د جدې شپږمې ته
هاغه ! چي په ډېر ڪبر، غرور دلته راغلې ؤؤ
لاړۀ له دې خاورې نه په تېښته یې پښې سپکې کړې
نه یې دی په ویښه، نه په خوب دلته ارام کړی
سرو غربي دېوانو باندې ګز شاه زلمو ځمکې کړې
لارې او هوارې به مو ټول ورته مینونه ڪړل
غوښې د وجود به یې هوا کې ورته ورکې کړې
ڪړي بغاوت څخه په شا نۀ شولو ځکه موږ!
ټینګې مو له پاک رب متعال سره اړیکې کړې
تېښتې ته به اړ شو که ڪافر، که منافق به ؤؤ
جنګ کې چي به خدای راسره دنصرت ملکې کړې
بیا به یې اسد حماسه! نوم هم په خوله رانه وړي
یاد ڪه یې د ګران افغانستان زېړې بوشککې کړې
اسد حماس
@AsadHamas1333