هرات میډیاHeratmedia


Channel's geo and language: not specified, not specified
Category: not specified


#_ښه_راغلاست
دا چینل ستاسو دی
« هرات میډیا »
په هیچا پوری اره نه لری دا یو ازاده پاره ده
هرات میډیا
پر وقت دقیق او موعسر خبرونه در ته نشر کوی
ملگروو زموژ زور چینل بلاک شو دهغه لینک در سره نشر کری مننه

https://t.me/joinchat/S19ECG8bsvzIKwHi

Related channels

Channel's geo and language
not specified, not specified
Statistics
Posts filter




خبرتیا


سبا د عالیقدر اميرالمومنين حفظه الله اختریز پيغام نشریږی ټول ملګري دې اختریز پيغام او د پيغام اړوند مواد د لاندې هشتاګ سره نشر کړي.


#AmirUlMumineen'SMessage


Forward from: ډܝ࡙ߺزߊ‌ܝ࡙ߺࡅ߭ـ·ٖٖٜ.,ٖٖٖٜ¸ٖٖٖٖ,.ٖٖٜ·ٖٜـٍٍٍْْْْْۘۘ͜͡ـٰٰٖــߊ‌ࡅ߭ځ‌᠀ر‌᠀ࡅ߭ܘ
👆👆

د الله د رضا له پاره دغه نعت خووو راته پیدا کری مر بی سم له غمه 😭😭😭😭


رابطه
@khademhemat








دغازي آباد ولسوالۍ په زړه پورې منظرې.📸👇


هرات کې سيلابونو په پراخه کچه ځاني او مالي زيانونه اړولي

کابل ټکی کام (سې شنبه، ۱۴ غویی، ۱۴۰۰ل)

د راپورونو له مخې هرات ولایت کې د سختو اورښتونو له امله راوتلو سیلابونو په پراخه کچه ځاني او مالي زیانونه اړولي.
د دغه ولایت د والي ویاند جیلاني فرهاد رسنیو ته ویلي، چې په ادرسکن ولسوالۍ کې تر سختو اورښتونو وروسته راوتلو سیلابونو د ميرمنو او ماشومانو په ګډون ۱۴ کسان مړه کړي.
د ښاغلي فرهاد په خبره، چې د ځاني زيانونو تر څنګ سلګونه څاروي او په سلګونو جریبه کښتونه هم له منځه تللي دي. د نوموړي په خبره د هرات په یو شمېر نورو سیمو کې هم سیلابونه راغلي، خو د زيانونو په اړه يې څه نه دي ويل شوي.
بايد وويل شي چې په دې وروستيو کې د افغانستان په څو ولایتونو کې د اورښتونو لړۍ پيل شوې او د افغان د هوا پېژندنې ادارې راتلونکو ورځو کې د هيواد په ګڼ شمېر ولايتونو کې د اورښتونو او سيلابونو وړاندوينه کړې ده.
https://kabull.com/?p=109573


په وروستيو کې د جګړې شدت او د کابل حکومت وارخطايي!

د امريکا او طالبانو په هغه توافقنامه کې چې په  دوحه کې تېر کال د حوت پر لسمه لاسليک شوه تقريبًا د سولې او روغې جوړې لپاره څوارلس میاشتې وخت مقرر شوی ؤ، که د طالبانو پنځه زره بنديان خوشې شوي وای، ورپسې په بين الافغاني مذاکراتو کې پر اسلامي نظام توافق شوی وای او امریکا د طالبانو پاتې بنديان هم خوشې کړي وای، ورپسې امريکايانو له تور لسته د طالب مشرانو نومونه وېستلي وای نو نن به د جګړې دا ډول شدت نه ؤ، او نه به هم د کابل حکومت د جګړې له شدته وارخطا برېښېده بلکې افغانستان به اوس مهال د یوه سياسي جوړجاړي په ترڅ کې ان تر دائمي اوربنده هم رسېدلی وای، خو کابل حکومت هغه مهال فکر کاوه چې امريکايان يې دائمي ملګري دي او هيڅکله دوی يوازې نه پرېږدي نو ځکه يې لومړی د پنځه زره طالب بنديانو د لسو ورځو لنډه پروسه ان شپږو مياشتو ته وغځوله، ورپسې يې بېرته د هماغو خوشې شويو بندیانو نيول او وژل پيل کړل او بيا يې د طالبانو په خلاف دعملياتو ټټرونه وهل پيل کړل چې دا دی پای يې اوس پخپله د دوی په زيان او تاوان دی.
له دې وړاندې يې د طالبانو پر وړاندې ددفاع وزارت پر مټ نعرې وهلې چې عمليات پيلوو خو ښکاري چې پخپلو کړو پښېمانه دي او اوس له مختلفو هېوادونو غواړي چې طالبان د څو ورځو يا مياشتو لپاره اوربند ورسره وکړي.
طالبانو پوره څوارلس مياشتې د زړه له تله ورته ويل چې جګړه د دواړو لوريو په زيان او تاوان ده، که  دوحې تړون ته دواړه لوري ژمن واوسي نو يوه سالم سياسي توافق او بيا يې په ترڅ کې اسلامي نظام ته سره رسېدای شي چې دا به د ټولو لوريو په خير وي، خو دوی د امريکا پر مټ د جګړې غورې وهلې او خپل ځواکونه يې پورته پورته کول چې تاسو قهرمانان؟ ياست، تاسو د دې خاورې ساتونکي ياست!
خو وروسته له هغه چې امریکايي ځواکونو دوتلو او له کابل حکومت سره د هوايي مرستو  د بندولو اعلان وکړ او  ورسره هم مهال د طالبانو بريدونو زور هم له دې امله زور واخيست چې مقابل لوري سولې ته ژمنتيا نلري، نو د کابل حکومت ته نه هغه غورځې پرځې ورپاتې شوې اونه يې د ځواکونو مورال ورپاتې دی بلکې ځواکونه يې له مختلفو پوستو او قرارګاوو څخه تښتي، يا هم طالبانو ته تسلیميږي او يوازې ژوند غواړي او بس.
د طالبانو له لوري د جګړې شدت د مختلفو ولاياتو پر مهمو نقاطو دی. چې له جملې يې په بغلان کې د عسکرو پر بېسونو بې درېغه بريدونه روان دي، د دغو بريدونو په ترڅ کې لسګونه عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې او لسګونه نور يې طالبانو ژوندي نيولي. همداشان د کابل حکومت د پارلمان غړي پخپله خوله اقرار کوي چې طالبانو وعده کړې چې د اختر لمونځ به په غزني ښار کې کوي او ان تر دې چې تېره ورځ طالبانو دوه ويشت تنه د کابل حکومت نيول شوي عسکر هم د روژې مبارکې مياشتې د تقدس په خاطر په غزني کې خوشې کړل.
له دې سره سم په زابل کې هم د کابل حکومت پر عسکرو شدید بريدونه روان دي او تر څنګ يې هلمند هم په خورا سخت وضعيت کې قرار لري او ورځ تر بلې پرې د محاصرې کړۍ راتنګيږي.
خو دا چې طالبانو وار له مخه خبرداری ورکړی چې د دوحې تړون په بار بار نقض سره که هر څه پېښېږي نو مسئوليت به يې د مقابل لوري (امریکا + کابل حکومت) پر غاړه وي ځکه چې په وينا يې دوی هيڅکله هم د دوحې تړون نه دی نقض کړی بلکې د دوحې تړون پر عملي کولو يې ټينګار کړی او ټول لوري يې دې ته هڅولي چې له جګړې لاس واخلي او د مذاکراتو له لارې يوه سالم تفاهم ته سره ورسېږي، نو ځکه دوی د عذر او زاريو لپاره خوله نلري او نه هم د جګړې د کمولو غوښتنه په جرأت سره کولی شي.
بلخوا طالبان تر ډېره پر جګړه اتکا نه کوي بلکې مذاکراتو ته يې همېشه لېوالتيا ښودلې خو که چېرې يې مقابل لوری له بار بار ويلو سره بيا هم جګړه خوښوي نو بيا يې پر وړاندې شديده جګړه کوي چې مقابل لوری پر جګړه پېښمانوي.
نو همدا لامل دی چې يوه لوري ته د امريکايانو د تګ او وتلو سلسله او بلې خوا ته د طالبانو له لوري د بريدونو شدت هغه څه دي چې د کابل حکومت د وارخطايۍ سبب شوي او ځواکونو يې مورال بايللی.
خو اوس مهال چې د کابل حکومت بايد سوله اييزه ژبه کارولې وای او له طالبانو څخه يې معقولې غوښتنې کړې وای، د يوه سياسي تفاهم مشروع غوښتنه يې کړې وای او د اسلامي نظام لپاره يې اماده ګي او تياری ښودلی وای، دوی اوس شل کاله وروسته د طالب جګړه ناروا؟ بولي او خپل ځان مظلوم ښيي، د امریکا له لوري يې چې کله تنهايي ولیده نو دوی ته خپل مظلوميت ورپه زړه شو، د جګړې مشورعيت او نه مشروعيت يې هم ياد ته راغی. خو هغه متل دی چې اوس اوبه له ورخه تېرې دي.
ځکه چې څوارلس مياشتې امريکا اوکابل حکومت ضائع کړي او نور نو طالبان پر دوی هيڅکله اعتماد نشي کولی، بلکې د طالبانو له لوري کابل حکومت د سولې او اسلامي نظام پر وړاندې د خنډ په ډول پېژندل شوی دی او له منځه وړل يې فريضه او وجيبه بولي... .
https://kabull.com/?p=109571


امريکا: د طالبانو بريدونه د ځواکونو ايستلو بهير نه اغېزمنوي
کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۴ غویی، ۱۴۰۰ل)
د امريکا دفاع وزارت پنټاګون کندهار کې د امریکایي ځواکونو پر اډه د طالبانو توغنديزو بريدونو ته په‌ غبرګون کې ویلي،چې د طالبانو بريدونه د عسکرو ايستلو بهير نه اغېزمنوي.
د دغه وزارت ویاند جان کربي ویلي، د تېرې اوونۍ په لومړیو کې د دوی پر اډه د طالبانو له لوري کوم بريدونه تر سره شول، په هیڅ ډول د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر نه اغېزمنوي. د کربي په خبره، دغه ډول بریدونه بې اغېزې دي او د دوی د وتلو پر څرنګوالي هیڅ تاثیر نشي لرلی.
بايد وويل شي چې د مې په لومړۍ نېټه طالبانو يو ځل بيا د امريکا له لوري د ځواکونو ايستلو کې ځنډ دوحې تړون څخه سرغړونه ګڼلې وه او خبرداری یې ورکړی و چئ پر وړاندې به يې مناسب ګامونه واخلي.
https://kabull.com/?p=109569


‏د افغانستان هوا پېژندنې ادارې نن او سبا په هرات، فرا، بادغیس، بدخشان، تخار، بغلان، غور، فاریاب، سرپل، بلخ، سمنګان، پنجشېر، پروان، کاپیسا، بامیان، میدان وردګ، لوګر، پکتیا، پکتیکا، غزني، دایکنډی، نورستان او کابل ولایت په یو شمېر سیمو کې د اورښت او سیلابونو راوتو اټکل کړی.


https://t.me/heratmedia


‌‎#تازه
د ارزګان مرکز ترینکوټ ښار کې چاودنه شوې.

سرچینې وايي، چاودنه نن له غرمې مخکې ترینکوټ ښار کې د نښلېدونکي ماین له امله رامنځته شوې، چې پایله کې یې یو پولیس وژل شوی، او پنځه کسان ټپیان شوي.


‏نن سهار د بغلان د پلخمري ولسوالۍ په سرخ کوتل سیمه کې پر کورونو باندې په بمبار کې ۱ کس شهید شوی او د ۳ ماشومانو په شمول ۴ نور ټپیان شوي دي.


«‏هلمند: طالبانو په تېرو دوو ورځو کې حکومت له پراخې سیمې په شا کړی. آسيا پرس نيوز.راپور مختار خليل.» را در YouTube تماشا کنید
https://youtu.be/2weMsDSk3MI


‏د هیواد په لراوبر کې د فتحو تسلسل، د عسکرو تسلیمۍ او ژوندي نیول کیدل د طالب د بیا راتګ خبر ورکوي، غلامان د یو فاسد او د کافر په لاس د جوړ شوي نظام د دوام او ساتنې لپاره جګړه جاري ساتل غواړي، اسلامي نظام ته غاړه نه کیږدي، زموږ مبارزه به د اسلامي نظام تر نفاذه جاري وي

حماد افغان شیرزاد


Video is unavailable for watching
Show in Telegram
لښکرګاه دریمه حوزه دبولان لوړ !


Video is unavailable for watching
Show in Telegram
د نورستان ولایت د منډول ولسوالۍ د انيش د کلي له يو تن دیني عالم او قومي مشر سره مرکه

مصاحبه با یک تن عالم دینی و متنفد قومی از ساکنان روستای انيش، ولسوالی مندول ولایت نورستان


‌‎#الفتح
د زابل ولایت مرکز قلات اړوند د کاکړانو سیمې پر پوسته تیره شپه برید تر سره شو چې پکې۷ تنه عسکر ووژل شول اویوه کومکي شوبله هم ویجاړه او پکې ناست عسکر ووژل شول ، او د شیر آباد پر پوسته په برید کې هم ۴ تنه عسکر ووژل شول.احمدی

‌‎#الفتح
د هلمند ولایت مرکز لشکرګاه ښار شاوخوا له ګڼو پوستو او یوه ماموریت څخه د دښمن عسکر وتښتیدل او سیمه یې بیرته پرېښودله.احمدی

‌‎#الفتح
تیره شپه د هلمند دکجکي دګارې پوسته فتحه ۳ عسکر قتل او یوه اندازه وسلې مجاهدینوته په لاس ورغلې ۲ عسکر اسیران شول همداراز ۴ نورې پوستې هم له سیمې څخه وتښتیدلې.
احمدی


Video is unavailable for watching
Show in Telegram
بغلان کي ګڼ شمېر عسکر وژل شوي،ټانګونه تخریب شوي،وسلې او مهمات د طالبانو لاسته لوېدلي.
لغمان الینګار کي طالبانو ته تسلیم شوي عسکر.



20 last posts shown.

206

subscribers
Channel statistics