تعلیم الاسلام


Channel's geo and language: not specified, not specified
Category: not specified


د مسلمانانو لپاره دیني او مذهبي لارښود چینل
تبدلې لپاره
@Maiwandsadiq30

Related channels

Channel's geo and language
not specified, not specified
Category
not specified
Statistics
Posts filter










ـــــــــــــــــــــــــ🌺

درځې چې خپل ایمانونه پرې تازه کړی.

(لَآ إِلَهَ إًلَّآ اَلْلَّهُ مُحَمَّدٌ رَّسُوُلُ اُلْلَّهْ)
😍


رسول الله ﷺ فرمایلي دي:

په سجده کې د بنده اړیکه له خپل
رب سره ډیره نږدې وي، نو پکار داده
چې ډېرې دعاګانې تر وغواړئ.
(صحیح مسلم: 482)
🥰🌙🕋


رسول اڪرم (ﷺ♥️) فرمایي:

ڪله چې یو څوڪ د قرآن تلاوت ڪوي، فرښتې دهغه دوه سترګو ترمنځ (تندی) ښڪلوي!!!😘


که یو ډالر هره ورځ ډبل کړی، د میاشتې تر اخره به یوولس میلیونه ډالر ولری.

د خواری نتیجه اخره کې معلومیږي، اوله کې نه.

نوټ: دا مثال یوازې په پیسو پورې تړاو نلري، کار، زده کړې، ژؤند، ورزش او د ژؤند هرې بلې برخې کې د پلي کېدو وړ دی، د پیسو مثال مې ځکه راوړی چې هر څوک یې بیا لولي!

ښه شپه!


دنړې ستر رهبر وو.

#محمدﷺ🥀🌸


د چا لاسونو پښو ښکلول
عموما ښکلول لاندې صورتونه لری:

۱– د شفقت ښکلول : د شفقت په سبب ښکلول لکه مور او پلار چې د شفقت د پاره خپل اولاد ښکلوي دا ډول ښکلول جايزدي له سنتو نه ثابت دي . لکه رسول الله صلی الله عليه وسلم حضرت حسن رضی الله عنه ښکل کړی دی او حضرت ابوبکر صديق رضی الله عنه بی بی عايشه رضی الله عنه مخ مبارک ښکل کړی دی او رسول الله صلی الله عليه وسلم حضرت فاطمه رضی الله عنها ښکل کړي ده همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم حضرت جعفر بن ابې طالب په تندي باندې ښکل کړی دی .

۲– د احترام ښکلول : لکه د مور او پلار ،صالح عالم يا عادل بادشاه د لاسونو ښکلول جایز دي د دې څخه بغير د عامو خلکو ښکلول که دغه ښکلول د هغوی د کبر او غرر سبب ګرځی نو بيا داسې کول مکروه دي (شرح البخاري ۹/۴۶ ) .

په دې باره کې څه ډير احاديث روايت شوی دلته په مختصر ډول څو احاديث را نقلوو .

امام بخاری د حضرت ذابح نه روایت کوي چې کله مونږ مدينه طيبې ته ورسيدو نو مونږ ژر ژر له خپلو سورليو څخه کوز شوو او د رسول الله صلی الله عليه وسلم مبارک لاسونه مو ښکل کړل .

ابوداود د حضرت عايشې رضی الله عنها نه روایت کوي چې کله به رسول الله صلی الله عليه وسلم د دې کور ته داخليدو نو هغه به د استقبال د پاره ودريده او د هغوی لاس مبارک به يې ښکلولو .

حاکم په مستدرک کې د حضرت بريده نه روايت کوي او هغه یې صحیح الاسناد ګرځولی دی چه يو کس د رسول الله صلی الله عليه وسلم په خدمت کې حاضر شو هغه د ده سر او پښې مبارکې ښکل کړي .

ترمذي او ابن ماجه د حضرت صفوان نه روایت کوي چه د یهودو يوې ډلې د رسول الله صلی الله عليه وسلم پښې مبارکې شکل کړې (امام ترمذي دا حديث حسن اسناد بولی ) .

د پورته احاديثو څخه د صالح عالم ، عادل پاچاه د لاسونو حتی پښو ښکلولو جواز ثابت شو ځکه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د دريو واړو صفتونو جامع ؤ چه په عالم کې يې هيڅ نظير نشته .

د دې په مقابل کې د حضرت انس په روايت کې د ښکلولو ممانعت ثاپتيږي چې هغه د عامو خلکو د پاره دی چې پورته ذکر شوی اوصاف ونه لري .

ترمذي په حسن سند سره د حضرت انس ابن مالک نه روايت کوي چې يو کس د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه پوښتنه وکړه چه : چې په مونږ کې چې کله يو کس د خپل ورور يا ملګري سره ملاقات کوي نو آيا د هغه د احترام د پاره ټيټيدلی شو هغوی وفرمايل : نه بيا هغه پوښتنه وکړه آيا معانقه يا ور تر غاړه کيدل او ښکلول وکړي دوی وفرمايل : نه بيا يې وويل آيا مصافحه دې وکړي ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل هو .

د مطلب خلاصه :

۱- ښکلول او ور تر غاړه کيدل که په شهوت سره وي هغه په اتفاق د امت د خپلې ښځې نه بغير له هيچا سره جايز نه دي .

۲- د شفت او احترام د وجې کوم چې پورته ذکر شول په اتفاق جايز دي او له سنتو نه ثابت دي په شرط د دې چې نور منکرات ورسره نه وي (جواهر الفقه ج ۱ ص ۱۳۶- ۱۵۲ صفحه ) .

کفايت المفتي ليکي :د بزرګانو د پښو ښکلول په حد ذاته جایز دي لکن ددې نه د عوامو منع کول پکار دي ځکه چې دوی به د خپلې ناپوهۍ له وجې دا عمل د سجدې تر حده ورسوي او خپل اصلی مقصد به ټيټيدل وګڼي نو د هغوی منع کول غوره دي (کفايت المفتي ج ۹ ص ۳۳ ) .

فتاوي دارالعلوم ديوبند د نن عصر د روانو منکراتو ،بدعاتو ته په کتو سره ليکي : غوره او راجحه د پښو نه ښکلول دي په ځنو صورتونو کې د سجدی سره مشابه کيږي او ښکلول دعلماوو او مشائخو د ځمکې پر مخ حرام او ګناه کبيره ده بلکه بعضي فقهاؤ پدې حکم د کفر کړي دی .

قال فی الدرالمختار : وکذا ما يفعلونه من تقبيل الارض بين يدی علماء والعظماء فحرام والفاعل والراضی به آثمان لانه يشبه عبادة الوثن وهل يکفران علی وجه العبادة والتعظيم – کفر وان علی وجه التحية لا وصار آثماً مرتکبا للکبيرة .

ژباړه : او کوم چې دوی يې کوي دځمکې پر مخ د ښکلولو د علماوو او بزرګانو دا حرام دی او ددی فعل کونکی اوڅوک چې دا خوښوي او پرې رضا وي دواړه ګنهګار دی ځکه چې دا فعل مشابه دی د بت پرستی سره نو که چیرې په وجه د عبادت او تعظيم هغه په مخ د ځمکې د علماوو او بزرګانو ته سر ښکته کوی او ځمکه ښکلوي نو کافر کيږي او که په طريقه د سلام او تحيه وي نو کافر کيږي نه ولی مرتکب د ګناه کبيره ګرځي والله تعالی اعلم .

فتاوی دارالعلوم ديوبند (۳۶ صفحه دوهم جلد ) .

فتاوي اهل سنت والجماعت ليکي : د واليدنو د لاسونو ښکلول مستحب دي خو د علماء او صالحو کسانو د لاسونو په اړه اختلاف دي که د هغوی پر وړاندې د انکسار او ذلت ښکارندونه کوي حرام دي ځکه انکسار او عاجزي ښکاره کول يوازې د الله تعالی حق دی نه د بل چا او که دا لاسونو او پښو ښکلول د رکوع او سجدي په شکل وي شرک او کفر دي ځکه سجده يوازې الله تعالی ته کول پکار ده (فتاوي اهل سنت والجماعت


14 ورځي نور انتظار تر روژې مبارکي پوري... 💙✨

https://t.me/Islamiceducation30


نن د برات شپه ده او سبا ۱۵م شعبان ده.

نن شپه سورة یاسین تلاوت کړئ او دوه رکعته نفل لمونځ اداء کړئ! ځان، مور، پلار او ګران هيواد ته دعا وکړئ؛ پر خپلو ګناهونو توبه وباسئ؛  که لۀ وسه مو کيږي نو سبا ورځ روژه ونيسئ!

جزاک الله خير


Forward from: Cricket news کریکټ خبرونه
بېګاه ته د برات شپه ده: (چانس دلاسه مه ورکوئ)

د شعبان ۱۵مه (برات) هغه شپه ده کومه چې په دې شپه کې الله ﷻ ته د انسانانو د تیرکال اعمال وړاندې کیږي.

امام حسن بصري رحمة الله علیه به پدې شپه کي په لړزه وو، او وارخطا به وو ویل به یې د برات شپه ده زما اعمال الله ﷻ ته وړاندې کیږي ، الله ﷻ خبر پایله به یې څه وي! په دې شپه انسان ته روزي ، روغتیا ، ناروغي ، تندرستي او ټول شیان د انسان د راتلونکي کال لپاره تعین کیږي.

حضرت علي رضی الله تعالی عنه به په دې شپه د باندې راووت او په ژړا یې، اسمان ته کتل او ویل به یې اې الله ﷻ نن تاته اعمال وړاندې کیږي، چې د علي اعمال به الله ﷻ خبر څنګه وي؟

صحابه راغلل له رسول الله ﷺ څخه یې و پوښتل، چې
اې د الله تعالی رسوله کله چې د شعبان ۱۵ شپه شي نو ته هغه په عبادت او ویښه تیروې او د شعبان ۱۵ ورځ روژه نیسې دا د څه لپاره ده؟
د اللهﷻ رسول ورته وفرمایل: زه د شعبان د میاشتې په ۱۵ ورځ د دې لپاره روژه نیسم چې په دې ورځ د انسان عملنامه سپینه وي او دا مې خوښیږي چې زما د عبادت شروع په عملنامه کې په روژه باندې وشي، د شعبان د میاشتې ۱۵مه شپه کې ددې لپاره عبادت کووم او په ویښه یې تېروم چې دا مې خوښیږي چې کله مې الله ﷻ ته د کال په اخیر کې اعمال وړاندې کېږي نو هغه مې هم په عبادت کې تیره شي او په عملنامه کې مې اخیر عمل عبادت وي

د رسول الله ﷺ سنت دا وو چې کله به د برات (شعبان ۱۵) شپه را رسیدله نو دوی به جنت البقیع ته تلو او شپه به یې هلته په عبادت تیر وله.

عایشه(رض) وایې پدې شپه به چې کله رسول الله ﷺ عبادت کوو او کله به یې چې سر په سجده کیښود دومره به یې اوږدوله چې ما به ویل چې اللهﷻ مه کړه د هغه روح قبض شوی دی، لاس مې د رسول الله ﷺ پښې ته ور وړاندې کړ چې کتل مې د مبارک پښې ټکان وخوړ وروسته پوه شوم چې هغه ﷺ ژوندی دی او بیا مې خپل غوږ د هغه خواته ور نیږدې کړ چې په سجده کې ژاړي او دا دعا کوي (یا الله ﷻ پنا غواړم ستا د عذاب څخه، خدایه پنا غواړم ستا د قهر او عذاب څخه، خدایه پنا غواړم ستا په طرف او حرکت کوم ستا طرف ته، خدایه ستا شان چې لایق د عبادت دی مونږ هغه قسم عبادت ندی، کړی.

ياده شپه د خلاصون شپه هم ياديږي يعنې د ګناه نه د خلاصون شپه، ددې شپې خاص عبادت د احاديثو مبارکو په رڼا کې په لاندې ډول دي :

1:- دوه رکعته نفل بيا سورت يس لوستل او د ايمان لپاره دعا کول.

2:- دوه رکعته نفل بيا سورت يس بيا د حلال رزق لپاره دعا کول.

3:- دوه رکعته نفل بيا سورت يس او بيا د لوى عمر لپاره دعا کول.

(د برات په شپه د راتلونکي کال تقدير هم ليکل کيږي)




‏رسول اللهﷺفرمایلي دي:

په تاسې کې یو تن دې د تکلیف له امله د مرګ ارمان نه کوي، که چیرته خامخا یې غواړي نو داسې دې ووایې یا الله تر هغې ژوند راکړه چې په ژوند کې مو خیر وي او کله چې مې په مرګ کې خیر وي مرګ راکړه
صحیح البخاري:۵۶۷۱


د استغفار شل ګټې!
① بارانونه کېدل . ( سورة نوح )
② مالونه ډېرېدل . ( سورة نوح )
③ اولاد ډېرېدل . ( سورة نوح )
④ د عذابونو څخه خلاصون . ( ۱۰۵۹ البخاري )
⑤ سيد الاستغفار د جنت ته تللو ذريعه ده .
( ۶۳۰۶ البخاري )
⑥ الله ﷻ پرې خوشالېږي . ( ۴۹۶۹ صحيح البخاري )
⑦ دنيا د مصيبتونو څخه خلاصون . ( ۴۷۵۰ البخاري )
⑧ عزتمندي حاصلول . (۴۳۲۳ البخاري )
⑨ د دعاء ګانو قبلېدل . (۱۰۲۲ البخاري)
⑩ د زړه پاکوالی . (۱۵۱۷ سنن ابي داود)
⑪ غټ او واړه ګناهونه پرې بخښل شي .
(۱۵۱۹ سنن ابي داود)
⑫ د تنګسې علاج . (۱۵۲۰ سنن ابي داود)
⑬ د غمونو څخه خلاصی . ( ۱۵۲۰ سنن ابي داود)
⑭ د رزق پراخي . (۱۵۲۰ سنن ابي داود)
⑮ د فاحش کارونو څخه خلاصون . (۱۵۲۳ سنن ابي داود)
⑯ د قبر سوال جواب آسانېدل . (۳۲۲۳ سنن ابي داود)
⑰ بې شمېره اجرونه . (باب الاستغفار)
⑱ د وسوسو نه خلاصون . (۱۸۷۶ رياض الصالحين)
⑲ د مرګ آسانېدل . ( ۱۸۷۷ رياض الصالحين)
⑳ د جهنم نه خلاصون .(۱۸۷۹ رياض الصالحين)
🔴 پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايي : په الله ﷻ قسم چې زه په ورځ کې له ( ۷۰ ) ځلو نه زیات له الله ﷻ نه بخښنه غواړم او هغه ته توبه اوباسم او په بل ځاى کې پیغمبر ﷺ فرمايي : اې خلکو ! الله ﷻ ته توبه وباسئ او زه په ورځ کې ( ۱۰۰ ) ځله الله ﷻ ته توبه اوباسم .
🔴 قال رَسُولَ الله ﷺ : واللهِ إِنِّی لأ سْتَغْفِرُ اللهَ وأتُوبُ إلَیْهِ فِي الیَوْمِ أکْثَرَ مِنْ سَبْعِینَ مَرَّةٍ. بخاري ( فتح الباري ۱۱ / ۱۰۱) .
🔴 وقال رَسُولُ اللهِ ﷺ : یَا أیُّهَاالنَّاسُ تُوبُوا إلَی اللهِ، فَإِنِّي أتُوبُ إلَیْهِ مِئَةَ مَرَّةٍ.( مسلم ۴ / ۲۰۷۶) .


مسڪا وڪـړه😊

او تڪلیفونه اړیـن مه بوله!!😘

بیشڪه الله ﷻ د پیاوړوڪسانو سره مینه لري.😍.!
ــــــ


‏رسول الله ﷺ فرمایي:

هغه کس به د قیامت په ورځ د ویرې نه خوندي وي چې یوازې د اللهﷻ د رضا لپاره خلک لمانځه ته را بولي.
(روا طبرانی)


Forward from: افغانستان او نړۍ جالب معلومات
نبي کریم ﷺ فرمايلي دي:

يعنې الله ﷻ ستاسو څېرو او سر مايو ته نظر نه کوي، بلکې ستاسو زړونو او عملونو ته ګوري.
(روايت مسلم)


Forward from: Cricket news کریکټ خبرونه
تازه خبر!
د پاسپورت عمومي رياست وايي چې د پاسپورت د ويش بهير د کب (حوت) مياشتې په ١٠ مه په ټول هېواد کې بېرته پيليږي.

20 last posts shown.

198

subscribers
Channel statistics