بې رحمه او بدرنګه خلک خلاصي تڼۍ ګرځي
مرګی ګډ دی په دنګو ښایستو پروردګاره
دا سترګې شي په څومره اساني په چا مئيني
او زړۀ مړ کړي په څۀ انتظارو پروردګاره
هو حورې د جنت په ډاډه زړۀ در ځنې غواړم
پناه راکړه دِ تا له دوزخو پروردګاره
هغه چې تا زما قسمت کې نۀ ده را ليکلې
چټي مې مور ورځي په مرکو پروردګاره
موږ هسې لا په ډکو سترګو يو او بل ته ګورو
او سترګه د سهار په راختو پروردګاره
له چاسره مې ډکه خولۀ خندا شي راته ياده
ځورېږم له پېغلوټو خاطرو پروردګاره
دا مې مشاعره کې لیکلي وه، که شوخي پکې وه بښنه غواړم
مرګی ګډ دی په دنګو ښایستو پروردګاره
دا سترګې شي په څومره اساني په چا مئيني
او زړۀ مړ کړي په څۀ انتظارو پروردګاره
هو حورې د جنت په ډاډه زړۀ در ځنې غواړم
پناه راکړه دِ تا له دوزخو پروردګاره
هغه چې تا زما قسمت کې نۀ ده را ليکلې
چټي مې مور ورځي په مرکو پروردګاره
موږ هسې لا په ډکو سترګو يو او بل ته ګورو
او سترګه د سهار په راختو پروردګاره
له چاسره مې ډکه خولۀ خندا شي راته ياده
ځورېږم له پېغلوټو خاطرو پروردګاره
دا مې مشاعره کې لیکلي وه، که شوخي پکې وه بښنه غواړم