*دشعر ادبي حجره*
د شنبې د شپې مشاعره د ګران جناب محترم تاند شاعر (محمد صالح مسروري) صاحب پر لاندني بیت پیل شوه او پر همدغه وزن قافیه او ردیف سره ملګرو بدرګه کړله
مسروري صاحب څه وایې?
ℹ️ℹ️ℹ️⬇️⬇️⬇️
ـــــــــــــــــــــــــــــ
*بېګا يوه مورکۍ بيا تر سهاره ژړېده*
*د ورک بچي په غم کي ناقراره ژړېده*
یوه بوره مورکۍ به هدیرې ته تله محسینه
پـــر قــبر د زلمي زوی به باداره ژړېــده
*محسن احسان*
بس شرنگ د دروازې ته به هروخت چې انتظار وه
په دې سوچو کې ډوبه وه حصاره ژړیده
*وصال ثمین*
شهید یې ؤ بابا شونډو یې وینې وې نیولې
په زړه زخمی ماشومه له فرهاره ژړیده
*منصور امارتی*
یتیم مې وچې شونډې لالهانده وليدو
نو ځکه مې چشمان آن تر بسیاره ژړېده
شپون
اخ څه عجیبه ورز ستا د رحلت وله (عمره) رحمته الله علیه!
سپوژمۍ خو هم د ستورو له مداره ژړیده
*انتقام سجاوندي*
نن بیا دپورې کلي مزه نوه گرد غُبار وو
له وینو ډکو سترگو ته هنداره ژړیده
*منصور امارتي*
یوه مور مې ولېدله پۀ غمو کې ځنګېدل
روانه وه د خپل زوې تر مزاره ژړېده
*عابد ځلاند*
د گل په شان یې دوه بچیان په یوه ورزشهیدان شول
ملـګـرو یــو بـوډي وه ناقـراره ژړيـده
*صابر فاریابي*
دیتیم په سترګو اوښکي ډنډې ډنډې
سپیره په ګردو رنګ پرهغه لاره ژړیده
*حنفی صاحب*
چي زه به ژیدلم ستا دغمه ځوانیمرګه
ډیوه. راسره هم تر روڼ سحاره ژړیده
*دلریش وفادار*
د اوښکو له اثره یې گلان په قبر شنه شول
یوه ناوې چې د شـــناخچې له کیناره ژړیده
*انتقام سجاوندي*
د زړه ټوټه یي ورکه وه ستومانه ګرځيدله
غـمو په سـر اخـیستي وه پـه لاره ژړيـده
*سـعـيـدځـلانـد*
که هر څومره سوالونه او زارۍ مې ورته وکړې
هيڅ کله غلې نشوه تر سحاره ژړېده
*اتل*
یتیمه وه اختر ته یې جامې نه درلودلې
پر مخ یې اوښکې راغلې په بار باره ژړیده
*شاعر عتیق الله جان مُقبیل*
یوڅوک سلګو اخیستی وه نری اواز یې راغلو
دزړه ټوټه یــې نوه بـــې له یاره ژړیـــده
*اِسرارجانان*
بچي يې شهیدان شول اوس غربت په سر اخستې
وتلـه چـې له خپل کلـي او ښاره زړېده
*شــــــرفــــــــزوی*
*په اوښکو ګریوان وو هم ئې سترګې سرې وي خدایه*
*دخپل بچي په غم کې وَ حصاره ژړیده*
*:::راشدافغان::::*
یوه کونډه ناوی ناسته دشهید لالي په قبر
انځور ته یی کتل ورته قراره ژاړیده
*احساس*
له غمه لیونۍ وه ماویل وه خلګوداولې
چاغلي راته وویل شوه خواره ژړیده
*اباسین کټوازی*
ړنګ شوی یې ؤ ستوری دمات زړه له آسمانه
دخپل بچي په یاد کې شوه بېماره ژړېده
*محمدي*
غمونه او دردونه یې په زړه باندې امبار ؤ
سخت زړه یې ؤ مات شوی جهادیاره ژړیده
*جهادیار*
وهلو یې په دواړو لاسو مخ چغې یې کړلې
د خوار قېسمت نه ډېره وه بې زاره ژاړېده
*وزیر*
روانه وه له پیر نه یې دعا زوﺉ ته غوښتله.
مورکۍ په کریګو سر وه تر درباره ژړیده
*منیب*
اخ اوښکې یې د مخ چې په ټکري صفا کولې
باور وکــــــــه اې یـــــاره! ورته لاره ژړیــــده.
*منیب*
طالب جانان شهید وو جنازه یی وه تیاره
هر شخص په غمو سر ؤ بې اختیاره ژړیده
*شاعر طالب ادیب*
*زړګی یې ورته ګونګ شي د ویلو توان یې نه وي*
*تصویر ته د شهید خور تر سهاره ژړیده*
*حقیار اشنا*
سلګیو وه اخستې هم په څان نه پوهیدله
ماشومې نن فریاد کاوه بې پلاره ژړیده
*میرویس توحیدیار*
جانان مې چې رانه غلی بس ژڔا وله اوزه وم
ګودر هم په ژڔا وو هغه لاره ژڔیده
*عبدالله عقابي*
واده وُ خوشحالي وه بِل آخیره شو قیامت
شوه ناوې مو په وینو کي سنګاره ژړیده
*حقاني جانان*
ریاض ته به را مخ ته شوه غیږه به یې ورکړله
په شپه د مخه ښه کې تر سحاره ژړیده
*ریاض*
ــ...ـــ...ـــ...ـــ...ـــ...ـــ...ـــ
یادونه:- له ټولو هغه ملګرو مننه کوم چي له موږ سره یې په مشاعره کي ګډون وکړ،
او له هغه ملګرو بښنه غواړم چي بیت یې په "غوره بیتونو" کي نه دی راغلی،هغه وجه دا وه چي یا به یې قافیه غلطه وه او یا هم ردیف
، هغه ملګرو ته مو دا توصیه ده چي هر ځای مشاعره کي باید د قافیې،ردیف او څپو خیال وساتي، تر څو مو بیت د مشاعرې په غورو بیتو وشمارل شي.
مننه په احترام
سمون وال *انتقام سجاوندي*
د شنبې د شپې مشاعره د ګران جناب محترم تاند شاعر (محمد صالح مسروري) صاحب پر لاندني بیت پیل شوه او پر همدغه وزن قافیه او ردیف سره ملګرو بدرګه کړله
مسروري صاحب څه وایې?
ℹ️ℹ️ℹ️⬇️⬇️⬇️
ـــــــــــــــــــــــــــــ
*بېګا يوه مورکۍ بيا تر سهاره ژړېده*
*د ورک بچي په غم کي ناقراره ژړېده*
یوه بوره مورکۍ به هدیرې ته تله محسینه
پـــر قــبر د زلمي زوی به باداره ژړېــده
*محسن احسان*
بس شرنگ د دروازې ته به هروخت چې انتظار وه
په دې سوچو کې ډوبه وه حصاره ژړیده
*وصال ثمین*
شهید یې ؤ بابا شونډو یې وینې وې نیولې
په زړه زخمی ماشومه له فرهاره ژړیده
*منصور امارتی*
یتیم مې وچې شونډې لالهانده وليدو
نو ځکه مې چشمان آن تر بسیاره ژړېده
شپون
اخ څه عجیبه ورز ستا د رحلت وله (عمره) رحمته الله علیه!
سپوژمۍ خو هم د ستورو له مداره ژړیده
*انتقام سجاوندي*
نن بیا دپورې کلي مزه نوه گرد غُبار وو
له وینو ډکو سترگو ته هنداره ژړیده
*منصور امارتي*
یوه مور مې ولېدله پۀ غمو کې ځنګېدل
روانه وه د خپل زوې تر مزاره ژړېده
*عابد ځلاند*
د گل په شان یې دوه بچیان په یوه ورزشهیدان شول
ملـګـرو یــو بـوډي وه ناقـراره ژړيـده
*صابر فاریابي*
دیتیم په سترګو اوښکي ډنډې ډنډې
سپیره په ګردو رنګ پرهغه لاره ژړیده
*حنفی صاحب*
چي زه به ژیدلم ستا دغمه ځوانیمرګه
ډیوه. راسره هم تر روڼ سحاره ژړیده
*دلریش وفادار*
د اوښکو له اثره یې گلان په قبر شنه شول
یوه ناوې چې د شـــناخچې له کیناره ژړیده
*انتقام سجاوندي*
د زړه ټوټه یي ورکه وه ستومانه ګرځيدله
غـمو په سـر اخـیستي وه پـه لاره ژړيـده
*سـعـيـدځـلانـد*
که هر څومره سوالونه او زارۍ مې ورته وکړې
هيڅ کله غلې نشوه تر سحاره ژړېده
*اتل*
یتیمه وه اختر ته یې جامې نه درلودلې
پر مخ یې اوښکې راغلې په بار باره ژړیده
*شاعر عتیق الله جان مُقبیل*
یوڅوک سلګو اخیستی وه نری اواز یې راغلو
دزړه ټوټه یــې نوه بـــې له یاره ژړیـــده
*اِسرارجانان*
بچي يې شهیدان شول اوس غربت په سر اخستې
وتلـه چـې له خپل کلـي او ښاره زړېده
*شــــــرفــــــــزوی*
*په اوښکو ګریوان وو هم ئې سترګې سرې وي خدایه*
*دخپل بچي په غم کې وَ حصاره ژړیده*
*:::راشدافغان::::*
یوه کونډه ناوی ناسته دشهید لالي په قبر
انځور ته یی کتل ورته قراره ژاړیده
*احساس*
له غمه لیونۍ وه ماویل وه خلګوداولې
چاغلي راته وویل شوه خواره ژړیده
*اباسین کټوازی*
ړنګ شوی یې ؤ ستوری دمات زړه له آسمانه
دخپل بچي په یاد کې شوه بېماره ژړېده
*محمدي*
غمونه او دردونه یې په زړه باندې امبار ؤ
سخت زړه یې ؤ مات شوی جهادیاره ژړیده
*جهادیار*
وهلو یې په دواړو لاسو مخ چغې یې کړلې
د خوار قېسمت نه ډېره وه بې زاره ژاړېده
*وزیر*
روانه وه له پیر نه یې دعا زوﺉ ته غوښتله.
مورکۍ په کریګو سر وه تر درباره ژړیده
*منیب*
اخ اوښکې یې د مخ چې په ټکري صفا کولې
باور وکــــــــه اې یـــــاره! ورته لاره ژړیــــده.
*منیب*
طالب جانان شهید وو جنازه یی وه تیاره
هر شخص په غمو سر ؤ بې اختیاره ژړیده
*شاعر طالب ادیب*
*زړګی یې ورته ګونګ شي د ویلو توان یې نه وي*
*تصویر ته د شهید خور تر سهاره ژړیده*
*حقیار اشنا*
سلګیو وه اخستې هم په څان نه پوهیدله
ماشومې نن فریاد کاوه بې پلاره ژړیده
*میرویس توحیدیار*
جانان مې چې رانه غلی بس ژڔا وله اوزه وم
ګودر هم په ژڔا وو هغه لاره ژڔیده
*عبدالله عقابي*
واده وُ خوشحالي وه بِل آخیره شو قیامت
شوه ناوې مو په وینو کي سنګاره ژړیده
*حقاني جانان*
ریاض ته به را مخ ته شوه غیږه به یې ورکړله
په شپه د مخه ښه کې تر سحاره ژړیده
*ریاض*
ــ...ـــ...ـــ...ـــ...ـــ...ـــ...ـــ
یادونه:- له ټولو هغه ملګرو مننه کوم چي له موږ سره یې په مشاعره کي ګډون وکړ،
او له هغه ملګرو بښنه غواړم چي بیت یې په "غوره بیتونو" کي نه دی راغلی،هغه وجه دا وه چي یا به یې قافیه غلطه وه او یا هم ردیف
، هغه ملګرو ته مو دا توصیه ده چي هر ځای مشاعره کي باید د قافیې،ردیف او څپو خیال وساتي، تر څو مو بیت د مشاعرې په غورو بیتو وشمارل شي.
مننه په احترام
سمون وال *انتقام سجاوندي*