غـــــــزل
په زړګې ستا ده باڼــو ښکار سوم یاره
درپــــــسې څوره خوارو زار سوم یاره
ده عشق انــــــځور مې په زړګې لیکلۍ
ستــا ده وصال ده جام خمار سوم یاره
سحار وختې ده لمر په څره که بانــدې
په انـــــدیـښنو کې دې بیمار سوم یاره
ده زړګې ســـــــــره هیره وای دې نـشم
غریـــــــــب سړۍ ومه ناچار سوم یاره
ده مینې کور ده مینې ځای دۍ زړګۍ
ده زړه لـــپاره انتــــــــــــظار سوم یاره
سپینه سپوږمۍ ستورې او ستا یادونه
ټوله شپه وېـښ بیا تر سحار سوم یاره
زه مهــــــــاجــرسبحانی ) څنګه شومه
ده ریـــــحان بُوټۍ وم انـګار سوم یاره
شاعرقاری مهاجرسبحانی
https://t.me/Almahajar