړونو اتل امیرالمؤمنین ثاني صلاح الدین ثالث عمر رحمه الله ته رایه ورکړی،

https://twitter.com/gul_marjan/status/1265889181026471936?s=09


Forward from: Unknown
کانال #نشرات_جهادی
برادران عزیز درین کانال هر نوع نشیده های
تازه گلچین زیبا دلنشین را دریافت کنید

تبادله 👈 @Cavat744
https://t.me/cavat568


له طالبانو زموږ غوښتنه داده چې د جګړې پای ته رسیدو، سولې ته رسیدو لپاره په مخ درومئ، فاتح عیب نه لري، خو که په کورنۍ جګړه کې ښکېل شوئ، نو بیا پوه شئ چې “مات شوی لوری هیڅ ویاړ نه لري” بیا به ستاسي ټول ګټلې ویاړونه داسي په اوبو لاهو شي لکه د مجاهدینو ویاړونه چې رهبرانو یې په بې پروایې سره له منځه یوړل.
د جګړې د کمښت اړوند به ځینې مغرضې کړۍ او رسنۍ ووایې چې طالبان کمزورې شوې، هغوی غواړي چې طالبان او افغان حکومت په کورنۍ جګړو کې پاتې شي، په کار ده چې د دغه ډول منفي څرګندونو تر تاثیر لاندي طالب رانه شي، او له افغان حکومت تمه ده چې د جګړې کمښت ته له مثبت زاویې وګوري، بندیان خوشي او بین الافغاني خبرې پېل شي.

#زنداني_ګلاب
@Gulab_Gulab


فاتح عیب نه لري!

نظرمحمد مطمئن
لیکوال او شناند


دا لنډې کليمې “فاتح عیب نه لري” مې له استاد محمد زمان مزمل صاحب واوريدي، له اوریدو سره یې سم ما وپتېله چې په دي اړه لیکنه وکړم.
له پخوانۍ شوروي اتحاد سره د جهاد پر مهال، د مجاهدینو رهبرانو چې هر ډول غلطې پریکړې کولې، خو بیا هم د فاتح په شکل کې هغوی عیب نه درلود. ځکه هغوی له شورې سره په جګړې کې فاتحین وو، برلاسي او قوي وو.
غازي امان الله خان که څه هم د اروپا په سفر کې ډیرې تیروتنې درلودلې، خو داچې فاتح و، فاتح عیب نه لري، تر همدا ننه هغه غازي یادیږي، خو که د خپل ولس په منځ کې د سقاو له زوی سره په جګړه کې ښکېل شوی وای، پرته له شکه نن به یې عیب درلود، لکه مجاهدینو چې همدا تیروتنه وکړه، او نن همهغه پرونی فاتح رهبران بلا ډیر عیبونه ځکه لري چې کورنۍ جګړو کې ښکېل پاتې شول.
که پاچا ظاهر د داود خان پر ضد جګړه کړي وای، نن به یې په ولس کې ځای نه درلود، خو هغه چې کورنۍ جګړه ونه کړه، پرونې فاتحین رهبران یې هرکلي ته لاس په نامه ولاړ وو.
دوه کاله وړاندي افغان حکومت د روژې میاشت کې اوربند اعلان کړ، عادي خبره وه، ولس فکر کاوه چې د کمزوري له کبله دا کار کوي، مګر کله چې د طالب لخوا د کوچني اختر درې ورځې اوربند اعلان شو، دغه اعلان عیب نه درلود، د ولس او نړیوالو لخوا یې تود هرکلی وشو، همهغه خبره ده چې فاتح عیب نه لري.
له اوباما سره په شپه کې د حامد کرزي لخوا د تړون لاسلیک، او بیا د ډاکټر غني د ملي امنیت سلاکار لخوا له امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیک، ځکه عیب درلود چې امریکا افغانستان ته په راتګ ځان فاتح ګاڼه، د امریکا لپاره یې عیب نه درلود، خو د افغان ولس له پاره له شرمه ډک تړونونه وو.
د امریکا – طالبانو تړون ځکه عیب نه درلود چې طالب د فاتح په شکل او امریکا/ناټو د مغلوب په شکل کې له یو بل سره لاسلیک کاوه.
طالبانو ونه منله چې کمپ ډیویډ ته د ټرمپ لېدو ته ورشي، که فاتح نه وای، بلا زیات عیبونه دې کړنې درلودل، مګر داچې فاتح عیب نه لري، طالب په دې ازموینه کې هم بریالی راووت.
همدارنګه د ګوانتانامو او باګرام زندانیانو بریالۍ تبادله کې هم فاتح عیب نه درلود، خو مقابل لوری “امریکا” تر ډیرو نیوکو لاندي راغله، که امریکا جګړه کې بریالۍ او طالب کمزوری وای، بیا به امریکا د تبادلې اړوند عیب نه درلود، خو داچې “فاتح عیب نه لري، شکست ویاړ نه لري” ځکه خو دواړه معاملې د طالب په ګټه تمامې شوي.
هغه فتواوي چې د طالب په ضد په کابل او سعودي کې ورکول شوې، څه فکر کوئ که دا ډول فتواوي د کابل حکومت په ضد ورکول شوې وای، څومره غوغا به یې په ولس کې جوړه کړي وای، خو وایې فاتح عیب نه لري.
د همدې اوسني کوچني اختر لږ مخکې افغان حکومت د یرغلیزو بریدونو اعلان وکړ، د ولس او نړۍ له مخالف غبرګون سره مخ شو، خو چې بیا بیا یې د اوربند غوښتنه کوله، بې تاثیره وه، مګر کله چې طالبانو د حکومت تهاجمې عملیاتو اعلان په درې ورځنې اوربند جواب کړ، په ولس کې له تود هرکلي سره مخ شو، بیا هم د فاتح عیب نه لري خبره ده، که چیرته بالعکس، طالبانو د تهاجمې عملیاتو اعلان کړی وای او افغان حکومت یې جواب په اوربند ورکړی وای، پر حکومت به نیوکه کېده چې کمزوری دی.
کله چې د اوربند په مقابل کې افغان حکومت د ۲۰۰۰ طالب بندیانو خوشې کېدو اعلان، د اختر په دوېمه یې ۹۰۰ بندیان ازاد کړل، د افغان ولس او نړیوالو له تود هرکلي سره یې دغه کړنه مخ شوه، او دایې د حکومت کمزوري ونه ګڼله، ځکه چې امریکا ژمنه کړي وه، چې د مارچ تر لسمې به ۵۰۰۰ بندیان خلاصیږي، خو افغان حکومت غوښتل چې وښيې چې پدې برخه کې د امریکا اوامر نه پلې کوي. مګر که یې ۵۰۰۰ ټول طالب بندیان خوشي کړې وای، او طالبانو ۱۰۰۰ دولتي بندیان خوشي کړي وای، پرته له شکه چې دا د افغان حکومت په ضُعف نه، بلکې سولې ته ژمنتیا باندي دلالت کاوه.
له درې ورځې اوربند وروسته چې تر دې مهاله طالبانو په جګړه کې کمښت راوستلی، دایې په رښتونې توګه په ضُعف نه، بلکې قوت باندي دلالت کوي.
او که طالب د بین الافغاني مذاکراتو د پېل اعلان کوي، نو دابه یې په لا ډیر قوت دلالت کوي، او خلک به باوري شي چې طالبان نه غواړي چې د پخوانیو مجاهدینو ترخې تجربې تکرار، او بیا ځل کورنۍ جګړې ته ننوځو.


دصبر او استقامت حقیقت


دشیخ شهاب الدین سهروردی( رح) څخه چا پوښتنه وکړه چې د صبر او استقامت حقیقت څه شی دی ؟
هغه وفر مایل چې د صبر مظاهر لاندې ډول دی :
الف- دخېټې په پالنه اوپرورش کې دوهم نوم یې قناعت دی.
ب- دجنسیت په جذبې او کمزوری اخلاق کې چې دوم نوم یې عفت دی.
ت- په جنګ کې صبرچې بل نوم يې شجاعت دی.
ث- په غصه او قهر کې چې بل نوم يې حلم دی.
ج- په مصایبو کې تحمل چې بل نوم یې استقلال دی.
ح- په اشتعال کې حوصله چې بل نوم یې عفوه ده.
کمکی اختر مو مبارک شه!
د یوه متحد ،سوکاله او تل پاتې شرعي نظام په هیله،

#زنداني_ګلاب
@Gulab_Gulab


Forward from: فردوس محترم
#الـدعـا

ياالله تاته مي لاسونه لپه کړي!
اې داسمانونو خالقه!
اې دجهانونو واکداره!
اې د زکريا او ابراهيم عليهماالسلام د دعا قبلوؤنکې خدايه!
زماټولي ناخوښي کړني راوبخښه،
نيغه لاره راوښايه,
زمامور,پلار,استادان،شاګردان،خپلوان اوجمله مسلمانان وبخښه!
پروردګاره!
زماپه ګران هيوادکي امن,سوکالي, اسلامي نظام اوخپلواکي نافظ کړه.
ای د زړونو مالکه!
قرضداران له قرض نه،
غمجن له غم نه،
مریضان له مرض نه،
زندانیان له زندان نه،خلاص کړه،
او مسافر خپلو کورو ته په خیر او خوښۍ ستانه کړه.
ای! مالک او قادر ذاته!
د شهیدانو شهادت،
د عابدان عبادت،
د سخیانو سخاوت،
د ذاکرینو اذکار قبول کړه.
اې! دعمر او خالد ربه!
زموږپه ځوانانوکي ددين جذبه راژوندۍ کړه.
لويه څښتنه! دقيامت په ورځ مو درسوايې نه وژغوره!
مهربانه خالقه!
اولس موستومانه دی,وږی دی,بي اسرې دی,محکوم دی,لالهانده دی ته يې ټېک اومرستندوی سه!
اې خدايه! اې پروردګاره! اې خالقه! اې ربه!
ته مودشيطان له مکر,داوسني عصرله ړندوفتنو,اودکينه ګرو له حسدنه په امان کي ولره!
اې! د جهانونو پاچا!
اې! د اسمانونو او ځمکو پاچا!
اې! خالق او رازق ذاته!
اې! د جبریل امین مولا!
ستا د ربوبیت په خاطر؛
ستا د قدرت په خاطر؛
د شان او شوکت په خاطر؛
مونږ خپل د ژوند په اصلي هدف (دشهادت مرګ) باندي ونازوه!

آمين ثم آمین الف آمین یا رب العالمین
فردوس محترم

@Ferdos_Muhtaram


معاصر لوستي ځناور

انجنیر عمیر ویاړ


ډاکتر ویکتور فرانکل یوازینی کس و چې د پولند د آشویتس زندان نه ژوندی وتښتېد.
یاد زندان د انسانانو پر قتل ګاه مشهور و.
فرانکل په خپل یوه لیک کې د ټولې نړۍ استادانو ته په خطاب کې داسې ولیکل:

ما په خپلو سترګو هغه څه لیدلي چې په نوم انسان یې باید و نه ویني!
ما د شکنجې ګازي کوټې لیدې چې د نړۍ غوره مهندسانو جوړولې.
ماهر ډاکتران مې ولیدل چې بې ګناه او معصوم ماشومان یې په ډېر مهارت مسمومول
ما داسې تجربه لرونکي نرسان ولیدل چې انسانان یې د یو امپول په زرق کول سره په قتل رسول
د پوهنتون فارغان به مې لیدل چې په ډېره بې رحمۍ یې نور انسانان په اور کې سوځول.

دا ټول هغه څه دي چې زه یې پر معاصره عصری روزنه او زده کړو مشکوک کړی یم.

ښاغلو استادانو!
مخکې له دې چې خپل زده کوونکي، ښه ډاکتران یا مهندسان کړئ، له هغوی  انسانان جوړ کړئ، تر څو په باسوادو ځناورو بدل نه شي.
ډاکتري، مهندسي، دینی علم او نور مسلکونه دومره ګران کار نه دی، هر سړی کولای شي چې له څو کاله خوارۍ پس دې ته ورسیږي.
تاسې باید خپلو زده کوونکو ته ورزده کړئ چې د هغوی تر ټولو لویه او بې سارې پانګه انسانیت دی، چې هیڅ تحصیلي درجه ورسره د پرتلې وړ نه ده.

#زنداني_ګلاب
@Gulab_Gulab


Forward from: فردوس محترم
#زوړچینل_مي_یوځل_بیابلاک_شو:

په سلامون او احتراماتو مو هرکلی کوم د قدر وړ او زړه ته راتیرو ملګرو مجاهدینو ورونو،
د دین دښمنان می هیڅ راحت نه پریږدي،
خو خیر دوی دی یی رانه بلاک او زه به بل جوړوم همدا مو تګلاره ده خپلي مبارزي ته به دوام ورکوو
ان شاءالله
ورور مو … #فردوس_محترم
https://t.me/Ferdos_Muhtaram


د ورکي (لادرکی) اعلان

فریدالله جان د سید انور زوی د خوست ولایت د زوړ کوټ ولسوالی د مرکز اوسېدونکی دی،
تقریباً درې کاله کیږي چي لادرکه دی،
که هر مسلمان ورور یې په اړه معلومات لري او یا دا اعلان پخپله فریدالله ځلاند اوګوري د مهربانۍ او انساني حاطفی له مخي دي د لاندي شمارې له لاري د فریدالله جان د اقرباؤ سره په تماس کي شي

00923038909255 شماره

له هر مسلمان ورور نه خوهشمندانه غوښتنه کؤو چي دا پیغام نشر کړی چي تر ښه لېري پوري ورسیږي،
الله ج به درته اجرونه درکړي.

#زنداني_ګلاب
@Gulab_Gulab


د قافيې زيانونه؛

سميع وحدت


قافیه له کمالونو او ګټو سره- سره، د شعرونو جانبي موسیقي هم جوړوي. چې په شعر کې یې تر ټولو لوی کمال هم، همدا دی. په دې موسیقي کې د اوازونو تکرار راځي او کلمې شرنګېدلې کوي، په منظومو شعرونو کې قافیه تر هرڅه مهمه ده، د قافیې غلطي او یا د قافیې نشت تر هرڅه لومړی د لوستونکي او اورېدونکي توجه جلبوي. د قافيې غلطي پر غوږنو باندې ډېره پرېوځي، اورېدونکی دېته نه ګوري، چې شاعر پخپل نظم کې څه ویل غواړي، بلکې سمدستي په دې عقیده کېږي، چې شاعر د نظم په جوړولو نه پوهېږي؛ خو د شعر دا مهم توک ځینې زیانونه هم لري:

الف: ځینې شاعران د قافیې د کلمو د پيدا کولو په لټه کې وي، چې باید د شعر له نورو کلمو سره یې اهنګ برابر وي؛ نو ځینې داسې نا‌اشنا او نادر لغتونه د قافیې په کلمو کې راوړي، چې د هغو کلمو استعمالول چې لوستونکی یې په معنا نه پوهېږي، د کلام فصاحت کموي او فصاحت او وضوح ته، چې صدمه ورسېږي، طبعا د کلام بلاغت او په مخاطب باندې تاثیر کولو ته هم صدمه رسېږي.

ب: بل لوی تاوان یې دا دی، چې ډېر ځله خیال او مفهوم د قافیې قرباني شوي او شاعر د خپلې تجربې د بیان په ځای د قافیې په وجه نور څه ویلي دي. مثلا که «خزان» د قافیې کلمه وي، همدې سره د بوستان، کلمه قافیه شوې، چې په بوستان کې بیا جانان ګرځېدلی او له جانان سره بیابان پیدا شوی دی…

ج: که له کوم شاعر سره د ویلو له‌پاره ډېر څه وي؛ خو د قافیې ارونه ممکن ورته څه ستونزې پیدا کړي وي او هغه خپلې خبرې، چې څنګه باید شوې وای، نه یې دي کړې او د قافیې په کلمې یې خبره پایته رسولې.

د: داسې هم شوی دي، چې د قافیې کلمې په شاعر باندې ضد او نقیض مفهوم بیان کړی دی. مثلا د فارسي ژبې شاعر صایب، دوه بیتونه را‌اخلو، چې یوه کې صایب د فرهاد ځان‌وژنه د هغه د غیرت او شهامت له وجهې ګڼي او وایي:
فرهاد بد نکرد که خود را هلاک ساخت
عشق غیور بار شراکت نمي کشد
بل ځای بیا یې ځان‌وژنه د مېړانې له وجهې نه بولي او د غیرت له جوهر سره یې منافي ګڼي:
تیشه را بایست اول بر سر خسرو زدن
جوهر مردانه ګي در تېشهء فرهاد نیست
په دې بیتونو کې د شعر د مفهوم نقض کول د قافیې د کلمې له وجهې شوی دی، که د قافیې محدودیت نه وای؛ نو مفهوم به هغسې بیان شوی وای، څنګه چې شاعر غوښت.

#زنداني_ګلاب
@Gulab_Gulab


مسلمانې خورې

انجنیر عمیر ویاړ


څومره د شرم او د بې حیایۍ خبره ده چې یوه مسلمانه ښځه رسنۍ ته زنګ وهي، د ځوان ویاند سره ټوکې ټکالي، مسخرې، مینه ناکې خبرې، او زمزمې کوي!

مسلمانې خورې !
پوهېږې؟ ستا اواز الله تعالی ستا د عزت او حیاء په خاطر عورت او حرام بللۍ دی چې نامحرم کس ته یې بېله ضرورته مه اوروه، خپل پلار، ورور، خاوند ته دې د بې غیرته او بې ناموسه القاب مه ډالۍ کوه.

پوهېږې؟ ته ښځه یې، اسلام زښت زیات حقوق تاته در کړي دي، د کفارو د هغو ناسمو او نجسو حقوقو څخه خبره سه چي د ښځو څخه یوازي او یوازي د حیوان په څیر  کار اخلي، جنسي غوښتني ور څخه کوي، خو ستا جنسي خواهش الله تعالی په حلاله نکاح کي په جایزه طریقه له خپل خاوند سره روا کړی دي، نو پام چي د غربیانو دیموکراټ کلتور خپل نکړې.

مسلمانې خورې !
لطفا د یو کشر وروره په صفت ځانګړې هیله در څخه کوم چي حياء، اخلاق، دي د ځان لپاره شعار وګرځوه، ښکلي ږغ دي، ښکلې څهره دي، ښکلۍ قد دي، ښکلي حُسن دي، پردیو نامحرمو ته مه ښکاره کوه او مه راډیوګانو او تلویزیونونو ته زنګونه وهه خپل شرعی حدود وپیژنه او مراعات یی کړه

#زنداني_ګلاب
@Gulab_Gulab


Forward from: شاعر...(حقانی)
{حیات الله حقانی}
دمـــینې تنــــده ماتـــــــومه درځم!
جانانه ته مې هم قبول کړه ځان ته!

دآب مینوالو! ان شاءالله خپل په قلم لیکل شوي شعرونه به درته نشر کړم خپل هنري تنده پرې ماته کړې
را سره مل أوسې ورور مو (حقانی)
https://t.me/ayatiallahHaqaani




#سپی_پاچا_او_مړ_زمری:

- کله چي فرانسوی جنرال (ګورو له خپل صليبي پوځ سره) د شام ښارونو ته داخل شو، په بېړه د #سلطان_صلاح_الدين_رحمه_الله قبر ته ورغی او د هغه رحمه الله قبر يې په پښه ووهی او ويې ويل: ای صلاح الدينه! پاڅه موږ بيا راغلو.

- کله چي فرانسوی جنرال (ليوتي حين، له خپل صليبي پوځ سره) مراکش ته ننوت، د #يوسف_بن_تاشفين_رحمه_الله قبر ته ورغی، او د نوموړي رحمه الله قبر يې په پښه ووهی، ويل: يوسف بن تاشفينه! پاڅه موږ خو ستا خاوري ته بيا راغلو.

- کله چي صليبيان د اندلس پر خاوره واکمن شول، د صليبيانو قومندان فونسو د اموي خليفه (الحاجب المنصور) قبر ته ورغی او د نوموړي پر قبر يې خیمه ودرول، په خيمه کي يې د سرو زرو پلنګ و دروی، له خپلي مېرمني سره پر پرېوت او خپلي مېرمني ته يې وويل: ایا ته نه وينې چي ما د مسلمانانو ښارونه ونيول، او د مسلمانانو د ستر مشر پر قبر ناست یم.

- کله چي یوناني جنرال (سوفوکلس د فنيیزيلوس) د ترکيې د بورسا ښار محاصره کړ، د عثماني خلافت، د #ستر_غازي_عثمان قبر ته ورغی، د نوموړي قبر يې په پښه ووهی د استهزاء په ډول يې وويل: ای د پټکۍ خاونده را پاڅه!
ای ستر عثمانه پاڅه!
تر څو ووينې هغه دولت چي تا تأسيس کړی ؤ، موږ ړنګ کړ، اوس د دې لپاره راغلي يم چي تا ووژنم.

#موږ_خپل_تاريخ_هېر_کړی_خو_زموږ_دښمنانو_نه_دی_هېر_کړي.

د زمانې پر غدر باندي افسوس!
کله چي سپی د زمري پر مړ جسد باندي رقص کوي.
ته د سپي په رقص کولو سره دا ګمان مه کوه چي سپی پاچا شو.
سپي د همېش لپاره سپي او زمري تل زمري وي.
زمری په خپله غاره کي پټ بیا هم زمری دی.
که څه هم سپي د هغه د غار په خوله کي ورته غاپي.

#زنداني_ګلاب
@Gulab_Gulab

20 last posts shown.

311

subscribers
Channel statistics