سپرلی اوسندره
دسپرلي وګمې خپرې سوې توتکۍ سندري وایي
بلبلان په ترنــــــــــــــــــــم دازادۍ سندري وایي
دخزان لمن سوه ټوله نوی زوګ دنوبـــــــهار سو
کوچانۍ لیلې په غیږ کښي دکږدۍ سندري وایې
بیادتوروهسکوغروسه راجاري سپیني چنې سوې
شپونکی څنګ ته درمې وهي شپېلۍ سندري وایې
دنرګس ګېډۍ نیولي ماشومانو په لاسو کښـــــي
دوړې ژبي پرسرباندي نرۍ ســــ ــــــــندري وایې
ګودرونه ښایسته سوه په چنار اوپه منګـــــیـــــو
مینان دماځګر اوعاشوقۍ سنــــــــدري وایــــــي
ابدالي بیانن څښلی دسپرلي دمـــــــــــیو جام دي
څه په زوق و په جزبه دشاعرۍ سندري وایــــــــي
والسلام