غـزل
که پرسینه دتورتم غواړې دســبا زندګي
کړه ځان ته غوره دطالب اود ملا زندګي
لکه ماشوم دګل په څنډۀ کې په خیال ویده سي
لمر باندي څومره ژر کړي ختمه په رڼا زندګي
دمټربم په شنُو لُوخُړو چې ستانوم ولیکي
دزړۀ پرتخت مي نویشته کړه ربه دا زندګي
پدې امید چې ستاپه لار کي مي هډونه وریت سي
راته محبوبه په دنیاکې خدایه بیا زندګي
که دې له وېري د دوزخ ګریوان په اوښکو پرېولی
په اخرت به خدای ته پېش کـړې په خندا زندګي
دا ګنهکاره روح چې درومي علیین ته په لار
دقدرمل هغه نړۍ به کــــړي هوسا زندګي
👇👇👇👇
@Qadarmal