احـمـدالله وفـا


Channel's geo and language: not specified, not specified
Category: not specified


السّٙلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
خوږو ملګرو کله کله به دزړه درد دشعر په ژبه درسره شريکوم
هيله ده چي ملتيا مو وکړى

او دچينل په نشرولو کې راسره مرسته وکړى مننه
ورور مو احـمـدالله وفـا

Related channels

Channel's geo and language
not specified, not specified
Statistics
Posts filter


تنکى ګلاب

راغله ازادي تر خاورو لاندې خوږه ياره
هم شو پسرلى خو ستا نشتون ده ودِلداره
هجر دې زغمى نشم وتلى يـــــم له کاره
مره مه درپسې پـــه ځان پوهیږمه نِګاره

کاش چي شهيد نوى راسره اوس هم ولى ګله
دهيـــــواد دا ستره آزادۍ بــه مو لمانځله
نه به غم او درد وو وخوښي به سل په سله
تـا تنها تنها کړم تا غـمو کې کـړم حِصاره

تـاسره مې مــينه له زړګي وه زړګکيه زما
کله به مې هيرشې ځاردې شمه ورورکيه زما
هجر دې جنون ته رسولى يم لاليه زما
تل راتـــه يادېږې ښکلوم دې هر يادګاره

ستا داغټې سترګې مړه کاته او دناز خبرې
څومره ښې به لګيدلي ياره لکه شکرې
ستا دوِصال تندې يم نيولى له ګلاب ْښکلې
سر دې کړه راپورته راغلم ستا ترخړ مزاره

ستورى وې غمى وې دحق لارې لاروى ولې
و جانانه وزړګيه څه عجيب زلمى ولې
خوى اوپه غيرت کِ ته کټ مټ لکه زمرى ولې
له ګــــــلاب تنکيــــه او دسرو ګلو سالاره

دژوندون بيړۍمې شوله غرقه دفِراق له زور
ورک مي ده لاليه دځوانۍ هغه پخوانۍ شور
احمـدالله وفـا درپسې شومـه پـه زړه کمزور
نه دې هيــــرومه دنګ جانان دنګه چيناره

احمـدالله وفـا
https://t.me/jlagibnjlu




Forward from: احمــدالله وفـا
.د العصر خپرندوی ادارې لخوا وړاندي کيژي

غږ منيرالرحمن بنديوان
له البوم څخه زما يوه ترانه

#العصردترانو_سترمرکز
https://t.me/alasar_channal333


Forward from: احمــدالله وفـا
دبريا اختر

داځل ښه پـــه قراره له جنګ او له بمباره
لمانځو به ازادۍ سره اختر اى هيوادوالو
وياړمنو افغانانو وياړمنو افغانانو

شور ورک ده دمرميو، دسوو اسويليو
هر زړه سکون موندلى، پاى ده دبدمرغيو
غيږه راکړه خوښيو
راځه راځه اختره دهيلو زيړى لمره
ملهم شه زخمي زړو ته دشهيد ديتيمانو
وياړمنو افغانانو وياړمنو افغانو

ښه ډاډمن امنيت دى قانون دشريعت دى
داځل کمکي اخترکِ خوشحال مظلوم مِلت دى
ورورولي اخوت دى
هيواد ښکلا ښکلاده په غازي طالب اشنا ده
بريا ېې ده راوړې دکفر له اِجڼټانو
وياړمنو افغانانو وياړمنو افغانانو

دازادۍ لمر راختلى طالِب مـو اِمـام شوى
افغان غيور ولس مو يو بل ته لاس ورکړى
خوندي مو کور او کلى
مبارک شه مبارک شه ملګرو مبارک شه
ارمان مو پوره شوى داتلو شهيدانو
وياړمنو افـغانانو وياړمنو افغانانو

اخ کاش چي داستا شتون واى او ورک ظالِم بيلتون واى
له غم به بي پروا وو له خوند به ډک ژوندون واى
زړه به مو پر سکون واى
داحمـداالله وفـا ياره دښّٙکلا دنګ مِناره
دروړمه تر مزار دې څو ګيډۍ دسرو ګلانو
وياړمنو افغانانو وياړمنو افغانانو

احمـدالله وفـا


Forward from: احمــدالله وفـا
Video is unavailable for watching
Show in Telegram
نوې ترانه:
په ويډيويي شِکل!

غــږ : مولوي نصرت الله نصرت

شاعر : احمـدالله وفا!


.د العصر خپرندوی ادارې لخوا وړاندي کيږي

يو وخت وو څه ښه وخت وو يو مِ يار وو يو به زه وم
زړګى مې وو زړګي ته مې قرار وو يو به زه وم

غږ مولوي نصرت الله نصرت
شاعر: احمـدالله وفـا

#العصردترانو_سترمرکز
https://t.me/alasar_channal333


Forward from: Alasar channel


Forward from: حکمت الله حاکمي2⃣
Video is unavailable for watching
Show in Telegram
پیسې وایي: ما لاسته راوړه، نور هر څه هېر کړه

https://t.me/hikmatullahhakimi2


Forward from: احمــدالله وفـا
#د_ټولنيزو_رسنيو_او_انترنيت_اداب

سترګې او نظر په واک کې ولرئ !!!
که څه هم انترنيت د دعوت لپاره يو ښه نعمت دی، خو لويه فتنه او جهنم ته بلونکی هم دی، له همدې امله بايد سترګې کنترول او له ناروا انځورونو او انځوريزو ليکنو څخه ډډه وکړو.

د الله ﷻ څخه وېره :
اوسني وسائل او انترنيت هغه څه دي چې انسان کله ګوښه شي له ګناهونو سره يې مخ کوي، له همدې امله انسان بايد ګوښه او يواځې ځای کې د الله ﷻ څخه وويريږي، له هغه هيڅ شی نه دي پټ، نو ځکه انسان بايد په پټه او ښکاره، د بې وزلۍ او بډايتوب په هر حالت کې له الله ﷻ څخه وېره او ډار ولري.


Forward from: احمــدالله وفـا
Video is unavailable for watching
Show in Telegram
نوې وړوکې ويډيويي ترانه!

غــږ : حافظ حکيم الله شاکري

شـاعر : احمـدالله وفـا!


داِشغال ټغر

داِشغال ټغر شو ټول پـه هر يو لوري اٙمنِيت دى
خدايه شکر پر هيواد مو حاکِم شوى اِمارت دى

دسپرلي څرک راښکاره شو دخوښيو ډېوې بلې
نفرتونو کــډه کـــړې اوس ترمنځ مو اخوت دى

هـره خور مو په حِجاب کې له ښکلانه برخمنه
ديموکراسي سر خوړلى نافذ شوى شريعت دى

اوس يو موټى يو قوت يو افغانان يو يوملت يو
واجِب کړى مو په ځان اوس دهيواد او دين خدمت دى

ټــول مشران مو دي وتلي شِکنجو له زحمتونه
دمظلوم په درد پوهيږي پلى کړى ېې عدالت دى

داچي اوس په جګو سترګو احمدالله وفا ګرځې
دشهيد جانان دوينــو او قــــربانۍ برکت دى

#احمـدالله وفـا


دوصّٙل ډېوه

ستا دياد سـره جـګړه وه تـوره شپه وه
ستا دوصّٙل ډېوه مړه وه تـوره شپه وه

ستا دحسـن انځــوري مې کــړه جانانه
ما ددرد کـــړې نشـــه وه تـوره شپه وه

پــاريــدلي مې دردونـــــــه دزړګـي وو
ستا دمرګ چي اوازه وه تـوره شپه وه

شولې پاتې مې ګيلې درتـه پـه زړه کې
ختمه ستا دژوند کيسه وه توره شپه وه

دژونـدون بېړۍ مې غـرقه شـوه لاليه
رانـه تـاو دغم سپه وه تــوره شپه وه

هغــه شپې مې احمـدالله وفـا ياديږي
چي زما او ستا پيره وه توره شپه وه

#احمـدالله وفـا

https://t.me/adabinari




Forward from: Alasar channel
د العصر خپرندويه ادارې لخوا وړاندي کيږي

دنويو ترانوالبوم
سپيڅلی نظام
دګران ورور ترانه ویونکي
حافظ حکيم الله شاکري
نشر ته وسپارل شو
تاسې يې زموږ د ټيليګرام چينل
څخه تر لاسه کولى شئ
له ملتيا مو مننه
همدالته راسره ملګري شۍ
👇👇👇👇👇👇
#العصردترانو_سترمرکز
https://t.me/alasar_channel123


Forward from: د خونړي انقلاب غمجنې کيسې
د حامد کرزي بادچاهي
حامِد کرزۍ هغه څوک ؤ چ د ده د بادشاهۍ په دوران کې شنه سترګو امريکايانو د افغانانو په کورونو د شپې چاپې وهلې دا چې اوس له امريکا له جرمني او نورو هيوادو څخه ويډيوګانې کوي دا افغان ډوله غلامان به هم ورسره ؤ د مسجد اِمامان ېې په شهادت ورسول د ترهګر په نامه ېې تنکي تنکي ځوانان علماء، طلباء، حافظان، ېې د بګرام پلخرچي تورو کوټو ته واچول

اشرف غني بادشاهي
اشرف غني هغه څوک ؤ چې د ده د بادشاهۍ په دوران کې په ودو بمباري وشوه په مدرسو په جوماتو په جلسو بمباري وشوه تنکي تنکي حافظان ېې په شهادت ورسول خلک ېې په ټانګو پسې کش کړل طالبان ېې په هر زندان کې په دار وخيژول زمونږ د خويندو عزتونه ېې لوټ کړل

د دری رنګه ملي بيرغ ترچتر لاندې دومره ظلمونه په افغان مظلوم مِلت شوي چي زمونږ قلم ېې دليکلو توان نه لري
آيا چي دومره ظلمونه د دری رنګه مِلي بيرغ تر چتر لاندې شوي وي
آيا دری رنګه مِلي بيرغ چي هيڅ کله ازاد نه وي پاتې شوى هميش غلام پاتې شوى وي

نو څنګه به زمونږ غيرتمن افغانان د دې بيرغ ترچتر لاندې ژوند وکړي

نو څنګه به هغه ځوانان چې ګګې خولې ېې په سوک سمې کړې د دې بيرغ تر چتر لاندې ژوند وکړي

نو څنګه به هغه ځوانان چې د بګرام پلچرخي تورې زولنې ېې په کلو کلو زغملې وي د دې بيرغ تر چتر لاندې ژوند وکړي

نو څنګه به هغه ځوانان چې د خپل څنګ خواږه ملګري ېې د دې بيرغ تر چتر لاندې په بې رحمانه شِکل په شهادت رسېدلې وي د دې بيرغ تر چتر لاندې ژوند وکړي

نو څنګه به هغه يتيم چې پلارجانِ د ظالِمې ډرون د لمبو خوراک شوى وي د دې بيرغ تر چتر لاندې ژوند وکړي

نو څنګه به هغه مورکئ چې د سترګو تور بچى ېې ددې بيرغ تر چتر لاندې ټوټه ټوټه شوى وي د دې بيرغ تر چتر لاندې ژوند وکړي

هيڅ کله نه
دا خوبونه هيڅ کله مه وينی د جمهوريت په نظريه روزل شؤ کسانو

پاى!
د نيمګړتياؤمعافي غواړم


زمونږ دټليګرام چينل کې هم راسره ګډون وکړى خوږو ملګرو
👇🏿👇🏿👇🏿
https://t.me/Dakhonari


Forward from: د خونړي انقلاب غمجنې کيسې
دخونړي انقلاب غمجنې کیسې ادارې لخوا وړاندې کېږي

مونږ د کوم بيرغ ملاتړ وکړو آيا د سپين محمدي بيرغ او
که د دری رنګه مِلي بيرغ قضاوت ستاسو پر لاس!


ليکوال : احمـدالله وفـا!

لکه څرنګه چي تاسو ته معلومه ده د جمهوريت په نظريه روزل شوي کسان د امريکا اصلي غلامان د نيويارک ساتونکي د افغان مظلوم مِلت قاتِلان د اسلام څخه کفر ته هِجرت کؤنکي د فيسبوک باطِلو مبارزينو دا څو ورځې د بيرغ مسئله ډېره توده نيولې

اکثره داسې کلِمې استعمالوي چي العٙياذ بِاالله کفر ته وځي!
محترمو مسلمانانو، تاسو قضاوت وکړى
آيا مونږ د کوم بيرغ ملاتړ وکړو
1- د دری رنګه مِلي بيرغ
2- که د سپين محمّٙدِي بيرغ ملاتړ وکړو

سپين محمّٙدِي بيرغ رسول الله (ص) ايجاد کړى
سپين محمدي بيرغ 1450 کاله تاريخ لري
سپين محمدي بيرغ د رسول الله (ص) څخه راپاتې ده
سپين محمدي بيرغ هيڅ کله غلام نده پاتې شوى
سپين محمدي بيرغ باندې صحابه ؤ قربانۍ ورکړي
د سپين محمدي بيرغ تر چتر لاندې د کفارو عبادت خانې ړنګې شوي
د سپين محمدي بيرغ تر چتر لاندې رسول الله ص سترې سترې غذاګانې کړي بتان ېې مات کړي مدينه منوره ېې فتحه کړې مکه معظمه ېې فتحه کړې
د سپين محمدي بيرغ تر چتر لاندې عمري عدالت قايم شوى
د سپين محمدي بيرغ تر چتر لاندې هر وګړي د سکون ساه اخيستې
د سپين محمدي بيرغ تر چتر لاندې د چا په حق د چا په عزت تېرى نده شوى
د سپين محمدي بيرغ د رپولو په پار ځوانانو خپلې ښايسته ځوانۍ ځار کړي په خپل ګران وجود ېې بمونه تړلي د تن غوښې ېې د اور لمبو سيزلي
د سپين محمدي بيرغ د رپولو په پار د وخت ولي الله ملا محمد عمر رحمه الله خپله ځواني خاورې کړه
د سپين محمدي بيرغ د رپولو په پار ګران رهبر ملا اخترمحمد منصور تقبله الله خپل د تن هډونه په اور کباب کړل
دسپين محمدي بيرغ د رپولو په پار مرحوم جلال الدين حقاني رحمه الله سترې قبربانۍ ورکړې د خپل زړه ټوټې يې ځار کړې
د سپين محمدي بيرغ د رپولو په پار زمونږ د سترګو تور استاد ياسر تر اوسه ورک ده د مرګ او ژوند پته يې نشته
د سپين محمدي بيرغ د رپولو په پار ښايسته ښايسته ځوانان مو د ډرون خوراک شول
د سپين محمدي بيرغ رپول د هر اتل شهيد د زړه ارمان ؤ د هر شهيد د مورکۍ د زړه آرزو وه د هريتم دزړه آرزو وه

دری رنګه ملي بيرغ!
دری رنګه ملي بيرغ 100 کاله تاريخ لري
دری رنګه ملي بيرغ امان الله خان ايجاد کړی
دری رنګه مِلي بيرغ هيڅ کله آزاد نده پاتې شوى
دری رنګه مِلي بيرغ هميش غلام پاتې شوى
د دری رنګه مِلي بيرغ تر چتر لاندې په افغان مظلوم مِلت خورا ظلمونه شوي
د دری رنګه ملي بيرغ تر چتر لاندې ظالم حکمرانان تېر شوي
لکه، نور محمد ترکی
حفيظ الله امین
ببرک کارمل
داکتر نجیب
صبغت الله مجددي
برهان الدّین رباني
حامِد کرزى
اشرف غني، وغيره
آيا دغه د وخت حکمرانانو کوم ظلمونه د دری رنګه مِلي بيرغ تر چتر لاندې په افغان ملت ونه کړو
آيا کومې عياشي د دوى د بادشاهۍ په دوران کې نه وې
د هر باچا د ظلمونو او عياشۍ يوه يوه بېلګې درته وړاندې کوم نوره خبره نه اوږدوم

نورمحمد تره کي بادشاهي
تــره کى هغه عياش کس ؤ چي د به ويل ښځه چي د چا وي ښځه هم شريکه ده کور هم شريک ده ځمکه هم شريکه ده او د به ويل ښځه مڼه ده چي هر چا بوي کړه د هغه ده اول علماء تره کي په شهادت ورسول د قتل اوقِتال باب د ظلمونو باب دعياشۍ باب تره کي پرانيستۍ ده
د بې ادبي معافي غواړم!

حفيظ الله امين بادشاهي
حفيظ الله امين هغه څوک ؤ چي مجاهدينو ته به ېې اِخوانيان وېلې د به ويل چي اِخوانۍ مو ليده تر ما ېې مه رارسوى خوله ېې تر خاورو ورډکه وی

بـــبرک کارمل بادشاهي
ببرک کارمل هغه څوک ؤ چې د روسانو په ټانګو کې راغى سرې لښکرې ببرک کارمل راوستلې زمونږ هيواد افغانستان ته
هغه سرې لښکرې چې هغو نه ماشوم پريښودو نه ېې غټ پريښودو ټول ېې له يوې مخې په شهادت رسول ډېر هِجرتونه افغانانو د کارمل په وخت کې وکړل د دوي هدف اول علما ؤ هغه خړ جيف چي د شپې په تياره کې به راغى او علما به ېې بوتلل تر ننه د هغو علماؤ قبرونه ورک دي ببرک کارمل علماء ورک کول

ډاکــټر نجيب بادشاهي
ډاکټر نجيب هغه څوک ؤ چي په ژوندون ېې په افغانانو ټانګونه وخيژول نوکان ېې ور څخه وايستل بي ګناه خلک ېې ژوندي تر خاورو لاندې کړل د هغو افغانانو په کډو ېې بمباري کوله چي کله به هغوي هجرت کاؤ

صبغت الله مجدّٙدي بادشاهي
صبغت الله مجدّٙدي هغه څوک ؤ چي د ده د بادشاهۍ په دوران کې کابل وران شو تنزيمي جنګونه شروع شول ګيلم جم راپيدا شول چي مشري ېې دوستم کوله

برهان الدّين رباني بادشاهي
برهان الدِّين رباني هغه څوک ؤ چي د ده په وخت کې د خلکو په سرونو ميخونه ټک وهل شول د ښځو څخه ېې سينې پرې کړې د رباني په وخت کې هلکان نِکاح کيدل د رباني په وخت کې ظلم اوج ته ورسيد چي الله پاک پري طالبان راوستل ظلم، عياشي، فساد، هرڅه د الله (ج) په نصرت او د طالب جان په لاس ختم شول


بې مطلع/ نوې يارۍ

څه عجيبه غوندې وخت راباندې تېر شو
څــه عجيبې زنـــدګۍ تــــه شومه پاتې

هـــا زاړه ياران مې واړه شهيدان شـول
زه سپېره نـــوې يارۍ تـــه شومـه پاتې

شهادت هم غـاړه رانـــــه کړله خــــدايه
ستړې ستړې دنياګۍ تــــه شومـه پاتې

خدايه ستا په امتحان کې سخت راګيريم
شنه لينجر لوکسې چوکۍ ته شومه پاتې

دزړګي پـــه رنــــځ اخته يم نــه رغېږم
څه خو نخوارې جدايۍ ته شومه پاتې

کله کله خـو پـــه خـوب کې يـاره راشه
احمـدالله بس تنهايۍ تــه شومـه پاتې

#احمـدالله وفـا

https://t.me/adabinari


.د العصر خپرندوی ادارې لخوا وړاندي کيژي

کسر ...
دنـــــــــړۍ دزورورو ملا شوه ماته
ددې وخت دځناورو ملا شوه ماته

غږ : قاري فيضان الله فائـز
شاعـر : احمـدالله وفـا

#العصرــ دترانو ستر مرکز
https://t.me/alasarchannel


احمــدالله وفـا
السّٙـلام عليکم ورحمة الله وبرکاته

خوږو ملګرو کله کله به دزړه درد دشعر په ژبه درسره شريکوم
هيله ده چي ملتيا مو وکړى

او دچينل په نشرولو کې راسره مرسته وکړى مننه

ورور مو احمـدالله وفـا
https://t.me/jlagibnjlu



20 last posts shown.

3

subscribers
Channel statistics