لکه پـه شانې د تـسـبو په یوۀ تار اوسیږی
پاس په آسمان لکه راڼۀ ستوري قطار اوسیږی
په خپل منزل کې مو کامیابـه اِلَهي لره تل
د سپین بیرغ او کلیمې څخه تل زار اوسیږی
ترینه راتاو شی په آسمان لکه یو شپول د ستورو
دغه سپوګمۍ وطن ته ټول په یوه لار اوسیږی
ای! اتلانو مونږه تاسو نه ځاریږو قربانیږو ځکه
چې دتیارې پرځای سمبول دروڼ سهار اوسیږی
اقتداء زمونږه او دا ستاسو پیرزوینه به وي
تاسو خـوښي راته په هر یوۀ رخسار اوسیږی
زه "حـقـیار" وایمـه ګلان د پسرلي دې اوسی
خزان خو نه شی چې نور تل ترتله بهار اوسیږی