عبدالحليم قــدرمـل


Channel's geo and language: not specified, not specified
Category: not specified


خوږو ملګرو!
دلته هغه څۀ چې موږ په خپل قلم له خپله فکر را ټولؤ، درته نشر کوو
تاسو هم راسره ملګري شئ!
https://t.me/joinchat/AAAAAFft2e9Exi-vPwu9cg

Related channels

Channel's geo and language
not specified, not specified
Category
not specified
Statistics
Posts filter


ذاڪرځلاند
السلام عليڪم ورحمة الله وبرڪاته
ګرانو مینوالو! په دې چینل ڪي به تاسوته زه خپل حمدونه ، نعتونه او جهادي ترانې وړاندي ڪوم هیله ده چي چینل جوائن او په نشرولو ڪي راسره مرسته وڪړئ ترڅو په دې ڪوچني خدمت ڪي راسره شریک شٸ۔

والسلام

ستاسو ڪشر ورور ذاڪــــرځــلاند
https://t.me/zakirzaland


غـــــــزل

هغه مستي مې نسته شور نه لــرم
دالوتو خو بیخي زور نـــــه لـــــرم

خود به مې خوري د زمانې ګيــدړان
زه په لاسونو کې اوس اور نـه لـــرم

په داسې ځای کې وفات سوۍ یمه
چې بېله خدایه بل غمخور نــه لــرم

اوس به مې وړي د اسمانــو ملکــي
داسي شهید یمه چې ګور نـه لــرم

نن قدرمل ته یو چا داســـې ویـــــل
کورته به څنګه ورسم مور نــه لــرم

عبدالحلیم قدرمل
👇👇👇👇👇
@Qadarmal


غـــــــزل

ولي مې وړې د یار جماله لړمون اوخــوري
پرېږ ده مې نور پر زاړۀ حاله لړمون اوخوري

ستا د منګي سیوري ته تږي ڪائنات ســول
مخ دي سپېره سه چې ڪلاله لړمون اوخورې

دڪــافـر پــزي ته وروړې څــادر دمشـــڪو
قبر دي اور سه ڪلیـــواله لــړمـون اوخورې

په پرېښودو ڪې دي عـمل پـــه ایـاتـو دۍ
بالا ورځه نو انډيواله لـــړمـــون اوخـــوري

دیخني سیوري منظـــر وې قـدرمــل تـــه
ولي راړنګ سولې دیواله لړمـــون اوخـورې

عبدالحـــلیم قدرمـــل


زېړ ماذ ديګر د خنداشور څنګه بــــــولـــې
یویخ منګے پراوږو سپور څنګه بــــــولـــې

آه ڪورته چې راسې وي نړۍ په ڪـــور ڪــې
اې ڪور ڪې چې مـور نه وي ڪور څنګه بولې

خـــو قدرمله مقــتدیان بــــې خـــود ڪوي
ملا دڪرک سره اوتــور څنګــه بـــــــولې


غـــــــزل

رڼا رڼا شیندي څو تـــوري غــــــــزل
الهام پېیله لڪه ستـــوري غـــــــــزل

چې د جانان ستر ګوته خیال غور ځوم
هسي مي زړه باندي را اوري غـــــــزل

د شعر تاریخ اوشاعر ځـــڪه ورک وي
دلته په ډېرو نومــو پلــوري غــــــــزل

زۀ یې ترخدایه پوري وصـــل ڪـــړمه
اوس به نو څوک له مانه ژغوري غــزل

خداے مڪړه تاڪه رانه ڪــــډه وڪـــــړه
ڪیداے سي پرېږدم زۀ بیا نــوري غـزل

غاړه ڪـــړه پــــورته قدرمــله وه وا
دلمر لـه شونډو نه را اوري غـــــزل

عـبدالـــحلیم قـــدرمــل


ماشوم توبه

د ګلونو زندګي وه ماشـــوم تـــــوب و
خپل پردي رانه راضي وه ماشوم تــوب و

د یو چا تر څادر لاندي به وېــده شــــوم
د مور غېږه جنتي وه ماشـــوم تــــوب و

هر انداز به مي د مینــــي جادوګــــر و
بس ڪارونه الهي وه ماشــــوم تـــوب و

ڪلیوالوته ڪعبــــــه ومه طــــــواف وم
خلاصه غوټه د تندي وه ماشوم تـــوب و

چې په ڪور ڪې به راپورته اخـتلاف شــو
زما مسڪا به بس قاضي وه ماشوم توب و

قدرمله نوردي څـــه ســــر خـــوږومــه
ښه بې خاره مې مستې وه ماشوم توب و

عبــدالحلیــــم قـــدرمــــل


رایه څنګه درکړو؟

داشغال وروڼو اوخپلوانو رایه څنګه درکـــړو؟
دوخت بې رحمو ظالمانو رایه څنګه درکــــړو؟

دلته لوګي اوسرې لمبې له سپین قرانه خېږي
لعنت پرتاسو انسانانو رایه څنــګه درکـــــړو؟

هغه باران دمردکو مولا په غوږ کې پروت دی
پرلاس تړلو اسیـــرانو رایه څنـګه درکــــړو؟

هاپه رېګوکې خښ کړه شَوِ شهیدان او ګورئ
بېله شعوره حیوانانو رایه څنــــګه درکــــړو؟

ما دهلمند جلال اباد ناخوالې هېـــري نــه دي
د قدرت تږو غلامانو رایـه څنـــګه درکـــــړو؟

اولس پوه کړي قدرمل دي په دې ټـوله فساد
اې د مظلوم اولس لېوانو رایه څنـګه درکـــړو؟

عبدلحلـیم قـدرمـــل
👇👇👇👇👇
@Qadarmal


. . اخ هلمنده!

موږدرته غوږ یو راته وڪړه ژر قیصه هلمنــده
وښڪې دِ پاڪِ ڪړه وه څنګه تېره شپه هلمنده

تنڪي هډونه ماشومان در پڪي خاوري شــوله
درنه پوښتنه چاونه ڪړه له پرڅه هلمنــــــده

دې اولسمشرڪه په وینو باندي ولــــــړلــې
په خداے قسم چې انتقام به اخلو ښه هلمنده

ماتو سلګو د ماشومانو مړي هم راوېښ ڪړه
مــزار مــزار اوقــبر قبــر هدیــره هلمنـده

د قدرمل په شمول هرمؤمن چیغاري ڪړلـــې
ستاپر سینه چې مردڪونه اورېده هلمـــــنده

عــبدالـــحلیم قدرمــــل


شاعره!

وستایه توره اوسنګر شاعره!
د جهاد لارې او ګودر شاعره!

پرلوړو څوکو چې يې سپین بېرغ وي
کړه انتخاب ځان ته دا غر شاعره!

داسي غزل ته غزل چا ویلې؟
چې پر زړۀ نه لري اثر شاعره!

باقر، دروېش،منیر مو نه دي په کار
که راسي دوئ غوندي لښکر شاعره!

تۀ چې اشغال په ښکاره نه سې غندی
لـــــرې د کوم شي نه خطر شاعره!؟

چې د غزا له تورو جوړ کړې نظم
تر دې به څه وي نور بهتر شاعره!؟

نور قدرمل درته څه نه وایم خو
جواب به ور کړې په محشر شاعره!

قدرمل غفران
👇👇👇👇👇
@Qadarmal


Forward from: fazlullah darwish
Video is unavailable for watching
Show in Telegram


Forward from: عُشاقُ الجَنةخپرندویه اداره
د عُشاقُ الجَنةخپرندویه ادارې له خوا نوي تحفه
دالحاج ملافقیرمحمد درویش
نوي خوندوره په زړه پورې ویډ يويي ترانه یاد ترانه په خوندورو او په زړه پورې صحنو مشتمله ده

👇👇👇
https://t.me/oshaqaljana


غـزل

لیونی درد ،د جانان یاد لېونی
زړۀ مي په دغو دوو اباد لېونی

حق به غالبه يي سرلوړي به یي
خبرېږي ولي نه فساد لېونی؟

دجنت خوله کي تري نه روح وختل
بېخي خبر نه ؤ شداد لېونی

منصوره! ځار دي سم ایره سلګکی
غمو دي وځپی هیواد لېونی

طالبه! وګوره هاستا معشوق ته
څومره نڅا که یي شمشاد لېونی

ما د نړۍ د کفر پښې ماتي کړې
خو ستا لا پاتي دی عناد لېونی

ما قدرمل یې له تڼاکو ځار کړې
پر غلیم بیا ګرم اعداد لېونی
👇👇👇👇👇
@Qadarmal


غـزل

زړګیه! پاته سوې پر لار ولي شهید نه سولې؟
هسي نشه نشه خمار ولي شهید نه سولې؟

تاهم ليدلي ،څۀ چنار چنار ځوانۍ قربان سوې
ته هم کټ مټ لکه چنار ولي شهید نه سولې؟

په توره شپه به درپسې و د بنګنو کاروان
چاکړې نظر په خپل ګفتار ولي شهید نه سولې؟

پاک شهادت په تورو شپوکي د سفېدو په شان دی
درباندي مړ سو دا سهار ولي شهید نه سولې؟

کنه نو ستا خو اراده د موټر بم د برید وه
خو زولنو کړې را ایسار ولي شهید نه سولې؟

اې قدرمله! تاهم زړۀ په ډېرو زړونو یخ کړ
هرچا در کړی ؤ اختيار ولي شهید نه سولې؟
👇👇👇👇
@Qadarmal


غــــــــزل

اوف روانه زندګي ده زهر زهر
له ازله پر تندي ده زهر زهر

اې! غافله لاتر څو به پرې اخته یې؟
و کافر ته غلامي ده زهر زهر

انتقام چې د مظلوم غوږ ته رانسي
تر هغو مي دا ځواني ده زهر زهر

چې حاضر یې د ماغ نه وي و کلام ته
داسي چاته استاذي ده زهر زهر

امتحان اوکړاؤنه به یې مل وي
د طالب انډیوالي ده زهر زهر

قدرمله! صرف نازکه توره ښکارې
ستانو کله شاعري ده زهر زهر
👇👇👇👇👇
@Qadarmal


غـــــــــــزل

رب ور بللي ګلالي شهیدان مه هېروئ!
دخدای پر لاره قرباني شهیدان مه هېروئ!

په سرولمبو چې سوه ور ګډ د سپین سبا په هیله
سپین لکه ستوري فدایي شهیدان مه هېروئ!

چې د خزان پر کور یې ور وړی د مرګونو باران
مست غاټولونه د سپرلي شهیدان مه هېروئ!

که مو د کونډو یتیمانو ارمان خاورې کړلو
ورځ د قیامت خوبه راځي شهیدان مه هېروئ!

پرلاس تړلو اسیرانو باندي ډزې وسوې
په تور زندان کي زنداني شهیدان مه هېروئ!

اې قدرمله د سهار نسیم همداسي وایي
سپین بیرغونه رپوي شهیدان مه هېروئ!

👇👇👇👇
@Qadarmal


غــــــزل

زیــتونه نـه دي اخـلي څـڼي د اخـتر لـپاره
زړه ورنـه غـواړي تـللي ژڼـي داخـتر لـپاره

د نـیا پـه لـپوکـي بـې شـمېره خـوشـحالـۍ وخـوړې
خـو مـوږ تـه راغـلې سـلګۍ ګـڼي د اخـتر لـپاره

سـیاسـته وروره له ټـوپـک سـره دي وکـړ کـومـک
رامـو وړې بـیا دزیـرو بـڼي د اخـتر لـپاره

خـان د خپـل کـور سـترخـان ډک کـړی د مـیو لـه بـامـه
غـریـب بـه رانـیسي صـرف زوڼـي د اخـتر لـپاره

بـاغـوان د سـېـبو دی اخ څـومـره پـه مـستیو کـي غـرق
مـات سـي رامـات راپـرې کـړي مـڼـي داخـتر لـپاره


بـیـا حـجره کـي طـالـبان سـره را غـوڼـد دي پـه دې
مـعلومـوي غـوښـو تـه چـڼـي د اخـتر لـپاره

اې قـدرمـله څــوک د زوی پـه نـعـمت ونـازیـدل
چـاکـړې پـیدا و ځـان تـه
لـوڼـي د اخـتر لـپاره

👇👇👇👇
@Qadarmal


کوکير د ترکيب

مخ دې اجرا زلفې ځنځیر د ترکيب
امتحان سـترګې دې تاثیر د ترکیب

منم په خیال کې به دې داسې راځم
لکه ماشـــــــــوم د نحومیر د ترکیب

استاده صرف د یار صیغه راښه یې
ویلی چادی صرف میر د ترکیب

سهار معرب ماښام ته بیرته مبني
د غم عامل دی کړم فقیر د ترکیب

زښته مې ډېـــــــر ورپسې وکتلو
په شکل ستا نوو بل پیر د ترکیب

روح مې مجروره په بېلتون د مضعف
اسمي ظاهر وم اوس ضمیر د ترکیب

تصویر ته ستا جوړ كړمه شکل رابع
نتیجه لاس کې راکړي ویر د ترکیب

کنـــــــــدهار ښه دی قدرمله! لومړی
خـو اخیر هـــم لري کوکیر د ترکیب

عبدالحليم قدرمل
👇👇👇👇👇
@Qadarmal


غـزل

که پرسینه دتورتم غواړې دســبا زندګي
کړه ځان ته غوره دطالب اود ملا زندګي

لکه ماشوم دګل په څنډۀ کې په خیال ویده سي
لمر باندي څومره ژر کړي ختمه په رڼا زندګي

دمټربم په شنُو لُوخُړو چې ستانوم ولیکي
دزړۀ پرتخت مي نویشته کړه ربه دا زندګي

پدې امید چې ستاپه لار کي مي هډونه وریت سي
راته محبوبه په دنیاکې خدایه بیا زندګي

که دې له وېري د دوزخ ګریوان په اوښکو پرېولی
په اخرت به خدای ته پېش کـړې په خندا زندګي

دا ګنهکاره روح چې درومي علیین ته په لار
دقدرمل هغه نړۍ به کــــړي هوسا زندګي

👇👇👇👇
@Qadarmal


غــزل

کریغي توره نیمه شپه او سجده
له څښتن ســره وعده او سجده

دبېشانه لذتونو یو جهان
دباران په ورځ خزه اوسجده

ربه اوري مسلسل مې پر زړګي
ستا لقاته تلوسه او سجده

اخ دسوبي په ډګر کي څومره خوند
دطالب دنګه شمله اوسجده

چې دالوی اسمان لانوي په شړک شړک
په نصیب مې کړه توبه اوسجده

څه زړه وړونکی دا یادګار خبیبه ستا
د دار سیوري ته دمه اوسجده

قدرمله کړه پرځمکه تندی سیخ
ځکه ضد دي دمدمه اوسجده
👇👇👇👇👇
@Qadarmal


غـزل

ټوله هیواد بمباربمبار او هره لاره بمبار
دلته دشپې نه را نیـولې ترسهاره بمبار

موږئې زغمو ستاد قران اوستا د دین په خاطر
کنه نو څوک وايي چې ښه دی زما لپاره بمبار؟

یو مجاهد پرون ستا سیوري ته دمه کړې وه
نن ئې لمبو کې لو لپه کـــړلې چــــناره بمبار

اوس به یي راوړي مات هډونه په لمن کې خلګ
بېــګا پر هغه یـــوه کــــور وو ناقـــراره بمبار

دا مجاهد اولس تیغه دی تــــر قیامته پوري
که هرکافر ورباندي وکړي په خپل واره بمبار

د قدرمل د زړګي ســـــره ځیرک اوسه مدام
نظردي نه کړي طالب جانه سپین روخساره بمبار

قدرمل
👇👇👇👇👇
@Qadarmal

20 last posts shown.

390

subscribers
Channel statistics