★زینت الله حیدری★


Channel's geo and language: not specified, not specified
Category: not specified


~°ريښتينې حقيقي پاڼه°~
دشاعر زینت الله حیدری تازه شعرونه ،غزلونه، څلوريزې،چهاربیتی،رباعیانې او دتکړه او وتلو نعت خوانانو په زړه راشکونکو اوازونو تازه او خوندورې زمزمې....
شاعـر :~ دټولنـې داحساساتو کـتـاب

https://t.me/joinchat/AAAAAEN0aWCpyVbiG1MM2Q

Related channels

Channel's geo and language
not specified, not specified
Statistics
Posts filter


🌹نوی شعر🌹
🌷د اشغال خاتمه🌷
لاسلیک د سولې اوشولو پوره مو شو ارمان🌺
سر لوړ اوســـــې اِمارته شم لتا څخه قربان🌺

د حـــــــــق آواز دي هیڅکله پرینخوده اتله🌺
که څو درته په لاره کې خنډونه وو شاهان🌺

فاتح د هر میدان وې لوی الله دي وو ناصر🌺
تس نس دي کړل یهود او د یهودو غلامان🌺

طالبه زمونږ د ګران وطن د خاورې لوی اتل یې🌺
قبرونو کې خوشحال دي کړل زمونږه بابا ګان🌺

شهیده ستا د پاکو وینو دغه برکات دي🌺
مختوره ده ناټو او د نــړﺉ ټول جابران🌺

په لاس کې دې کړﺉ لکه زمرﺉ چې وي پنجره کې🌺
بندې جانانه خلاص شو وو د رب لــــــوی امتحان🌺

تاریخ د افغانیت ګوره هیڅ کله تسلیم ندی🌺
که راشي د امریکا په شان زرګونه جابران🌺

اتله امارته دا بـــــــــــــــریا دي مبارک شه🌺
سجده کې شکر اوکړه د الله غنی سبحان🌺

فضل مالک غمژن به د امــــارت په لار روان وې🌺
ټول تلونکې پدې لار به وې هتمن ضرور کامران🌺
شاعر:فضل مالک غمژن🌹
تاریخ: بمطابق 29/2/2020 د هفتې ورځ د بریا ورځ


❤نوی نعت شریف💚
✌دوه قافیه لرونکۍ✌
شوله روښان! ورک شو لاړل تـــــور تمونه
ای نبې سلطان! شم درنه قربان ختم ستمونه

د جهل تکې تورې شپې وې
پدې دنیا خـــورې ورې وې

ورک شیطانان! تا چې راؤړل تشریفونه
ای نبې سلطان! شم درنه قربان ختم ستمونه

جوړ کړی هرچا ځان ځانې وه
خوره هرخواه بُت پرستې وه

نسکور بتان! خلقو راؤړل ایمانونه
ای نبې سلطان! شم درنه قربان ختم ستمونه

ښه په ژړا لعین شیطان شو
ازاد ژوندون ورته زندان شو

ژاړې شیطان! بې انتن یې دي فریبونه
ای نبې سلطان! شم درنه قربان ختم ستمونه

د بلبلانو یو چـغـار شو
په لسان زکر د غفار شو

ورک شو خزان! ځای په ځای شو سره ګلونه
ای نبې سلطان! شم درنه قربان ختم ستمونه

په دین مئین زلمې پیدا شول
څـــه هیبتې زلمې پیدا شول

وو فدایان! ورته هیڅ وو سره اورونه
ای نبې سلطان! شم درنه قربان ختم ستمونه

ورته دي کړو درس د قرآن
درنه راټـــــول وو پتنګان

وو اصحابان ډک د نور نه یې مخونه
ای نبې سلطان! شم درنه قربان ختم ستمونه

دي بیشمار ستا صفتونه
پوره به یې نکړي قلمونه

کړی سبحان په قرآن دي صفتونه
ای نبې سلطان! شم درنه قربان ختم ستمونه

د خوار فضل مالک جانانه
شفاعت اوکـــــړه مهربانه

یې مهربان! په کوثر غواړم جامونه
ای نبې سلطان! شم درنه قربان ختم ستمونه
❤💚❤💚❤💚❤💚❤💚❤💚
بمطابق:- 5/1/2020
ورځ:-یک شنبه د شپې 10:40 PM


ليکوال: زينت الله حیدري

(دنــر غـوندې راځـه)

چې له دار سره دې مینه وي دلبره
زمونږ کلي ته دنر غوندې راځه

دا ډڼډونه او خڼډونه غېږ کې واخله
دسېلاب او سمندر غوندې راځه

محبت مينه دنیا ته ترجمه کړه
دمنصور او دعمر غوندې راځه

په راتګ دې دنیاګی کړه معطره
دګلاب او دعنبر غوندې راځه

چې دې څوک ملا ' ممبر په کاڼو ولي
خاص هغو ته د خنجر غوندې راځه

(حيدري) به دې راتګ ته منتظر وي
زمونږ زړونو ته دلمر غوندې راځه

@Haidari1


Forward from: د شعرونو څانګه
❗ننګرهار هسکې مینه جودری کلی❗
💚عمجن شعر💚
وورځ د جمعي وه په سجده باندي مشغول وو ګلان
ظالمه تاباندې واجب شولو چکر د نیران

خه په خوښۍ سره د رب یې عبادت کولو
خه په خوشوع سره یې دا په شراکت کولو

امام صاحب هم تلاوت پکې کوو د قرآن
ظالمه تا باندې لازم شولو چکر د نیران

ازار دي واخیستو د کلي د سرلوړو میندو
سترګې هم سري دي له جړا څخه د ګرانو خویندو

کړل په سلګو دي بابا جان پسې بیشمار یتیمان
ظالمه تا باندې واجب شولو چکر د نیران

خزانه څنګه یو ناساپه دي راپیښه ووکړه
حمله دي څنګه په ګلانو باندې نیغه ووکړه

لږ را وایه هیڅ زړګۍ دي پرې اونکړو سوزان
ظالمه تا باندې واجب شولو چکر د نیران

د باغ ګلان دي شهیدان د باغ مالیاره سره
غمګین غمګین شلګۍ وهې د زړه قراره سره

د هسکې مینې جودرو د کلې باغ بلبلان
ظالمه تا باندې لازم شولو چکر د نیران

فضل مالک غمژن یم ربه کړه ظالم برباده
چې یې لامله نه دې زمونږ کورونه کلې ښاده

دي بې ایمانه نشته دی پکې زره ایمان
ظالمه تا باندې واجب شولو چکر د نیران
💐💐💐💐💐💐💐💐💐💐💐💐💐💐💐


Forward from: د شعرونو څانګه
😢ننګراهار هسکې مینه ولسوالی😢
😰یو غمژن شعر😰
زما مسجد یې کړو شهیده
ظالم خوانخوار دی زړه کې رحم نلرینه

زه چې دا حال په سترګو ګورم
عجیبه حال دی ما بی اوره سوزوینه

د ظلم دومره انتها ده
چې یتیمان په ډکو سترګو ژړوینه

د جمعې لمونځ یې اداء کولو
هماغه خکلی ګلان قبر ته نن ووړینه

ټول شهیدان دي پاک ربه
د بدن وینې یې اعلی خوشبو کوینه

ظالمه خدای به دي تباه کړي
د شهید یار وینه هتمن به رنګ راؤړینه

مسلمه پاڅه پاڅون ووکړه
کنه نو داسي به مو یو یو ختموینه

فضل مالک غمژن ژړیږي
د شهید یار جنازګۍ په ووګو ووړینه
💐💐💐💐💐💐💐💐💐💐💐💐


”نوی شعر“
”شاعر“
”فضل مالک غمژن“
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
عشق په سمندر کښې مې غوپه ده او خمار یم
دا ټول ده دین جذبه ده او خمار یم

امر بالمعروف نهې ده بدو کړم
بس همدغه مې نشه ده او خمار یم

دا کار ده رسولانو انبیاؤ ده اصحاب وؤ
جارې دا سلسله ده او خمار یم

ناست ده علماؤ سره یم چې محفلونو کې
اخ ښکلې یې وګمه ده او خمار یم

ځار یمه فداء ترینه هر وخت کې یم
په زړه ده عشق څپه ده او خمار یم

ده پاک رسول الله دیدن لپاره تل
زړګی مې په ګوګل رب ته سجده ده او خمار یم

زه فضل مالک غمژن ده زړه لېکم
لاس کې مې قلم او کتابچه ده اوخمار یم
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
شاعر:فضل مالک غمژن 22/6/2019


//د رحمت او مغفرت میاشت//
شاعر//زينت الله حیدري

د اسلام تر بیرغ لاندې هر انسان روزه روزه
مومنان روزه روزه
شرق او غرب،شمال،جنوب او ټول جهان روزه روزه
مومنان روزه روزه

چې دټول کال په جریان کې په مونږ یو ځلي راځي
داده میاشت بــرکتي
رب دهر ایام ثواب بنده ته خپله ورکوي
داده مياشت بــرکتي
دالله رب العزت ټول بندګان روزه روزه
مومنان روزه روزه

له اسمانه شو نازل پکې په پاک نبي قرآن
داده میاشت د رمضان
دنبیانو دسر تاج شو پکې پاک نبي سلطان
داده میاشت د رمضان
دنبي ټول امتیان دحق کاروان روزه روزه
مومنان روزه روزه

یو په لسه يې ثواب ده ستا د هر یو عبادت
دا ده میاشت د مغفرت
د الله له لوري اوري په مومن ملت رحمت
دا ده میاشت د مغفرت
په هر کنج ددنیاګۍ کې مسلمان روزه روزه
مومنان روزه روزه

دبنده او ذالجلال تر منځ وي کمه فاصله
پکې وکاږه توبه
په سجدو شه ذالجلال ته ای دپاک الله بنده
پکې وکاږه توبه
خوله او ژبه لاس پښې دواړه چشمان روزه روزه
مومنان روزه روزه

داده میاشت د مغفرت او دا ده مياشت د ورولۍ
ډېر ډېر خیال به يې ساتۍ
(حيدري) په کې خوند واخله د الله له بندګۍ
ډېر ډېر خیال به يې ساتۍ
دسپېڅلي پاک اسلام ټول خادمان روزه روزه
مومنان روزه مومنان روزه

@Haidari1


ده روژی په باره کی ډیرپه زړه پوری بیان اوډیرښایسته بیان
ضروریی وګوری
بیان مولوی اطیع الله صاحب






راتلونکی امارت🆗🎤🎧🎼

الغازی خپروندویه اداری لخواه نوی البم🎤

آواز❤️ محترم احسان الله سراج صیب🌷

شاعر🌹محترم زینت الله حیدری💫💫👇👇






ده سولی آواز🆗🎤🎧🎼

الغازی خپروندویه اداری لخواه نوی البم🎤

آواز❤️ محترم حافظ محمد زوبیر صادق یار🌷

شاعر🌹محترم زینت الله حیدری💫💫👇👇




سخي محــــمد سعید

له خپل ژونــد او زندګۍ نه مي زړه توردی
دي جهـــــــان اودي نـړۍ نه مي زړه توردی

نور نــــو راسه ای شهـــــادته رانصــیب سه
ده دې ټـــــولـې دنیـاګـۍ نه مي زړه توردی

په هرکــــــور کي یتیمـــــان په چیغـو ژاړي
دژونــدون او خـوشحالۍ نه مي زړه توردی

ټول ملګـري دحجــــرې مي شهیـــدان سول
یـک تنهــــــا یم جـدایـۍ نه مي زړه تور دی

په شعـــروکي مي دغم الفاظ زیــــات سوي
ما سعـــید" له شاعــــرۍ نه مي زړه تور دی

۱۳/۹۷/۹/۱۱


🌷هلمند شوراب🌷
زړه یخـونڪــی وو گــــــوزار ده ظالمانو په سر
ده هلمند مست سپه شوراب کی ده غربیانو په سر

ده گران هیواد ده مظلومانو انتقام په خاطر!
ده مساجـــدو مدارســو ده اسلام په خاطر!

خوشحالیدم زبر گـــــــــوزار وو بی دینانو په سر
ده هلمند مست سپه شوراب ڪی ده غربیانو په سر

ده گران هیواد ده هری سیمی یتیمانو ژرا😥
په ځنځیرو کی تړل شوی ده قیدیانو دعـا🌷

رب ڪــــــړه قبول تندریز وار وو شیطانانو په سر
ده هلمند مست سپه شوراب کی ده غربیانو په سر

دا رانگ! زمونـگ ده شهیدانو ده بدن ده وینی!
چی تویدلی ده په مـــزڪه ده وطن ده مینی!

هــر خــــــــواه بمبار ده شهیدانو قاتلانو په سر
ده هلمند مست سپه شوراب کی ده غربیانو په سر

ڪڪرئ خاورو سره خاوری ده پردو شول پڪی
هم ورسره ذلیل رسـواه ده گـوډاگـو شول پڪی

اورونه بل وو په هـــر زایـــی ده صلیبیانو په سر
ده هلمند مست سپه شوراب کی ده غربیانو په سر

ده فـــــدایانو شهادت ربه قبول غواړمه
ده استشهادیانو شهادت ربه قبول غواړمه

جوړ یی محشر ڪــــړو په دنیا ده خبیثانو په سر
ده هلمند مست سپه شوراب کی ده غربیانو په سر

فضل مالک ,غمژن,,ده رب سخه شڪرونه ڪوم
دداسی نورو بریاگانو تــــــــری غوختنه ڪوم

چی زلزله شــــــــی ده خلقیانو پرچمیانو په سر
ده هلمند مست سپه شوراب کی ده غربیانو په سر

(شاعر فضل مالک ادریس)
تاریخ//3/3/2019
(هلمند شوراب)


فدایې جانان ته

مظلوم کوچي

ستاد ننګ او د بریا یو پوروړي
فدایي جانانه ستا یو پوروړي

ستاد غوښو او زرې زرې هډونو
څومره ډیربې انتها یو پوروړي

اخ څه دنګه څه چنارځواني دي زارکړه
  ستاد حسن او شکلا یو پوروړي

تاد دین پر رڼا وریت کړل وزرونه
موږ تر اوسه د رڼا یو پوروړی

رب راکړي اندامونه مو زار نه کړل
  په دې وجه د الله یو پوروړي

داصحابو قرباني مو هیري، کړې
د نبي خیرالوراء یو پوروړي

کورکي ناست یو دغفلت کوو خوبونه
    دسنګر او دغزاء یو پوروړي

د مظلوم په شمول ټول درملامت یو
   تاپسې د یوې دوعا یو پوروړي

@Mazlumkochi




زما وران کور ........

دا هماغه کڼډواله ده
وړکی پکې رالوی شوم
محبت مینه مې زده کړه
په دې ورانه کڼډواله کې
د ژوندون په معنا پوه شوم
په مرور دوخت بدل شوم
ډېر مې زده کړل
ډېر مې هېرکړل
که ګرمي وه که يخني وه
که غربت اوکه هستي وه
که وصال وو که هجران وو
بس دژوند هره لحظه مې
ښه په خوند خوند تېریدله
له دوستانو سره دوست وم
له تربور سره تربور وم
له دوښمن سره دوښمن وم
که چا یو ځلې سلام کړ
زما سل ځلې علیک وو
که چا ځان اوچت بللو
زه هم لوړ ترې ګرځیدمه
که چا دوست راته ویلو
ما ترې سر قربانولو
پورَوۍ دچا نه وم
بس ريښتيا دخوند ژوندون وو
خو لږ صبر چې دې پوه کړم
ته هم پوه شه چې داڅه دي!!!


دا هماغه کڼډواله ده
پکې راغلم په خاپوړو
ما خبرې پکې زده کړې
ما همدلته ژوند شروع کړ
دا مې ټوله زندګي وه
تش همدغه مې هستي وه
ښه او بد مې پکې بېل کړل
لکه ړوند پکې بينا شوم
اخ! ماشوم پکې رالوی شوم
دايې هم یوه خاطره ده
اکو بــکو
ســرسیندکــو
ډېرې نورې داسې لوبې
ډېر خواږه خواږه وختونه
ډېر خواږه دناز خيالونه
هم ستړیاوې هم دردونه
هم دسوي زړه آهونه
خاطرې وې! خاطرې وې!
خو همېش پکې خوشحال وم
ورانـېدو باندې یې زه هم
لکه ګل چې راګذار شي
په زمین شي پانې پاڼې
داسې زه هم راګذار شوم
داسې زه هم پاڼې پاڼې
تــه هم پوه شه چې داڅه دي!!!


دکور مخته یوه ویاله وه
کله تشه کـله ډکــه
کله څنګه کـله څنګه
دکور مخته ښکلی باغ وو
رنګارنګ مېوې پکې وې
رنګارنګ دګلوباغ وو
که سنبل وو که غاټول وو
که ګلاب ،اوکه ریحان وو
که نرګس اوکه لاله وو
بس دګلو ګلستان وو
ماته قصر دسلطان وو
زما دغه یوه ارزو وه
کاش آرام وای اوسکون وای
ظلم ورک وای له دې ملکه
مظلومان نه ځوریدلای
دسرونو لوبې نه وای
دپردیو په لاسونو
افغانان نه قتلیدلای
بس همدغه مې ارمان ده!!!!
نور زما دکلي ژونده
درنه لاړم درنـه لاړم
مهاجر شوم مهاجر شوم
بس تر دې ځايه مزل وو!!!
ته هم پوه شه چې داڅه دي ؟؟؟؟

خوار غریب دکلي ځوان وم
ددې کور دجوړېدلو
وس مې هم نه وو په تن کې
اوس به څه کړم، اوس به څه کړم!!!
نه پوهیږم چې دا ولې؟؟؟؟
دمظلوم په سر بازي ده
ظالم ناز کړي او نخرې کړي '
ولې اې ظالمه ولې؟؟؟ ۰
دا دکوم جـرم سزا وه؟
زه په کـوم جـرم تورن وم؟
ما کوم بد درسولي؟
ولې دومره یې بې صبره؟
دومره کـبر غرور ولې؟
نن دې څه دي اوریدلي؟
چې دې بيا ټوپک راخیستی
کوم مظلوم غواړې تباه کړې؟
لکـه زه دې چې تباه کړم!!!
درته عذر او زارۍ کړم
لږ راويښ شه له دې خوبه
دا مظلوم افغانان پرېږده
په ظالم پسې راووځه
فاصله واخله له ظلمه
دمظلوم اوښکې کړه پاکې
سر دې کوز کړه خپل ګریوان ته
لږ راويښ شه، لږ راويښ شه
نور آګاه شه له جـهانه
دشاعر زینت الله چې
دابیتونه درسره دي
په څو ځله یې تکرار کړه
غرور بس ده ظلم بس ده
هر طرف ته نظر وکړه
ته هم پوه شه چې داڅه دي!!!


@Haidari1

20 last posts shown.

642

subscribers
Channel statistics