#حکایت
په يوه مجلس کى يو بزرګ سړى خپل لاس موټ کى د مجلس خلګو ته يي وويل زما په لاس کى به څه شى وى،
يوه ويل ستاپه لاس کى به شايد ياقوت وى يا قيمتى ملغرى وى،
بل کس وويل نو خامخا به سره زر وى
نو خلګو وويله چى که چيرى ياقوت يا ملغلرى نه وى نو خامخا به سپين زر وي
کله چى بزرګ سړى خپل لاس ښکاره کى نو په لاس کي يي يو سو دانى شيګى وى ټوله حيران شول،
بزرګ وويل ښځى دمثال د دى بند شوى لاس په رقم دى که چيرى بند وى ، پرده يا حجاب کى وى نو د ياقوتو،ملغلرو،سرو زرو، دقيمت په مثال وي
اوکه چيرى هغه د موټ په رکم خلاصى شى بى پرده شى نو هغه به د دغو شيګو په رقم وى چى هيڅ عزت او قيمت به نه لرى
عبد الله بن عباس رضی الله عنه وایې؛
نیکي په مخ کي رڼا،
په زړه کي نور،
په بدن کي قوت،
اودخلکو په زړونو کي مینه پیدا کوي،
او ګناه ددې په ضد ده.
یعني د مخ توروالی،
د زړه بې نوره کیدل،
د بدن کمزوري،
او د خلکو په منځ کي بغض او کینه پیدا کوي.
#حکایات_اودیني_معلومات
@Deni_Laar